د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټر مشتاق: په وزیرستان کې د پوځ په موجودګي کې ترهګري ولې ده؟


سېنېټر مشتاق احمد خان د جون پر ۱۲مه په میرامشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت ته ورغلی وو. (انځور: ارشیف)
سېنېټر مشتاق احمد خان د جون پر ۱۲مه په میرامشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت ته ورغلی وو. (انځور: ارشیف)

د جماعت اسلامي مرکزي مخکښ‌ او سېنېټر مشتاق احمد خان وايي، د پوځ او پولیسو په موجودګي کې په وزیرستان کې ناامني‌ ولې ده؟

سېنېټر مشتاق احمد خان دا خبرې د جون پر ۱۲مه په میرامشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شویو غړو د خوشي کولو لپاره روان پرلت ته په وینا کې کړې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو نیول شویو غړو خوشي‌کولو لپاره د شمالي‌وزیرستان په میرامشاه کې پرلت پرلت جاري ساتلی دی.

دا پرلت لومړی شپږ ورځې په میرلي څلور لاره کې روان وو او بیا د جون پر نهمه په میرامشاه کې د پریس کلب مخې ته انتقال شو.

سېنېټر مشتاق احمد خان پرلت ته په وینا کې وویل چې "د غورځنګ غړي ریاستي ادارو اغوا کړي او لادرکه کړي دي.

سېنېټر مشتاق احمد خان پوښتنه راپورته کړه چې په وزیرستان کې پوځ دی، پولیس دي، انتظامیه او استخباراتي ادارې دي او له افغانستان سره پر پوله ازغن تار لګېدلی، نو بیا ولې بهته خوري ده، ولې هدفي وژنې دي، ولې ترهګري ده؟

نوموړي‌ پر دې مهال وویل چې د ده په وینا، دا ټوله د ریاست ناکامي ده. هغه زیاته کړه چې حکومت دې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي‌ پرېږدي‌ او د امن پر ځای کولو لپاره دې کردار ادا کړي.



په پرلت کې ناست د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي‌ یحیا وزیر مشال راډیو ته وویل انتظامیې تراوسه هیڅ سنجېدګي نده ښودلې او د نیول شویو کسانو په اړه هیڅ ځواب نه وايي.

د پښتون ژغورنې غوځنګ له خوا د جون له درېیمې روان احتجاج په اړه پولیسو او ځايي‌ انتظامیې تراوسه څه نه دي ویلي.

پولیسو لا په دغه اړه څه نه دي ویلي خو په میرام شاه کې ځیني پوځي چارواکیو څو ورځې وړاندې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو چې د نیول شویو څخه یو شاکر خان نومي ځوان چې د ګردې یا پښتورګو ناروغه وو، او یو بل غړې خوشي شوي او پاتې درې کسانو له قانونه سرغړونه کړې نو د پلټنو وروستو به خوشي کولی شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو په وینا د مې په ۳۰مه نیټه په سیدګۍ امنیتي پوسته پوځ د دوی ملګري عید رحمان وزیر، جلال خان او زاکیم وزیر نیولي دي.

امنیتي سرتېرو تر دې مخکې د مې پر ۱۹مه هم عید رحمان وزیر نیولی وو چې تر څو ساعتونو وروسته یې خوشې کړ.

مظاهره چیان وايي چې د خپلو ملګرو تر خوشې کېدو احتجاج ته دوام ورکوي. دوی وايي، نیول شوي ملګري دې یې خوشې شي، یا دې پولیسو ته ورکړي او یا دې هم عدالت ته وړاندې کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې عید رحمان وزیر او د غورځنګ د یوه مخکښ مشر علي وزیر په ګډون یوشمېر فعالان چې د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د خړ کمر په پېښه کې د وژل شویو په یاد غونډې ته روان ول نو په میرامشا کې یې له امنیتي سرتېرو سره لفظي شخړه شوې وه.

د هغې پېښې یوه ویډیو هم پر ټولنیزو شبکو خپره شوې وه چې پکې عید رحمان وزیر ښکاري چې له یوه سرتېري سره تود بحث کوي.

د غورځنګ په وینا، امنیتي سرتېرو د مې پر ۲۵مه د پي ټي اېم غړو مخه نیولې وه او ورته یې دته خېلو ته د تګ اجازه نه ورکوله چې په غبرګون کې یې هلته فعالانو احتجاج وکړ.

د شمالي وزیرستان ملکي او پوځي چارواکو د هغې پېښې په اړه رسما څه نه دي ویلي خو مشال راډیو ته د پوځ یو چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط وویل چې سرتېرو د غورځنګ لار نه وه نیولې خو فعالانو پر پوسته د تېرېدو په مهال له قانونه سرغړونه کړې وه.

هغه دا ونه ویل چې څه ډول سرغړونه یې کړې وه او ولې یې نیول شوي کسان تراوسه پولیسو ته نه دي سپارلي او یا هم عدالت ته یې نه دي وړاندې کړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸ز کال کې له جوړېدو راهیسې د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د مدني او بشري حقونو لپاره احتجاجونه، جلسې، لاریونونه او غونډې کوي او وايي، ټولې هلې ځلې یې د پاکستان له ایین او قانون سره سمې دي.

په تېرو وختونو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او پلویان نیول شوي چې وروسته په ضمانت خوشې شوي دي. داراز، د غورځنګ یو مخکښ حنیف پښتین له تېرو نېږدې څلورو کلونو راهیسې د بنو په جېل کې دی.

پي ټي اېم وايي، پر ګرفتاریو سربېره د پښتنو د مدني او بشري حقونو لپاره سوله ییزې او قانوني مبارزې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG