د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول: عمران خان به ژر استعفا وکړي


بلاول بوټو زرداري

د اپوزيشن ګوند پيپلز پارټۍ شريک مشر، بلاول بوټو زرداري وايي وزيراعظم عمران به ډېر ژر ليري شي. هغه زياته کړه چې عمران خان د اپوزيشن غلي کولو او د حکومت نااهلۍ پټولو لپاره د دروغو مقدمې جوړې کړې دي.

هغه د اکتوبر په اته ويشتمه په پينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې زياته کړه: ((خلکو ته جمهوري فورم نه ورکول کېږي. اقتصاد خراب دی. ملک پر مخ نه ځي. حکومت ولاړ پاتې دی. د دې هر څه وجه يو نالايقه او نا اهل ضدي سړی دی چې عمران خان نومېږي. دی به ډېر ژر استعفا ورکړي او انشاالله د پاکستان مستقبل به روښانه شي.))

د پيپلز پارټۍ مشر او پخوانی ولسمشر، اصف علي زرداري او مسلم ليګ (ن) مشر او پخوانی وزيراعظم نوازشريف د خپلو ګوندونو د ځينو نورو مشرانو سره د درغليوو په هغو کېسونو کې په زندان کې دي چې دوی یې د حکومت سازش بولي. دوی د جمعيت علمای اسلام ګوند د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ اپوزيشن سياستواالو روانو مظاهرو ملاتړ کړی دی. د مولانا په وېنا د تحريک انصاف حکومت په درغليوو راغلی او وزيراعظم عمران خان دې استعفی ورکړي. حکومت او ټاکنو کمېشن دا ردوي.

عمران خان تور لګولی چې اپوزيشن ګوندونه پر ده د فشار په اچولو سره غواړي ځان د درغليوو له مقدمو خلاص کړي. نوموړي د اکتوبر په اته ويشتمه په نانکانه کې يوې غونډې ته وويل چې د مخالفو سياستوالو فشار ته به سر ټيټ نه کړي. ((تر اوسه خو چې کومې مقدمې دي دا د دوی د دور دي. زموږ د دور لا نه دې جوړې شوي. دوی په شريکه دا ملک لوټلی دی. دوی ويريږي چې حکومت رانيولي دي نو ځکه یې اوس چل ول شروع کړی دی. زه دوی ټولو ته پېغام ورکوم چې تاسو که مظاهرې کوئ او که نور څه... د پخلاينې فرمان يا اين ار او به رانه ونه وينئ.))

نوموړي وويل چې بندي نوازشريف او اصف زرداري ته د حکومت له خوا پوره طبي سهولتونه برابر دي خو دی د چا د ژوند ضمانت نه شي ورکولی. نواز شريف دا مهال له زندانه د درملنې لپاره خوشي شوی او په روغتون کې دی. څو ورځې مخکې د هغه صحت ډېر خراب ښودل شوی وو خو اوس ډاکټران وايي بهتره دی.

په پنجاب اسمبلۍ کې د مسلم لېګ (ن) ګوند غړې بشرا انجم بټ د اکتوبر په اته ويشتمه مشال راډيو ته وويل چې د عمران خان بيانونه ښيي چې د قانون له مخې ازاد عدالتونه او احتساب ادارې د ده لپاره سياسي مخالفين ځوروي. د هغې په وېنا دوی حکومت سره هيڅکله د جوړجاړي غوښتنه نه ده کړې. ((دی چې کله د اين آر او خبره کوي نو دې ته يې پام نه وي چې دا مسله خو د ده په واک کې نه ده. د عدالت مقدمه به د عدالت له خوا فېصله کېږي. داسې بيانونه د خلکو شکونه راپورته کوي. داسې بيانونه د حکومتي ناکاميوو پټولو لپاره دي. دا سړی لګيا دی د غچ اخیستو سياست کوي.))

په همدې حال کې د اکتوبر په اته ویشتمه په لاهور کې د احتساب عدالت د نوازشريف وراره او د پنجاب پخواني وزيراعلی شهباز شريف زوی، سلمان شهباز ته د تورو پېسو د سپينولو په يوه مقدمه کې د نيولو داسې حکم کړی چې ضمانت یې نه شي کیدای. د نواز شريف لور مريم نواز او د هغې خاوند هم په ورته تورونو په زندان کې دي.

XS
SM
MD
LG