د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین، افغان حکومت، افغان ټولنیز فعالان او طالب استازي ورغوښتي


طالب استازي په روسیه کې. ۲۰۱۹، ۲۸م مې
طالب استازي په روسیه کې. ۲۰۱۹، ۲۸م مې

پاکستان ته تر اوږده سفر وروسته طالبان اوس چين ته روان دي. دوی به هلته د افغان سياستوالو او مدني فعالانو سره ګوري خو دا ملاقاتونه رسمي نه دي او د اعتمادسازۍ لپاره جوړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت پر طالبانو تور پورې کوي چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ځي او له خلکو سره ګوري خو د جګړي اصلي قربانيانو، افغان ولس منتخب حکومت سره مذاکراتو ته نه حاضرېږي. طالبان د جنګ اصلي لوری امريکا ګڼي نو ځکه په لومړي سر کې د افغان حکومت پر ځای، د امريکايانو سره يو جوړجاړي ته رسېدل غواړي.

د اکتوبر په اته ويشتمه او نهه ويشتمه طالبان په چين کې له افغانستانه ورتلونکو افغانانو سره ګوري. په دوی کې به د مدني ټولنو غړي، سياستوال، ديني عالمان او د بشري حقونو لپاره کارکوونکي کسان وي. د افغانستان ملي امنيت شورا ويلي، چينايي ډيپلوماټانو ورته په غونډه کې د برخې اخيستو بلنه ورکړې خو دوی تر اوسه پورې په رسمي ډول ګډون کول يا نه کول نه دي تاييد کړي.

اسوشیېټيډ پرېس خبري اژانس په قطر کې د طالبانو له خولې ويلي چې دا کنفرانس به د سولې د خبرو لپاره هيلې زياتې کړي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په بېلا بېلو ځايونو کې لا هم د طالبانو حملې او د افغان ځواکونو عمليات روان دي.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امريکا بهرنيوو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د اروپايي هېوادونو سفرونه پیل کړي دي. د دې سفرونو موخه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ممکنه وتلو لپاره د ناټو اتحادي هېوادونه په اعتماد کې اخيستل دي. په افغانستان کې خوا او شا ۱۴۰۰۰ امريکايي پوځيان شته دی چې ولسمشر ټرمپ يې ویستل غواړي.

طالبانو او امريکايي استازیو له اتوو مياشتو راهيسې په دې اړه په قطر کې خبرې کړې وي او د سېپټېمبر په مياشت کې يوې معاهدې لاسليکولو ته تيار وو چې ولسمشر ټرمپ دا مذاکرات ودرول. هغه دليل راوړ چې طالبانو د خبرو په وخت پر امريکايي ځواکونو بريدونه نه دې ودرولي.

اسوشيېټيد پرېس طالب وياند سهېل شاهين له خولې ويلي چې دوی د امريکايي ځواکونو سره په داسې اوربند کولو تيار شوي وو چې له مخې به يې په بهرنيوو ځواکونو حملې نه کېږي. پر داسې يو تړون افغان چارواکو ځکه اندېښنې ښودلې وي چې هغوی وايي طالبان بايد له افغانانو سره هم جنګ بندي وکړي.

اسوشيېټيد پرېس ته يو طالب مشر د نوم نه خپرولو په شرط ويلي چې دوی د خليلزاد سره د خبرو په وخت ويلي وو چې پنځه زره طالب قيديان دې خوشي شي. طالبان که څه هم د امريکايانو سره خبرې کوي، روس، ايران، پاکستان او چين ته یې په بيا بيا سفرونه کړي خو افغان حکومت سره مذاکراتو ته نه کښېني. دوی د جګړې اصلي لوری امريکا بولي.

ولسمشر محمد اشرف غني په بیا بيا ټينګار کړی چې د افغانانو له مشرۍ او ملکيت او همداراز له اوربند پرته د سولې مذاکرات ښې نتيجې نه شي درلودلی. افغان حکومت له هېواده د بهرنيوو ځواکونو د وتلو په اړه دريځ لري چې دا کار د طالبانو او داعش وسله والو سره په روانې جګړې ځکه اغېز نه شي کولی چې دا جنګ اوس هم تر ډېره پورې افغان ځواکونه پر مخ بيايي او د ناټو پوځيانو کردار يوازې د ملاتړو په توګه دی.

د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر درې ورځې مخکې کابل ته تللی وو او ويلي يې وو چې کولی شي خپل ځواکونو اته زره او شپږ سوو ته کم کړي. د هغه په وینا دا کار به د القاعده، طالبانو او داعش ترهګرو ډلو پر وړاندې روانه جګړه کمزوري نه کړي. ایسپر زياته کړي چې د ځواکونو وتل به د طالبانو سره د جوړجاړي برخه وي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د سپتمبر په اته ويشتمه شوې وي. لا تر اوسه د دې انتخاباتو نتيجې نه دې اعلان شوي او د ولسمشرغني وياند صديق صديقي اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، که د هر چا حکومت راځي بايد د دوی په مشرۍ او کوربه توب یې له طالبانو سره خبرې وشي. د هغه په وینا يوازې هغه مذاکرات کاميابېدلی او د افغانانو روانه وينه توېدنه بندولی شي چې مشري يې افغانان کوي.

XS
SM
MD
LG