د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په قبایلي سیمو کې به یوازې "هدفي عملیات" روان وي


د پاکستان قومي اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۴مه د تړلو دروازو شاته د ملک پر امنیتي حالاتو بحث وکړ. (انځور: ارشیف)
د پاکستان قومي اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۴مه د تړلو دروازو شاته د ملک پر امنیتي حالاتو بحث وکړ. (انځور: ارشیف)

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د بندو دروازو شاته د ملک پر روانو امنيتي حالاتو د بحث پر مهال پرېکړه شوې چې په قبايلي ضلعو کې به د وسله والو پرضد يوازې "هدفي عملیات" کيږي.

د اپرېل پر ۱۴مه د قومي اسمبلۍ د سپيکر راجه پروېز اشرف په مشرۍ کې شوې غونډه کې د پوځ لوړ پوړو چارواکو د د ملک سیاسي مشرتابه ته د امنیت پر موضوع معلومات وړاندې کړل.

د قومي اسمبلۍ د سیکرټیریټ د یوې خپرپاڼې له مخې ، د دې غونډې ایجنډا "د ملي امنیت پر اوسنیو مسایلو بحث" کول وو.

په غونډه کې وفاقي وزيرانو، د وزيراعظم سلاكارانو، د قومي اسمبلۍ غړیو او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په ګډون لوړ پوړو پوځي چارواکو ګډون وکړ.

په غونډه کې برخه لرونکي د قومي اسمبلۍ یو غړي د اپرېل پر ۱۴مه د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر او د استخباراتي ادارې اي ايس اي مشر جنرال ندیم انجم د امنيت په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وويل چې د قبايلي ضلعو ولس کې د وسله والو پرضد د نوو یا بشپړ عملیاتو خبره ناسمه ده خو زیاته کړې ي ده چې د وسله والو پرضد به روانو هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.


دا غونډه له هغه وروسته شوې چې د پاکستان د قومي سلامتۍ کمیټۍ تیره اونۍ له افغانستان سره پر پوله د وسله والو پرضد د عملیاتو پریکړه وکړه.

خو د شمالي او جنوبي وزیرستانونو استازو او ځنینو نورو د اپرېل پر ۱۳مه د اسمبلۍ د غونډې پر مهال د پوځي عملیاتو پر حکومتي پلان نیوکې وکړې او اندېښنې یې څرګندې کړې.

دوی غوښتنه کړې وه چې باید لومړی له هغو پوځي چارواکو سره احتساب وشي د چا د پریکړو له کبله چې ترهګري ډیره شوې ده.

د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ غونډې ته وویل چې په تېرو وختونو کې په عملیاتو کې ګڼ خلک کډوال شول او ښارونه وران شول خو ناامني ختمه نه شوه. ده وویل، د دې لامل دا دی چې د مسلې د هواري لپاره تګلاره واضحه نه ده.

د جنوبي وزیرستان استازو علي وزیر او مولانا جمال الدین او د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان هم ورته څرګندونې وکړې.

علي وزیر د اپرېل ۱۳مې غونډې ته په وینا کې وویل چې تر هغو چې هغه پخواني او اوسني پوځي او ملکي چارواکي و نه نیول شي چې قبایلي ضلعو ته یې، د ده په وینا، وسلوال بیا ستانه کړي، نو د پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.

له جنوبي وزیرستانه د قومي اسمبلۍ استازي علي وزیر مشال راډیو ته وویل چې په غونډه کې یې خپل دریځ وړاندې کړی چې د ده په وینا، وزیراعظم شهبازشریف یې ملاتړ کړی دی.

د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان هم اسمبلۍ ته د وینا پر مهال په وزیرستان کې د ممکنه عملیاتو د پرېکړه غندنه وکړه.

هغه وویل چې د وزیرستان ولس وار له مخه ځپل شوی دی او هلته دې د پوځي عملیاتو پر ځای هغوی ته باید د ژوند بنیادي اسانتیاوې ورکړل شي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې دا بحث په داسې مهال کې شوی چې د خیبر پښتونخوا د شمالي او جنوبي وزيرستانونو، باجوړ، خیبر، سوات، بنو او یوشمېر نورو برخو اوسېدونکي وايي چې په سیمو کې يې بيا وسلوال فعال شوي دي.

له دې پرته د پاکستان ترهګرۍ ضد ملي ادارې ( نېکټا) هم د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې ویلي ول چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د تحریک انصاف په مشرۍ له پخواني اېتلافي حکومت سره د مذاکراتو پر مهال "کافي قوت" وموند او خپلې کاروایۍ یې زیاتې کړې.

د وزيراعظم شهباز شريف سلاکار قمر الزمان کايره د اپرېل پر ۱۴مه یو شخصي ټیلي ویژن ته په مرکه کې وویل چې په غونډه کې د هيواد پر مسلو او د ترهګرۍ پر مخنیوي خبرې وشوې.

نوموړي زیاته کړې چې پر دغه مهال د پوځ مشر جنرال عاصم منير په خپله وینا کې هوډ څرګند کړ چې پوځ به د پارلیمان پریکړې عملي کوي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو د انسټیټیوټ له شمیرو سره سم ، د ۲۰۲۳م کال جنوري د ۲۰۱۸م کال له جولايي وروسته تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

یاد مرکز وايي چې د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ میاشت کې ۴۴ وسله وال بریدونه شوي چې له کبله یې ۱۳۴ کسان وژل شوي او نور ۲۵۴ ټپي شوي دي.

XS
SM
MD
LG