د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي اورکزو کې د داعش شتون نه مني


د اورکزو نقشه
د اورکزو نقشه

پاکستاني چارواکي هغه ادعاوې ردوي چې پکې ويل شوې داعش وسله وال په اورکزو سيمه کې مرکزونه لري او له دې ځايه افغانستان ته تګ راتګ کوي. د اورکزيو ضلعې ډپټي کمشنر واصيل خان د نومبر په يوولسمه مشال راډيو سره خبرو کې وويل چې په اورکزو کې د ډېر ښه امنيت وجه د وسله والو نه شتون دی.

واصيل خان زياته کړه: ((دلته داسې مسله نشته. اورکزو افغانستان ته نېغه لار هم نه لري او پوله يې هم ورسره نه ده شريکه. تر څو چې پورې د امنيت مسله ده، دلته موږ ستونزه نه لرو. زموږ تحصيلدار او نور چارواکي هره ورځ ګرځي راګرځي. نو دا مسله نشته.))

تېره ورځ د افغانستان ننګرهار ولايت والي شاه محمود مياخېل په جلال اباد کې خبريالانو ته ويلي وو چې په اچين او هسکې مېنې ولسواليوو کې د داعش مزکرونه د افغان امنيتي ځواکونو تر درنو عملياتو لاندې راغلي نو ځکه يا يې ډېر وسله وال تښتيدلې او يا هم تسليم شوي دي. هغه زياته کړه چې تر دې مخکې به داعش وسله وال د خېبر ضلعې له لارې په اورکزو کې له خپلو مرکزونو څخه ننګرهار ته وراوښتل.

مياخيل زياتوي چې يوازې په يوه اونۍ کې په لسګونو داعش تسليم شوي دي. (( د داعش مشران په اورکزو کې دي. له هغه ځايه یې راتګ بند شوی دی. دوی سره دلته نورې لارې نشته. يا به جنګ کوي، يا به تسليميږي او يا به تښتي. موږ مطبوعاتو ته ښودلي چې په دې وروستيوو کې ۶۴ تسليمو شوو کې ۴۹ کسان بهرنيان دي. په دوی کې ځيني يې د پاکستان او ځيني د نورو هېوادونو وو.))

داعش وسله واله ډله په ۲۰۱۴ کال کې په شام او عراق کې تر قوي کېدو وروسته په افغانستان کې هم راپېدا شوه. په ۲۰۱۵ کال کې يې پاکستان او افغانستان خراسان ونوماوه او خپل مشران یې وټاکل. دې ډلې سره اکثره القاعده او پاکستاني طالبان ملګري شول. خو مشران يې يو په بل پسې يا په امريکايي ډرون بريدونو او يا هم د افغان پوځ په عملياتو کې وژل شوي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش ډلې لومړی مشر، حافظ سعيد د اورکزو وو چې په ۲۰۱۶ کال کې افغان او امريکايي ځواکونو په شريکو عملياتو کې په ننګرهار کې وواژه. د امنيتي او سياسي چارو څيړونکی رحيم الله يوسفزی وايي په اورکزو کې د دې ډلې د پخواني مشر د پراخه کورنۍ شتون له وجې پر دغه ځای د دې وسله والو د مرکز شک کېږي. ((اورکزي ځکه یادېږي چې د داعش پخوانی وژل شوی مشر، حافظ سعيد د دې ځای وو. داسې ويل کېږي چې د هغه کورنۍ او قوم هلته شته دی. خو د دې ډلې وسله والو لپاره هلته شتون ځکه ډېر مشکله دی چې هلته د پاکستان پوځ موجود دی او وړه سيمه ده.))

د پاکستان پوځ پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول پېل کړي چې په وېنا یې مقصد يې د وسله والو د تګ راتګ مخه نيول دي خو افغان حکومت چې ډيورنډ کرښه رسمي سرحد نه ګڼي، دريځ لري چې د اغزن تار لګولو دا دليل یې بنياده دی. دوی تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د وسله والو په پاللو سره په افغانستان کې ترهګري پراخوي. خو اسلام اباد تل دا تورونه بې بنياده بللي دي او وايي دوی پخپله د ترهګرۍ قرباني دي.

XS
SM
MD
LG