همدې ادارې د اکتوبر په۲۷مه د يوه حکم د شپږمې مادې په څلورمه برخه کې ويلي وو چې د ټيليويژن نطاقان يا د خپرونې کوربانه او کوربنې پر خپل يا بل ټي وي چېنل د چارو د پوه په توګه بايد کښېنني او خپل ميلمانه دې هم سم انتخابوي.
پرون خبريالانو پر دې حکم سخت تنقيد وکړ او په يو شريک بيان کې يې وويل چې دوی دا ديکتاتورانه امر نه مني او حکومت دې یې واپس واخلي.
پر دې بيان لاسليک کوونکو کې مشر خبريال عامر متين هم دی. هغه د اکتوبر په اته ويشتمه مشال راډيو ته وويل حکومت دې د مطبوعاتو له کنټروله لاس واخلي. ((دا نه یوازې د قانون او آيين خلاف کار دی بلکې بيخي د خندا وړ حالت دی. دا په هيڅ جمهوري حکومت کې د منلو نه دی. يو چا دې حکومت ته مشوره ورکړې چې د مطبوعاتو مالکان کنټرول کړئ.))
هغه زياتوي: ((دوی همداسې وکړل او واړه واړه حکمونه منل شروع شول. خو اوس کار کوونکي خبريالان په منځ کې دي. موږ د مبارزې يو لوی تاريخ لرو. نور دا نه شو زغملی. اوبه بيخي له ورخه تېرې دي. رياست بايد نور شاته شي. نور نو دا ټوکې بس دی چې دوی حکم وکړي چې فلانی په ټي وي مه ښاياست او بیستانی په ټي وي مه ښاياست.))
په پاکستان کې د نفرتونو خورونې او تشدد پارونې د مخنيوي تر قانون لاندې د حکومت خلاف د روانو اپوزيشن ګوندونو مظاهرو سرلاري ګوند، جمعيت علمای اسلام (ف) پر ځينو سياستوالو بندېز دی چې ټيليويژن چېنلونو ته به نه راغوښتل کېږي.
په پاکستان کې مطبوعات په بې ساري ډول تر فشار لاندې ديمهدي حسن
تر دې مخکې په پښتون ژغورنې غورځنګ غړو هم ورته پابنديانې وي. حکومت دريځ لري چې دا کار تر قانون لاندې او د هېواد د ثبات لپاره کوي. خو د انساني حقونو ادارو د تحريک انصاف حکومت د جمهوري اقدارو ځپونکی بللی.
د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن مشر، مهدي حسن د اکتوبر په اته ويشتمه مشال راډيو ته وويل د ملک په دوه اويا کاله تاريخ کې هيڅ ولسي حکومت کله پر مطبوعاتو دومره بنديزونه نه وو لګولي لکه د وزيراعظم عمران خان حکومت کې چې لګېږي.
مهدي حسن زياته کړه: ((زما په فکر اوسنی حکومت په پاکستان کې له تېرو شوو څلورو پوځي حکومتونو څخه ډېر متاثره دی. پاليسيانې يې ورته دي. هيڅ حکومت يا حکومتي اداره بايد د مطبوعاتو په کار کې ګوتې ونه وهي. دا ښه کار نه دی. که حکومت بيا هم پکې مداخله کوي نو دا د بيان پر ازادۍ بندېز ګڼل کېږي.))
د پاکستان حکومت وفاقي کابينې د سپتمبر په ۱۷مه د مطبوعاتو اړوند مقدمو اورېدو لپاره د ځانګړو عدالتونو د جوړولو منظوري ورکړې وه چې خبريالانو او د بشري حقونو ادارو پرې سختې نيوکې وکړي. خو د وزيراعظم عمران خان د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان همېشه نيوکې رد کړي او په بېلابېلو خبري غونډو کې يې پر حکومت د بيان ازادۍ د تروړلو تورونه بې بنياده بللي دي.