د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقيب مسود وکيل: د راو انوار په ازادۍ اندېښمن يو


راو انوار د نقيب مسيد تر وژنې دوه ورځې مخکې تصوير
راو انوار د نقيب مسيد تر وژنې دوه ورځې مخکې تصوير

نيزدي دوه کاله مخکې په کراچۍ کې د پولیسو له خوا وژل شوي وزيرستاني ځوان نقیب الله مسود د پلار تر پروني مرګ وروسته د هغه وکيل وايي هيله لري چې عدالت په دې اړه روانه مقدمه کې ژر تورنو کسانو ته سزا ورکړي.

مرکزي ملزم د ملير پوليسو پخوانی مشر راو انوار دی چې دا مهال په ضمانت خوشي شوی دی.

د نقيب مسود وکيل جبران ناصر د دسمبر په دوهمه مشال راډيو ته وويل چې دوی په عدالت کې د راو انوار ضمانت او ازاد ګرځېدل چېلنج کړي دي خو د مقدمې اورېدنه هغسې ژر نه کېږي څنګه چې پکار ده. نوموړي زياته کړه:((له يو کال زيات وشو چې زموږ د دې درخواست هيڅ نتيجه نه راوځي. د دې ځنډ هيڅ وجه نه جوړېږي. موږ ته عدالت هيڅ دليل نه دی ویلی. راو انوار ته چې د تفتیش او مقدمې پر مهال کومه ازادي ورکړل شوې ده هغه د اندېښنې وړ ده. دا بيخي زياتی دی او موږ ته بې انصافي ښکاري.))

د نقيب مسود پلار د کېنسر ناروغ وو او د دسمبر په دوهمه مړ شو. نقيب مسود د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په اتلسمه د پوليسو له خوا وژل شوی وو. د دغو پوليسو مشر راو انوار هغه مهال مطبوعاتو سره په مرکو کې ادعا کړې وه چې د نقیب مسود اصلي نوم نسيم الله مسود وو او د طالبانو سره يې تعلق درلود. خو د سند صوبايي حکومت يوې تحقیقاتي کمېټې څرګنده کړه چې دا يوه جعلي پوليس مقابله وه او نقيب الله مسود بې ګناه وو.

دا پېښه د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د لويېدو سبب شوه او د انصاف لپاره د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وشوې. پر راو انوار مقدمه چلېدل پېل شول.

په همدې مهال په سند صوبه کې د حکمران پيپلز پارټۍ مشر، اصف علي زرداري جيو نيوز سره په مرکه کې وويل چې راو انوار يو بهادر هلک دی. ډېرو خلکو پر دې تنقيد وکړ او دا یې د انوار ملاتړ وباله. زرداري دا مهال د درغليوو په کېس کې په زندان کې دی.

د دې ګوند يو سينيټر بهره مند خان تنګي مشال راډيو ته وويل د دې مطلب دا نه دی چې پيپلز پارټي د راو انوار د ژغورنې کوښښ کوي. ((زموږ مشر پخپله په جېل کې دی. ځيني نور مشران مو هم په زندانونو کې دي. که په عدالتونو زمو وس چليدلی نو دوی به مو راخوشي کړی وای. موږ د نقيب مسود په شهادت خفه يو. موږ د عدالتونو د فېصلو احترام کوو. د عدالتونو پر مقدمو مو هيڅ اغېز نشته.))

د نقیب مسود پلار، محمد خان تر مرګ مخکې د عدالت هرې مقدمې ته حاضر شو. پښتون ژغورنې غورځنګ هم په دې اړه جلسو ته زور ورکړ او فشار اچول یې زيات کړل. په همدې وخت کې د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د نقيب مسود د پلار سره وليدل او يو کور یې ورته ورکړ.

په کراچۍ کې خبريال نعمت خان وايي چې راو انوار د پاکستان زورورو خلکو سره ژور تعلقات لري نو ځکه ښايي د نقيب مسود د پلار مرګ د هغه د مقدمې د تېزولو لپاره اغېز ونه لري.

د راو انور وکيلانو په دې اړه مشال راډيو سره خبرې ونه کړي. په همدې حال کې د نقيب مسود وکيل او د بشري حقونو فعال جبران ناصر ويلي چې د نوموړي کورنۍ لپاره د انصاف غوښتنې غږ به د هغه د ټولو خواخوږو سره اوچت ساتي.

XS
SM
MD
LG