د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: پاکستان او چین له طالب چارواکو سره غونډه کوي


امیرخان متقي د مې په پنځمه د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته روان شو.
امیرخان متقي د مې په پنځمه د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته روان شو.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د مې پنځمې نېټې په مازیګر اسلام اباد ته ورسېد.

دا سفر څلور ورځنی دی او رسمي خبرې به د مې پر شپږمه پیلېږي چې پکې د چین او پاکستان په ملتیا درې اړخیره خبرې هم شاملې دي. د چین او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د مې په پنځمه نېټه په هند کې ول او په همدې ورځ یې بیرته اسلام اباد ته تلل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (د مې څلورمه) په بیان کې ویلي دي چې په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو چارو سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او ټرانسپورټي چارو د وزارتونو نور چارواکي هم شامل دي.

د پاکستان سرکاري راډیو د مې پر پنځمه په خپله وېبپاڼه لیکلي، پاکستان ته د امیرخان متقي د سفر پر مهال به دواړه لوري په تجارتي، سیاسي او اقتصادي اړیکو باندې سره خبرې وکړي. همدارنګه د تعلیم په څانګه کې به هم په دوه اړخیزو چارو نظر واچول شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل بېګا (د مې څلورمه) مشال راډیو ته وویل، دواړه خواوې د سوداګرۍ او سیاسي اړیکو په ګډون پر سیمه ییزو چارو هم غږېږي.

نوموړي وویل: "د افغانستان حکومت غواړي، په دغه سفر کې د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخیزو سیاسي، تجارتي اړیکو، سیمه ییز ثبات او ټرانزېټ هړاخیزې خبرې اترې وکړي."

تکل زیاتوي، سبا (د مې پر شپږمه) د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیران هم په اسلام اباد کې درې اړخیزه ناسته لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر چېن ګنګ هم په هغه غونډه کې ګډون کوي.

سره له دې چې طالبان له پاکستان او چین سره نسبتاً نږدې اړیکې لري، هېڅ هېواد تراوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ملګرو ملتونو د پاکستان په غوښتنه، امیر خان متقي ته د اسلام اباد د سفر اجازه ورکړې وه. د ملګروملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو د څار کمېټۍ سلا شوې چې د نرمښت په ښوولو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړي.

نوی کتاب: طالبان په چارټر الوتکو کې پاکستان ته د ملاقاتونو لپاره تلل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:14 0:00

رویټرز خبري اژانس لیکلي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ له امنيت شورا د يو ليک له لارې غوښتنه کړې وه چې متقي دې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د لیدو لپاره د سفر له بندیزه معاف شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد د مې پر دويمه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي وو چې د روانې اوونۍ په پای کې به د امير خان متقي په مشرۍ د طالبانو يو "جامع سياسي او تجارتي پلاوی" د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته ولاړ شي.

نوموړي زياته کړې وه چې د سفر پر مهال به د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخيزه سياسي او تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ په اړه هم خبرې وشي. د حافظ ضيا احمد په وينا متقي به د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي.

د ځينو نورو طالب چارواکو په څير، متقي هم له یوې مودې راهیسې د ملګرو ملتونو له خوا د سفر تر بندیز لاندې دی. خو نوموړی ځيني سفرونه کولی شي او په تېرو وختونو کې هغه قطر او ځينو نورو هېوادونو ته تللی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ تر اوسه د سفري بنديزونو د نرمېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

طالب وسلوالو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه، په زور د افغانستان حکومت ونيو. ملګرو ملتونو پر هغوی د وسلوال فعاليت له وجي بنديزونه لګولي ول. دا بندیزونه سفري‌هم ول چې د طالبانو حکومت تر جوړېدو وروسته یې ځکه دوام وکړ چې طالبانو د نړيوالو پر غوښتنو سربېره هم پر ښځو ځينې لګولې بنديزونه لیرې نه کړل.

طالبانو څو ځلې غوښتنه کړې چې پر دوی دې سفري بندیزونه نرم شي خو ملګرو ملتونو داسې نه دي‌کړي.

د بشري حقونو ادارو پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې تر څو طالبانو بشري حقونه تروړل نه وي بس کړي، بندیزونه دې نه ورڅخه ليرې کېږي.

XS
SM
MD
LG