د لاسرسي ځای

تازه خبر

نصیر احمد فایق: د دوحې غونډه کې د طالبانو پر رسمیت پېژندنه بحث نه کېږي


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق وايي چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو رسمیت پېژندنې په اړه بحث نه کېږي.

نوموړي د اپرېل پر ۲۲مه شپې مهال مشال رېډیو ته په استولي پیغام کې لیکلي، "په دې غونډه کې دا ډول بحث د مطرح کېدو وړ نه دی."

فایق دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد د اپرېل پر ۱۸مه د امریکا په پرېنسټن پوهنتون کې وویل چې په هغه نړیواله غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هم بحثونه کېږي. هغې ویلي ول نه‌ پوهېږي چې طالبان به په رسمیت وپېژندل شي او که نه، خو په وینا یې په دې اړه بحثونه باید پيل شي.

د غونډې جوړېدو تر اعلان وروسته یوشمېر سیاستوالانو او د بشري حقونو فعالانو پر هغه اقدام تنقید کړی وو.

په جېنیوا کې د افغانستان دایمي استازولي ویلي ول چې امینه محمد او د ملګرو ملتونو نور لوړپوړي چارواکي باید د سازمان د هغه منشور او ارزښتونو مسوولانه ساتنه وکړي چې په تېرو ۷۵ کلونو کې جوړ شوي، پراختیا یې موندلې او د یو سند په توګه د تطبیق وړ دي.

هغې استازولۍ د اپرېل پر ۲۰مه په ټوېټر په بیان کې وویل، "د افغانستان تاریخ د ۲۰۲۱ز د اګست له ۱۵مې څخه نه‌ دی پیل شوی. باید د افغانستان اوسنی غیر عادي حالت عادي و نه‌ ښوول شي."

پر هم هغه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وېدانت پټېل هم خبري غونډې ته وویل، "د دوحې د غونډې موخه هېڅکله د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه بحث نه‌ دی او په هغه غونډه کې هر ډول بحث چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه وي موږ ته هېڅکله د منلو نه‌ دی."

رویټرز خبري اژانس وايي، د مې پر لومړۍ او دویمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش په کوربه توب تر تړلو دروازو شا ته په غونډه کې د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

تر غبرګونونو وروسته د ملګرو ملتونو یو ویاند فرحان حق ټینګار وکړ چې د افغانستان په اړه د هغه سازمان په غونډه کې به په رسمیت د طالبانو د سرپرست حکومت پېژندلو پر موضوع تمرکز و نه شي.

حق د اپرېل پر ۲۰مه په نیو یارک کې خبریالانو ته وویل چې په هغه غونډه کې د طالبانو د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو پر موضوع تمرکز نه کېږي او په دې اړه هر ابهام باید لېري شي.

نوموړي زیاته کړه چې په غونډه کې به بحث په افغانستان کې د اوسنیو ننګونو د هواري لپاره واحدې اجماع ته د رسېدو شاوخوا څرخي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته داخل شول او د افغانستان جمهوري حکومت یې ړنګ کړ. تر دې وروسته طالبانو هلته سرپرست حکومت اعلان کړ خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالب چارواکي هڅه کوي چې هېوادونه یې پر رسمیت وپیژني خو حکومت يې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر تعليم او کار د بنديز له امله د نړيوالو له نيوکو او فشارونو سره مخامخ دی.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم او همداراز په غيرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. ښځو ته د جبري مخ پټولو او له کوره له محرم پرته د نه وتلو امر هم شوی دی. طالبانو د اپرېل پر پينځمه د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د افغان مېرمنو پر کار بندیز عملي کړی دی.

د اپرېل پر ۱۸مه ملګرو ملتونه وویل چې که طالبان افغان ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي نو چمتو دي چې په مې میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو "زړه ماتونکې" پرېکړه وکړي.

خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي‌ او وايي چې د "شریعت په چوکاټ" کې یې ښځو ته حقونه ورکړي دي او دا چې هغوی ته د تعلیم او کار د اجازې پر مېکانېزم کار کوي.

XS
SM
MD
LG