د لاسرسي ځای

تازه خبر

سراج الدین حقاني: د نجونو پر تعلیم بندیز دایمي نه دی


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني یوځل بیا د نجونو د تعلیم په ملاتړ څرګندونې کړي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کو‎ي پرون (د مارچ پر ۱۷مه) خبر ورکړ چې حقاني د متحده عربي اماراتو د دیني عالمانو له پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې اسلام پر ښځو او نارینه تعلیم فرض ګرځولی دی.

د خبر له مخې نوموړي همداراز ویلي چې له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پر تعلیم بندیز دایمي نه دی.

طالبانو پر افغانستان د واکمنېدو په پیل کې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې بندې کړې او سږکال یې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو هم بندیز ولګاوه چې دا اقدامات په کور دننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ شول، خو حقاني او د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزي په ګډون ځینو طالب چارواکو کله ناکله په غیرمستقیم ډول د نجونو د تعلیم په پلوي خپل غږ اوچت کړی دی چې په غبرګون کې یې د طالبانو لوی مشر د طالبانو په لیکو کې د مشر د اطاعت مسئله رابرسېره کړې ده.

د سراج الدین حقاني د پرونیو څرګندونو په اړه تر اوسه د طالبانو نورو مشرانو څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG