د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوتنبايېوا وايي متقي ته یې د نړۍ خبرداری رسولی


امیر خان متقي او روزا اوتنبايېوا د ملاقات پر مهال - انځور له ارشيفه
امیر خان متقي او روزا اوتنبايېوا د ملاقات پر مهال - انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشرې روزا اوتنبایېوا ویلي د طالبانو حکومت ته یې د نړيوالو خبرداری رسولی دی.

هغې د جنورۍ پر ۱۱مه پر ټوېټر ليکلي چې طالبان باید د ښځو پر ضد "خپل شدید کمپاین پای ته ورسوي."

نوموړې زیاته کړې چې په دې اړه یې د نړۍ خبرداری د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته رسولی دی.

یوناما په بیان کې لیکلي، طالبان باید د ښځو پر زده کړو او کار لګول شوي بندیزونه لغوه کړي چې د افغانستان د بې ثباتۍ او بې وزلۍ ستونزه لا پراخه نه شي.

د جنورۍ پر ۱۱مه، په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستيال استازي مارکوس پوتزل هم د نجونو د تعلیم په تړاو د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت له مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره کتلي دي.

عباس ستانکزي تېره اوونۍ یوې غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې د طالبانو د مشر یوازې هغه فرمانونه باید عملي شي چې شرعي بنسټ ولري.

طالبانو د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې یې د نجونو لوړې زده کړې تر دویم اعلان پورې وځنډولې او په ناحکومتي ادارو کې یې ښځې له کاره منع کړې.

د طالبانو دا اقدامات له پراخ نړیوال غبرګون سره مخامخ شول خو هغوی تراوسه د نړیوالو پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG