د لاسرسي ځای

تازه خبر

انس حقانی او د حقاني شبکې دوه نور غړي مو پرېښول: غني


افغان حکومت د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې درې مهم بندیان پرېښول.

په حقاني شبکه پورې تړلي دا درې واړه بندیان یې په افغانستان کې د کابل پوهنتون د دوو پروفېسرانو چې یو یې امریکايي او بل هغه اسټرالوی دی، په بدل کې خوشې کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نومبر پر ۱۲مه په یوه مستقیم خبري کنفرانس کې وویل، چې درې واړه بندیان یې د باګرام له زندانه ازاد کړل.

تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي ول چې د حقاني شبکې درې غړي به په مشروطه توګه په هغه صورت له زندانه خوشې کوي چې لومړی طالبان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو- ۶۰ کلن کيون کينګ (امریکايی) او ۴۸ کلن ټيموتي ویکس (اسټرالوی) پرېږدي.

ولسمشر غني هیله څرګنده کړه چې د حقاني شبکې د مشر د ورورو انس حقاني، د هغه د ماما حاجي ملي خان او حافظ رشيد عمري خوشې کېدل به بین الافغاني خبرو ته لاره پرانیزي. د افغانستان د ملي امنیت ادارې انس حقاني او حافظ رشيد په ۲۰۱۴ کال کې او امريکايي ځواکونو حاجي ملي خان په ۲۰۱۱ کال کې نيولی وو خو د نیولو ځای یې نه وو ښودلی.

ولسمشر زیاته کړه چې حکومت دا پریکړه د افغانستان له نړیوالو متحدانو سره تر سلامشورو وروسته کړې ده.

ښاغلي غني ډاډ ورکړ چې د دې کسانو خوشې کېدل به د ښځو او نورو وګړو حقونه، د جمهوریت اصل او نور ارزښتونه او لاسته راوړنې قرباني نه نکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د دې کسانو له خوشې کېدو سره سره به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تروریستي حملو د شنډولو له چارې څخه لاس وانخلي.

کابل: د امریکا سفیر د درېو طالب بندیانو پرېښودو هرکلی وکړ.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس


ولسمشر محمد غني د دې اقدام ملاتړ کوي او هیله لري چې دغه کار به د دې لامل شي چې طالبان هم ځینې ورته ګامونه پورته کړي.

نوموړی زیاتوي، دا وروستی زړور اقدام دی چې ولسمشر او د افغانستان حکومت‌ یې د افغانانو د سولې غوښتنې د ترلاسه کېدو په هدف ترسره کوي.

بس زیاتوي، هیله لري څو طالبان دغه اقدام "خپل انساني اقداماتو" په توګه د یو شمېر افغان ځواکونو او د غربي برمته شویو په خوشې کولو ځواب کړي.

انس حقانی
انس حقانی

يو لوړ پوړي افغان چارواکي د نومبر پر يوولسمه، له مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې ويلي وو چې د حقاني نيټورک درې مهم غړي قطر ته د امريکايي نظارت لاندې استوي. نوموړي ټينګار وکړ چې د افغان حکومت سره بندي انس حقاني، د هغه ماما حاجي ملي خان او حافظ رشيد عمري خوشې کېږي نه بلکې امريکايانو ورسره وعده کړې چې هغوی به په دوحه کې تر څار لاندې ساتي.

دغه امنيتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د نومبر په يوولسمه مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې د دوی په بدل کې طالبانو په کابل کې د امريکايي پوهنتون د دوو بهرنيوو استادانو د خوشي کولو او افغان حکومت سره نېغ په نېغه د مذاکراتو پېلولو لپاره د لارې هوارولو وعده کړې ده. دغه چارواکي واضحه نه کړه چې دغه کسان به کله پرېښودل کېږي خو په قطر کې د طالبانو سرچينو مشال راډيو ته وويل چې دوی په دوو يا دريوو ورځو کې د دې کار هيله لري.

طالبانو دغه دوه پروفېسران، شپېته کلن امريکايي، کيون کينګ او اته څلويښت کلن ټيموتي وېکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله تښتولي ول
طالبانو دغه دوه پروفېسران، شپېته کلن امريکايي، کيون کينګ او اته څلويښت کلن ټيموتي وېکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله تښتولي ول

تمه ده چې ولسمشر محمد اشرف غني به په دې اړه ولس ته يوه ټيليويزيوني وېنا هم وکړي. طالبانو دغه دوه پروفېسران، شپېته کلن امريکايي، کيون کينګ او اته څلويښت کلن ټيموتي وېکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله تښتولي وو. د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا کال په جولای کې په واشنګټن کې له پاکستاني وزيراعظم عمران خان سره په ملاقات کې له هغه وغوښتل چې د دغوو دوو یرغملو په خوشي کولو کې دې مرسته وکړي. هغه ورسره د همداسې کولو ژمنه کړې وه او ورته وې ويل چې په دې اړه به ډېر ژر يو ښه خبر واوري.

حافظ رشید
حافظ رشید

انس حقاني د حقاني شبکې مشر غړی دی. دا شبکه د طالبانو برخه ده چې جلال الدين حقاني یې بنسټ ايښی وو. دا ډله د لويو خونړيوو بريدونو لپاره مشهوره ده. د جلال الدين حقاني تر مرګ ورسته د هغه زوی سراج الدين حقاني د دې ډلې مشر دی. افغان چارواکو د انس حقاني تر نيولو وروسته مطبوعاتو ته ويلي وو چې نوموړی تر سراج الدين حقاني وروسته د دغې شبکې تر ټولو مهم کس دی.

د حقاني شبکې په اړه د ګڼو راپورونو برابرونکی رحيم الله يوسفزی وايي انس حقاني د طالبانو لپاره دومره مهم دی چې د امريکايانو سره يې په خپل مذاکراتي ډله کې هم نوم شامل کړی دی.

د افغانستان جاسوسي ادارې اين ډي ايس انس حقاني او حافظ رشيد په ۲۰۱۴ کال کې او امريکايي ځواکونو حاجي ملي خان په ۲۰۱۱ کال کې نيولی وو خو د نیولو ځای یې نه وو ښودلی. دې ادارې ويلي چې انس حقاني د معلوماتي ټيکنالوژۍ پوه دي او خپلې شبکې ته یې د مالي سرچينو برابرولو مسوليت درلود. حافظ رشيد عمري د حقاني شبکې يو نظامي قوماندان او په قطر کې مېشته د طالبانو د يو مشر محمد نبي عمري ورور دی. چارواکي دی د لويو حملو په پلانولو کې ماهر بولي.

امريکا افغانستان کې د ترهګرۍ کولو او القاعده وسله والې ډلې سره د اړيکو له امله ټوله حقاني شبکه د ترهګرو په لیسټ کې اچولې چې پر مشرانو يې سفري او مالي بنديزونه لګول شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG