د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند، روسیې او پاکستان د ټولشموله افغان حکومت غوښتنه وکړه


 شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د مې پر څلورمه او پنځمه د هند په ګووا کې غونډه وکړه.
شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د مې پر څلورمه او پنځمه د هند په ګووا کې غونډه وکړه.

د هند، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د مې پر پنځمه په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړیدو ټینګار کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس وایي، وزیرانو د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې په افغانستان کې د ښځو حقونو پر ساتنه هم تاکید وکړ. د سازمان هغه غونډه د مې پر څلورمه او پنځمه د هند په ګووا ایالت کې جوړه شوې وه.

د هند د بهرنیو چارو زیر اېس جی شنکر په هغې ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضیعت د هغوی په پام کې دی. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ هڅه باید وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د مې له پنځمې د پاکستان په څلور ورځني سفر دا مهال په اسلام اباد کې دی.

د پاکستان سرکاري راډیو د مې پر پنځمه په خپله وېبپاڼه لیکلي، پاکستان ته د امیرخان متقي د سفر پر مهال به دواړه لوري په تجارتي، سیاسي او اقتصادي اړیکو باندې سره خبرې وکړي. همدارنګه د تعلیم په څانګه کې به هم په دوه اړخیزو چارو نظر واچول شي.

د وزارت په بیانیه کې د دې سفر موخه د سیاسي او سوادګریزو اړیکه پراختیا ښودل شوې ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل ویلي، متقي به د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي.

هغه وویل چې د سفر پر مهال به د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخيزه سياسي او تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ په اړه هم خبرې وشي.

پاکستان ته د امیرخان متقي سفر وروسته له هغې ترسره کیږي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندېزونو کمیټې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون لپاره نوموړي ته د سفر اجازه ورکړه.

د ځينو نورو طالب چارواکو په څير، متقي هم له یوې مودې راهیسې د ملګرو ملتونو له خوا د سفر تر بندیز لاندې دی. خو نوموړی ځيني سفرونه کولی شي او په تېرو وختونو کې هغه قطر او ځينو نورو هېوادونو ته تللی دی.

طالب وسلوالو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه، په زور د افغانستان حکومت ونيو. ملګرو ملتونو پر هغوی د وسلوال فعاليت له وجي بنديزونه لګولي ول. دا بندیزونه سفري‌هم ول چې د طالبانو حکومت تر جوړېدو وروسته یې ځکه دوام وکړ چې طالبانو د نړيوالو پر غوښتنو سربېره هم پر ښځو ځينې لګولې بنديزونه لیرې نه کړل.

طالبانو څو ځلې غوښتنه کړې چې پر دوی دې سفري بندیزونه نرم شي خو ملګرو ملتونو داسې نه دي‌کړي.

XS
SM
MD
LG