د لاسرسي ځای

تازه خبر

د يوناما او طالب چارواکي د ښځو تعليم او کار په اړه غږيدلي


په کابل کې يوه ښځه، يو طالب وسله وال ته ګوري - انځور د دیسمبر ۲۶مې دی
په کابل کې يوه ښځه، يو طالب وسله وال ته ګوري - انځور د دیسمبر ۲۶مې دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې سرپرست مشر د طالب چارواکو سره د ښځو د تعليم او کار په اړه خبرې کړې دي.

يوناما د جنورۍ په لومړۍ نېټه پر ټويټر ليکلي چې د دې ادارې، سرپرست مارکوس پوټزیل د طالبانو حکومت د رییس الوزرا مرستيال، عبدالسلام خنفي سره وکتل.

یوناما لیکلي په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار بندیز، له تعلیم او تحصیل د نجونو منع کول، په افغانستان کې په میلیونونو کسانو ته زیان اړوي او افغان سړیو، ښځو او ماشومانو ته د ضروري مرستو رسولو مخه نیسي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دیسمبر پر ۲۳مه، په غيرسرکاري ادارو کې پر ښځو د کار بندیز ولګاوه. تر هغه مخکې یې د نجونو لوړې زده کړې بندې کړې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG