د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي له وسلوالو سره د ریاست واک ته له تسليمېدو پرته بله لار نشته


د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير د اګست پراوومه په پېښور کې له قبايلي مشرانو سره په غوڼده کې ناست دی.
د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير د اګست پراوومه په پېښور کې له قبايلي مشرانو سره په غوڼده کې ناست دی.

د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير د خيبر پښتونخوا د قبايلي سيمو له مشرانو سره په خبرو کې ويلي‌ چې وسلوال غواړي د سولې مذاکرات بیا پيل شي خو په وينا یې داسې به نه کېږي.

د پوځ د يوې خبرپاڼې ترمخه، جنرال منير د اګست پر اوومه د پېښور په بالاحصار کې د سرحدي ځواکونو په مرکزي قوماندانۍ کې د خيبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو له ځينو مشرانو سره وکتل. په خبرپاڼه کې د جنرال عاصم منير له خولې ويل شوي چې وسلوال د بریدونو په زیاتولو سره کوښښ کوي چې ریاست له هغوی سره مذاکرات وکړي خو په وينا یې داسې به نه کوي.

نوموړي زياته کړې: "وسلوال د ترهګرو بریدونو په زیاتولو سره غواړي چې د جوړجاړي لپاره د مذاکراتو بهير بیا پيل شي. خو له دوی سره يوازې دا لار پاتې ده چې د ریاست واک و اختيار ومني. که داسې نه کوي نو له مينځه به يووړل شي."

تر اوسه تحريک طالبان پاکستان د جنرال منير د تازه بیان په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو په تېر وخت کې یې د پاکستاني ریاست له استازو سره مذاکرات کړي دي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پخواني حکومت د ۲۰۲۱ز کال په وروستيو کې د هغه مهال د پوځ له مشرتابه سره په سلا له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي‌ پي) سره په کابل کې خبرې کړې وې چې منځګړتوب یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کړی وو.

په څو پړاوونو کې شویو هغو مذاکراتو کې ځينې سیاسي او قبایلي مشرانو هم ګډون درلود چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۲ز کال په مې کې د پاکستان او ټي ټي پي ترمينځ اوربند وشو. خو د همغه کال په نومبر کې تحریک طالبان پاکستان اعلان وکړ چې د پاکستان پوځ د دوی پر وسلوالو بریدونه کوي نو ځکه دا اوربند ختموي. تر هغه وروسته، دې ډلې په خیبر پښتونخوا کې حملې زیاتې کړې دي.

پاکستاني چارواکو په بیا بیا ويلي‌چې دغو مذاکراتو تحريک طالبان پاکستان او نورې وسلوالې ډلې نورې قوي کړي. د خيبر پښتونخوا پولیسو ويلي چې وسلوالو ته جدیدې وسلې په لاس ورغلي‌ چې په وروستيو حملو کې یې کاروي.

جنرال عاصم منير د اګست پر اوومه په پېښور کې د پښتنو د قبايلي سيمو له مشرانو سره په خبرو کې دا ادعا هم کړې ده چې په افغانستان کې د وسلوالو خوندي ځایونه د ناامنۍ د پراخېدو سبب دي. د پوځ په خبرپاڼه کې د جنرال منير دا ادعا هم راخیستل شوې چې وايي په پاکستان کې په بريدونو کې د افغان وګړو ښکېلتيا د سیمه ييزې سولې لپاره ښه نه ده.

تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو تور پورې کړی وو چې له افغانستانه، وسلوال ورځي او هلته حملې کوي. خو تحريک طالبان پاکستان د اګست پر شپږمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دوی له قبايلي سيمو فعالیت کوي. دې ډلې ادعا کړې وه چې د پاکستان چارواکي د خپلو ناکاميو پټولو لپاره پر افغانستان پړه اچوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي هم ويلي چې افغان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. هغه تېره اوونۍ له العربیه ټېلېويژن سره په مرکه کې ويلي چې سیمه ييز امنيت ته ژمن دی. تر دې مخکې نوموړي پر پاکستان غږ کړی وو چې له تحريک طالبان پاکستان سره دې جګړه د خبرو له لارې ختمه او مذاکرات دې وکړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزير ملا محمد يعقوب د اګست پر شپږمه په کابل کې په يوه غونډه کې وويل چې طالبان بايد بل هېواد ته د جګړو کولو لپاره ولاړ نه شي. هغه زیاته کړې وه چې "طالبان دې د جګړې کولو شخصي خواهش له کبله د طالبانو حکومت ته زیان نه رسوي او چيلېنجونه دې نه ورته پيدا کوي."

XS
SM
MD
LG