د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېخ: حکومت د اين ايف سي ايوارډ جوړښت بدلول غواړي


حفيظ شېخ

د پاکستان حکومت وايي قبايلو سيمو لپاره د قامي مالي کمېشن يا اين ايف سي ايوارډ يا پېسو د ورکولو شکل بدلول غواړي. په مالي چارو کې د وزيراعظم عمران خان سلاکار حفیظ شېخ وويل چې تېر کال په خېبر پښتونخوا کې د قبايلي ضلعو تر شاملېدو وروسته د دې صوبې ضرورت زيات شوی دی.

حفیظ شېخ د څه وضاحت ورکولو پرته په اسلام اباد کې د نومبر په يوولسمه په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل: ((اين ايف سي ورکول کېږي. خو وفاق او څلور واړه صوبې پر دې خبرې کوي چې د اين ايف سی ايوارډ بڼه په کوم شکل وربدله کړو. دا کار په خېبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو تر شاملېدو وروسته ضروري دی. دا هم درته ووايم چې زموږ حکومت د پاکستان په تاريخ کې د قبايلي ضلعو لپاره تر ټولو ډېرې پېسې ايښي دي. يو سل او دوه پنځوس اربه روپۍ دي.))

د پاکستان د آيين تر مخه د ملک د عايد يا آمدن اوه پنځوس نيم فیصده روپۍ صوبو او دوه څلوېښت نيم فېصده روپۍ وفاق ته ځي. د قامي مالي کمېشن يا اين ايف سي ایوارډ د ورکړې هدف د ټولو صوبو پرمختيا ترمنځ توازن ساتل دي خو د دې کمېشن ډېرې پېسې ځکه پنجاب ته ځي چې ابادي يا نفوس یې ډېر دی.

دا کال د مارچ په مياشت کې دې کمېشن د خېبر پښتونخوا لپاره د پېسو زياتول رد کړي وو. په خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی میرکلام وزير وايي وزيراعظم عمران خان که رښتيا هم د قبايلي سيمو پرمختګ غواړي نو له سند بغېر يې په ټول پاکستان کې حکومت دی، نو ولې د اين ايف سي ايوارډ جوړښت بدلون نه شي عملی کولی؟

هغه زياتوي: ((دوی يوازې اعلانونه کوي چې د قبايلو لپاره مو دومره اربه روپۍ بېلې کړې او دومره اربه روپۍ مو ځانګړې کړي. خو پر زمکه هيڅ کار نه دی شوی. د جګړه ځپلو قبايلو په نامه ډېرې پېسې واخيستل شوې، اعلانونه هم ښه ډېر وشو خو کار ورته بيخي نه دی شوی.))

د قامي مالي کمېشن يا اين ايف سي مشري د خزانې وفاقي وزير کوي. د ځينو نورو چارواکو سربېره يې د صوبو خزانې وزيران هم غړي دي. پر وفاق سربېره په خېبر پښتونخوا او پنجاب کې د تحريک انصاف په مشرۍ او په بلوچستان کې يې ګډ حکومت دی. په دې توګه د تحريک انصاف حکومت په دې کمېشن کې د ډير واک خاوند دی. يوازينۍ صوبه سند دی چې د پيپلز پارټۍ حکومت پکې دی او کولی شي د خېبرپښتونخوا د پېسو زياتولو لپاره د اين ايف سي ايوارډ د جوړښت ممکنه بدلون مخالف وکړي. خو په سېنټ کې د دې ګوند يو غړي بهره مند تنګي پرون مشال راډيو ته وويل دوی د دې کار مخالفت نه کوي البته د عمران خان خان وفاقي حکومت دې له نورو صوبو نه بلکې له وفاقه اضافي پېسې ورکړي.

هغه زياته کړه: ((زموږ دريځ واضحه دی چې وفاقي حکومت دې نه د سند صوبې له پېسو اخلي او نه له بلې صوبې. بلکې دوی دې له مرکزه پېسې ورکړي. حکومت ناکامه شوی دی نو ځکه د دا قسمه خبرو په راسپړلو خپله خرابه کارکردګي پټوي. زموږ په تېر حکومت کې قبايلي ضلعو ته تر ټولو ډېرې پېسې ورکړل شوې دي.))

په ۲۰۱۰ کال کې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا د پرله پسې شکایتونو وروسته په ۲۰۱۰ کال کې پرېکړه وشوه چې قامي مالي کمېشن پېسې يا اين ايف سي ايوارډ به يوازې د ابادۍ په بنياد نه ورکول کېږي بلکې هغه صوبې ته به ډېرېه برخه رسيږي چېرته چې پرمختيايي کارونه کم شوي دي. تر اوسه پورې د دې فارمولې له مخې پېسې ويشل نه دې پېل شوې.

XS
SM
MD
LG