د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ادريس خټک موندلو لپاره عدالت کې درخواست جمع شو


د پېښور هايي کورټ وداني

د بشري حقونو غېب کړل شوي فعال ادريس خټک وکيل طارق افغان وايي په پېښور هايي کورټ کې يې د درخواست په دايرولو سره له امنيتي ادارو او حکومته غوښتي چې په دې اړه خپل موقف واضحه کړي.

طارق افغان د نومبر په پنځه ويشتمه مشال راډيو ته وويل چې د دوی په فکر ادريس خټک د پاکستان جاسوسي ادارو سره دی نو ځکه يې پرون د دې لپاره يو درخواست جمع کړ.

د هغه په خبره اوس بايد معلومه شي چې نوموړی په کوم تور نيول شوی دی. ((قانون وايي چې امنيتي ادارې به يو نيول شوی تورن کس په ۲۴ ساعتونو کې مجسټرېټ او عدالت ته وړاندې کوي. عدالت بيا فېصله کوي چې نوموړی زندان او که د نورو پوښتنو لپاره امنيتي ادارو ته وسپارل شي. په دې حساب د ادريس خټک نيول غېر قانوني دی. د پاکستان امنيتي ادارو مشران بايد خپل ځواب ووايي.))

د مشال راډيو د پرله پسې کوښښونو باوجود هيڅ حکومتي چارواکي په دې اړه خبرې ونه کړي. د نومبر په ۱۳مه له اسلام اباده د نوښار پر لاره غېب کړل شوی ادريس خټک د بشري حقونو نړيوالو ادارو سره پر بېلابېلو پروژو کار کړی دی. نوموړي نن سبا د غېب کړل شوو کسانو د يو ليست پر جوړولو بوخت وو.

د ادریس خټک پر کورنۍ څه تېريږي؟

ادريس خټک کور ته د رسېدو لپاره له اسلام اباده يو ګاډی کرايه کړی وو. د نوموړي ورور ډاکټر اوېس خټک مشال راډيو ته وويل د دي موټر ډرايور ورته ويلي چې د صوابي انټرچېنج سره نيزدي د پوليسو څوکۍ څخه لږ ليري په ساده جامو کې پنځه کسانو ولاړ وو چې دوی یې ودرول. دغو تمانچو لرونکو کسانو پر ادريس خټک او ډرايور سترګې پټې کړي او نامعلوم ځای ته یې بوتلل. وروسته یې ډرايور او ګاډی خوشي خو ادريس خټک د ځان سره وساته.

اوېس خټک وايي يا دې امنيتي ادارې وايي يا دې امنيتي ادارې د ده د ورور د تښتولو وجه وروښئ او يا که یې نه وي وړی نو هغه دې راپېدا کړي. ((موږ ته تر اوسه چارواکو څه نه دې ويلي چې ادريس چيرته دی. هغه د شکرې او ملادرد ناروغي لري. دوايانې هم ورسره نشته. ماشومان مو ټول ويريدلي دي. په خپل کور کې له یوې کوټې بلې ته نه شي تللی. موږ وايو که زما ورور غلط کار کړی وي نو عدالت ته یې وړاندې کړئ چې معلومه شئ. بيا ورته سزا ورکړئ.))

ادريس خټک د دوو لوڼو پلار دی. هغه په روس کې لوړې زده کړې کړي دي. نوموړی د نېشنل پارټۍ غړی هم دی خو له سياسته ډېر د بشري حقونو په اړه د کړي کار لپاره پېژندل کېږي.

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن مشر، مهدي حسن د نومبر په اتلسمه مشال راډيو ته ويلي وو چې امنيتي ادارې د هيچا د غېبولو حق نه لري. د هغه په خبره که پولیس يا پوځ پر چا شک لري، د پټولو پر ځای دې ترې ښکاره پوښتنې وکړي. د هغه په وېنا د ادریس خټک په شان له زرو زيات کسان په نامعلومه توګه غېب کړل شوي دي.

اکثره وخت حکومتي چارواکي د غېب کړل شوو کسانو د حساسې مسلې په اړه خبرې نه کوي. په دې اړه د پوځ وياند ميرجنرل اصف غفور څه موده مخکې ويلي وو چې د سختو امنيتي چېلنجونو سره د مبارزې پر مهال هر څه جايز دي. خو زياتوي چې د غېب کړل شوو کسانو مسلې د حل لپاره يو حکومتي کمېشن کار کوي.

XS
SM
MD
LG