د لاسرسي ځای

تازه خبر

راپورونه: د داعش مشر البغدادي وژل شوی


البغدادي: دا عکس د داعش له ويډيو اخيستل شوی دی
البغدادي: دا عکس د داعش له ويډيو اخيستل شوی دی

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اکتوبر پر ۲۷مه په داسې حال کې يو مهم بيان خپروي چې له رپورټونو سره سم، ځواکونو یې د داعش وسله والې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پر پټنځي عمليات کړي دي.

د سپيني ماڼې وياند هوګن ګيډلې د اکتوبر پر ۲۶مه شپې ناوخته وويل چې ولسمشر ټرمپ به مهم بيان خپروي خو نور تفصیل یې ورنکړ.

تر دې مخکې ټرمپ پر ټوېټر پاڼه له معلوماتو ورکولو بغير وويل چې يو غټ کار شوی دی.

معلومه نه ده چې د ولسمشر ټرمپ بيان به پر همدې موضوع وي او کنه.

سي اېن اېن ټېلېوېژن د چارواکو په حواله ويلي دي چې بيان به د بهرنۍ چارو له پاليسۍ سره تړلی وي.

نيوزويک مجلې د يو ناڅرګنده امريکايي پوځي چارواکي په حواله خبر ورکړي چې په بريد کې البغدادي وژل شوي دي.

د سي اېن اېن، نيوزويک او رويټرز اژانس په ګډون د یو شمېر رسنیو له راپورونو سره سم، امريکايي ځواکونو د شام په شمال غربي سيمه ادلیب کې د داعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې مشر البغدادي پر مشکوک پټنځي بريد کړی او هغه یې وژلی دی.

رويټرز خبري اژانس د نومونو له اخیستو پرته د عراق دوو امنيتي چارواکو له خولې ويلي چې بغداد ته خبر ورکړل شوی چې د داعش مشر د هغه د ځای تر معلومولو وروسته، په داسې حال کې وژل شوی چې غوښتل یې خپله کورنۍ د ترکيې پولې ته ولېږدوي.

له رپورټونو سره سم، ځانګړو ځواکونو دا عمليات تر ګټورو استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو وروسته کړي دي.

پخوا هم د البغدادي د وژنې خبرونه ورکړل شوی ول خو هغه درواغ ثابت شول.

د ۲۰۱۸ز کال په فبرورۍ کې امريکايي چارواکو ويلي ول چې ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۷ز کال کې په بمبارۍ کې زخمي شوی وو نو ځکه یې تر پېنځو مياشتو پورې د ترهګرې ډلې داعش مشري نه کوله.

البغدادي د عراق دی او امريکا يې د نيولو یا ځای ځایګي معلومولو لپاره ۲۵ ميليونه ډالره انعام ايښی دی.

نوموړی دوه ودونه لري.

له لومړۍ مېرمنې يې څلور او له دویمې يې يو زوی دی.

د اپرېل په مياشت کې البغدادي په پېنځو کلونو کې د لومړۍ ځل لپاره په يوه ويډيو کې ښکاره شو.

د داعش د دالفرقان څانګې په خپرې کړې دې ويډيو کې هغه په کراره، کراره خبرې کولې.

نوموړي د خپلو مهمو مشرانو د وژنې د غچ اخیستو خبره وکړه.

تر دې مخکې هغه په ۲۰۱۴ز کال کې په يوه ويډيو کې د عراق په موصل کې په يو جومات کې د وینا پر مهال ښودل شوی وو.

داعش په افغانستان کې

تر هغې وروسته داعش وسله واله ډله په شام او عراق کې ځپل شوې ده.

دې ډلې په ۲۰۱۵ز کال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د مشرانو اعلان وکړ.

په افغانستان کې د دې ډلې ډېر زور په ننګرهار ولايت کې وو.

خو افغان او امريکايي ځواکونو پرې پرله پسې حملې کړې او ګڼ مشران يې وروژلي دي.

د تېر زیارت (د اکتوبر ۲۴مه) پر ورځ د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل مطبوعاتو ته د داعش هغه ۱۸ وسله وال وښودل چې حکومت ته تسليم شوي وو.

د مېرمنو او بچیو سره دوی ۷۲ کسان کېدل چې درې کورنۍ يې د اردن او څلور يې د پاکستان دي.

په دوی کې د اردن يو کس خبريالانو ته وويل چې دی د ترکيې او ايران له لارې افغانستان ته رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG