د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن: په پارلمان کې له حکومت سره همکاري نه کوو


د پاکستان پارلېمان

د پاکستان دوو لويو اپوزېشن ګوندونو مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ ويلي چې د تحريک انصاف حکومت سره د پوځ د مشر ملازمت مودې غځولو قانون جوړولو او انتخاباتو کمېشن د مشر ټاکلو کې مرسته نه کوي.

د مسلم لېګ (ن) يو مشر خواجه اصف د دسمبر په نهمه په پارلمان کې وويل چې د تحريک انصاف غړو په لندن کې د پخواني وزیر اعظم نواز شريف د کور مخې ته احتجاج پر مهال هغه ته بد رد ويلي او د د درغليوو په تور نيول شوي د دوی مشران سياستوال پارليمان ته نه وروبلل کېږي نو ځکه له حکومت سره همکاري نه کوي.

نوموړي د واکمن ګوند له لوري کړې رابطه یوه بې نتيجې هڅه وبلله او زیاته کړه چې کوم تخم حکومتي ګوند کرلی دی، پرېږده چې پخپله یې ورېبي.

د ښاغلي اصف په وینا، ''د انتخاباتو کمېشن د مشر مقررولو، د پوځ مشر د ملازمت مودې اوږدولو او د پارليماني چارو روانو ساتلو په اړه بحثونه کېږي خو موږ به يې نور برخه نه يو.''

د پاکستاني پوځ د مشر جنرل قمر جاويد باجوه د ملازمت درې کلنه موده د نومبر په نهه ويشتمه ختمېدله خو حکومت غوښتل هغه درې کاله نور پاتې شي. پر دې مسله عدالت حکم وکړ چې حکومت دې په شپږو مياشتو کې دننه د پوځ مشر د دندې اوږدولو په اړه قانون سازي وکړی.

حکومت اپوزېشن سره د خبرو لپاره يوه درې کسيزه کمېټې جوړه کړې ده خو د پيپلز پارټۍ شريک مشر بلاول بوټو زرداري په دوشنبه په پينډۍ کې خبريالانو ته وويل د درغليوو په تور نيول شوی د ده پلار او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري ته طبي سهولتونه نه ورکول کېږي خو بيا هم حکومت د همکارۍ تمه لري.

هغه زياته کړه: ''د حکومت د فشار اچولو طريقې وي. دوی غواړي چې خپل مخالفه سياستوال غلي وساتي. حکومت د خپلو وزیرانو درغلۍ نه ويني خو کله شهباز شريف، کله نواز شريف او کله اصف علي زرداري يادوي. حکومت خپل پوره کوښښ کوې چې پر هېڅ یوه مسله جوړجاړی ونشي. خو اپوزېشن غواړي چې پارليمان لاسبری او ادارې مضبوطې شي.''


اپوزېشن په سېنېټ کې اکثريت لري. هر بيل یې په قانون بدلېږي بايد له سېنېټه منظور شي. حکومت ته د لوی درستیز (پوځ مشر) دندې غځولو په خاطر په آيين کې د بدلون لپاره په درېوو کې دوې برخې رايې پکار دي. له دې وجې مخالفو سياستوالو ته اړ دی. تر اوسه معلومه نه ده چې دا قانوني مسوده به کله قامي اسمبلۍ ته وړاندې شي.

د اپوزېشن په ځواب کې د تحريک انصاف حکومت د مواصلاتو وزير مراد سعيد په پارليمان کې وويل چې دوی د اپوزېشن له خبردارۍ نه وېرېږي. ''دلته ډېر ګواښونه وشول. دا توقع موږ درلوده. دا اوس یې چې موږ ته څو ځله خبرداری راکړ د دې په ځواب کې به زه ووايم چې موږ هم د نه همکارۍ دريځ خپلولی شو. نور د ګواښونو کلتور د منلو نه دی. دوی چې په کوم انداز دا خبره وکړه، دې ته د حقيقتونو سرچپه کول وايي.''

تر دې مخکې بلاول بوټو زرداري او د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم د حکومت پر رويه د نيوکو په ترڅ کې ويلي وو چې عمران خان بايد استعفا ورکړي ځکه چې دی په درغليوو راغلی دی. حکومت دا نه مني.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG