د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت: د جنسي ځورونو پېښې رپورټ کړئ


په بلوچستان پوهنتون کې د ښځو ځورونې خلاف مظاهره
په بلوچستان پوهنتون کې د ښځو ځورونې خلاف مظاهره

په بلوچستان کې له جنسي ځورونو څخه د ښځو د ساتنې ادارې په صوبه کې د نومبر له څلورمې څخه تر يوولسمې پورې د عامه پوهاوي کمپاين پېل کړی چې مقصد يې د ښځو ځورونې پېښو رپورټ کېدنه هڅول دي.

د دې ادارې مشرې يا محتسبې، صابرې اسلام پرون مشال راډيو ته وويل د اپرېل په مياشت کې يې د کار له پېلېدو راهیسې ځيني پېښې ثبت کړې دي او تورنو کسانو ته به سخته سزا ورکوي. ((تر اوسه راسره لس پېښې ثبت دي. درې مو حل کړې دي. د جنسي ځورونو دا پېښې د بانکونو، بيمې کمپنيانو، هسپتالونو او تعليمي ادارو دي. زموږ طریقه داسې ده چې ماته اول شکايت راوړل کېږي. بیا بايد تورن کس په دريوو ورځو کې د خپلې دفاع لپاره ثبوتونه وړاندې کړي. بيا زه د دواړو خواوو شواهد څېړم او سزا اوروم. زه ښځو ته وايم چې دا اداره ستاسو ده او په شريکه به ټولنه له دې بدۍ پاکوو.))

تېره مياشت د بلوچستان پوهنتون زده کوونکو مظاهرې وکړي او تور یې پورې کړ چې دغلته د امنيت ساتنې په نامه ويډيو کيمرې لګول شوي چې د پوهنتون انتظامیې ځيني کسان پرې ښځې ګواښوي او جنسي غوښتنې ترې کوي. د چارواکو په وېنا د احتجاجونو وروسته، د پوهنتون وایس چانسلر جاويد اقبال استعفا ورکړې او له پنځوو نورو ملازمينو يې تحقیقات روان کړي دي.

پر حکومت نيوکې

خو د بولان ميډيکل کالج زده کوونکې ډيوې ګل مشال راډيو سره خبرو کې حکومت په لټۍ تورن کړ او وې ويل چې پر جنسي تورونو کسانو ته د سزا نه ورکول کېدو له وجې ډېرو جينکو تعليم پرېښی دی. ((چارواکي د تورنو خلاف ژرګام نه اخلي. ظاهره خبره ده اکثره تورن خلک ډېر اثررسوخ لري نو هغوی دا مسله غلې کړي او د ځان دفاع لپاره ورته ډېر وخت په لاس ورشي. په دې وخت کې بيا جينۍ ته هم په کور او هم په ټولنه کې خلک بد ګوري. هغه هم له خپلې دعوې په شا شي. دلته احتساب نشته. له چا پوښتنه نه کېږي. سزاوې نه ورکول کېږي.))

په بلوچستان کې د جنسي ځورونو د مخنيوي قانون په ۲۰۱۶ کال کې منظور شو خو د دې کېسونو اورېدو دفتر تر ۲۰۱۹ کاله پورې خلاص نه وو. اوس د دفتر مشرې، صابره اسلام ته لوی چېلنج دا دی چې څنګه له پوهنتونونو څخه د وتونکو جينکو مخه ونیسي. د ښځو ټولنيز حرکت په نامه غېرسرکاري ادارې مشره،جليل حېدر وايي دوی د محتسبې سره په دې لړ کې د عامه پوهاوي د کمپاين په کولو سره مرسته کوي.

هغه زياتوي: ((موږ په ځايي ژبو کې ويډيوګانې جوړې کړې دي. جينکو ته وايو چې زده کړې مه پرېږدئ او هغه خلک مه خوشالوئ چې پر انساني حقونو باور نه لري. موږ ښځو ته ورزده کوو چې ځورول څه دي، څنګه یې رپورټ کړئ او په دې لړ کې ستاسو حق څه دی.))

ټولنيز محدوديتونه او د حکومت غبرګون

د بولان ميډيکل کالج د زده کوونکو د اتحادیې غړې صبيحه بلوچ مشال راډيو ته وويل چې په بلوچستان کې د ښځو حالت حالت د ډېرې اندېښې وړ دی ځکه چې څوک یې شکايت جدي نه نیسي. ((د بلوچستان سيسټم تاسو ته معلوم دی. د حکومت او تعليم سيسټم خراب دی. دلته څوک د انصاف تمه نه لري. وايي چې هسې بدنامېږو. موږ په تعليمي ادارو کې فارمونه وويشل او خلک مو وهڅول خو هيڅوک مخې ته نه راځي.))

حکومت د ښځو شکايتونه سرسري ګڼل او پر جنسي ځورونو د سترګو پټول نه مني. د بلوچستان وزيراعلی وياند، لياقت شهواڼي د نومبر په څلورمه مشال راډيو ته وويل: ((موږ دوی ته ډاډ ورکوو چې دا زموږ زمه واري ده. دوی زموږ د بلوچستان لوڼې دي. پر شکايتونو تحقیقات کېږي. حکومت هيچا سره جوړجاړی نه کوي او هر څوک چې مجرم ثابت شي هغه ته سخت ترينه سزا ورکول کېږي.))

په همدې حال کې د بلوچستان محتسبې صابرې اسلام له مېندو او پلرونو غوښتنه کړې چې په کورونو کې دې د څرګنده خبرو کلتور دود کړي او د لوڼو له خوا د جنسي ځورونو شکايتونه دې سنجیده ګڼلو سره د دې دفتر ته د مرستې لپاره ورشي.

XS
SM
MD
LG