د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت پټې خبرې له کومو وسله والو ډلو سره روانې دي؟


په سوات وادۍ کې وسله وال طالبان. ۲۰۰۹ز کال د اپرېل ۲۴مه
په سوات وادۍ کې وسله وال طالبان. ۲۰۰۹ز کال د اپرېل ۲۴مه

د نومبر پر ۱۰مه نېټه د پاکستان تحریک انصاف د حکومت او د ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان لخوا په خپاره شوو بیانونو کې ويل شوي چې تر يوې میاشتې پورې پر اوربند او د مذاکراتي ډلو په جوړولو اتفاق شوی دی.

د افغان طالبانو په مینځګړتوب د خبرو اترو په اړه ويل شوي چې د پاکستان د آیین او قانون په چوکاټ کې به دننه کېږي

که څه هم د پاکستاني حکومت سره د ډزبندۍ او د خبرو اترو د شروع کولو په اړه بیان د تحریک طالبان پاکستان د ویاند محمد خراساني لخوا خپور شوی خو پوښتنه دا ده چې آیا دا ډله د هغو يوشمیر نورو وسله والو ډلو هم نمايندګي کوي چې په پاکستان کې په مختلفو نومونو د پر تشدده کاروایانو ذمه واري اخلي.

لکه د بېلګې په توګه په ۲۰۱۳م کال کې د پيښور په کوهاټۍ کې د عيسویانو په کليسا د شوي برید ذمه واري جند الحفصا او جند الله ډلې په ګډه قبوله کړې وه دا راز په بېلا بېلو وختونو کې د تحریک طالبان سوات، تحریک طالبان محسود، بدر منصور، الفرقان، المختار، الخروج، العزام بريګيډ، ايشن ټايګرز، القتال، اتحاد المجاهدون خراسان او په یوشمېر نورو نومونو د تر سره شوو بریدونو ذمه واري اخیستل شوې ده.

د نومبر په ۱۰مه په اسلام اباد کې د سیاسی ګوندونو پارلیماني مشرانو ته د دې مذاکراتو په اړه د پټو دروازو شا ته د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه او د پوځي استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرل فیض حمید صورتحال بیان کړو. په دغه غونډه کې د عوامي نيشنل ګوند پارلیماني مشر امیر حيدر خان هوتي هم ګډون درلودو د نومبر په يولسمه مو له نوموړي وپوښتل چې دوی ته په دغه غونډه کې دا وويل شول چې تحریک طالبان پاکستان د هغو نورو وسله والو ډلو هم نمایندګي کوي چې په هغه هېواد کې د تشدد په کاروایانو کې ککړې دي نو نوموړي وويل: ((له بده مرغه په افغان خاوره ګڼ شمېر وسله والې ډلې فعالیتونه کوي، باوجود د دې نه چې دا مهال افغان طالبان په اقتدار کې دي خو کله نه چې هغوی په واک کې راغلي دي نو هلته ډېرې لويې لويې پېښې وشوې او ډېر بې ګناه ولس پکې ووژل شول، د پاکستان د حکومت رابطه صرف د تحریک طالبان پاکستان پورې محدود ده، ویل کېږي چې په دغه ډله کې درې مختلفې ډلې دي، زما د مالوماتو له مخه دا رابطه دغو دریو ډلو سره ده، او په دې کې داعش او یا القاعده ډله شامله نه ده.))

د خیبر پښتونخوا له پخواني اعلا وزیر حیدر هوتي سره په لاندې لینک کې بشپړه مرکه اورېدلای شئ

له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په باب له پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ۲۰۲۰ م کال په اګست کې د پاکستاني طالبانو لخوا جاري شوي یو عکس سره شریک بیان دعوه شوې وه چې د دوو بېلو شوو ډلو جماعت الاحرار او حزب الحرار سره د دوی خبرې اترې بریالۍ شوې او د دغو ډلو مشرانو د تحریک طالبان پاکستان د مشر مفتي ابو منصور عاصم چې د نور ولي محسود په نامه هم پيژندل کېږي سره بیعت وکړو خو په پېښور کې د جيو ټيلي ويژن خبریال رسول داوړ وایي چې په ۲۰۲۰ز کال کې تحریک طالبان پاکستان ډلې له دې دوو علاوه يوشمېر نورې ناراضه ډلې هم له ځان سره ضم کړي دي.

((تحریک طالبان پاکستان چې ړومبۍ د بیت الله محسود کاروان وو، د حکيم الله محسود تر مشرۍ پورې په دغه ډله کې څه اختلاف نه وو، خو د حکیم الله محسود له وژنې پس په ۲۰۱۴م کال کې د ضرب عضب عملیاتو پر مهال دا ډله په بېلو بېلو ډلو کې وویشل شوه ، په دغه کې لويه ډله جماعت الاحرار وه ، بیا هغه ډله هم تقسیم شوه او په ۲۰۱۷م کال کې عمر خالد خراساني د حزب الحرار په نامه بله ډله جوړه کړه، خو د اګست په ۲۰۲۰م کال کې دا ډلې بیا رايوځای کېدل شروع شول او په ټي ټي پي کې ضم شوې، دې کې لشکر جهنګوي، حکیم الله کاروان، شهر یار محسود ډله او د شمالی وزیرستان د علیم خان کاروان هم پکې شامل شو نو ټولې ناراضه ډلې یوځای شوې، یوشمېر نورې ډلې هم وې چې دومره مشهورې نه وې، هغوی هم ټي ټي پی کې شامل شول.))

د پاکستان د داخله چارو د وزارت د ترهګرۍ ضد د ادارې نيکټا له مخې په هغه هېواد کې یواتیا (۸۱) ډلې ناقانونه ګرځول شوي دي چې زیاته برخه يې وسله والې ډلې دي. پوښتنه دا ده چې دا مهال په دغو ناقانونه ګرځول شوو وسله والو ډلو کې د څومره ډلو په نمایندګۍ به تحریک طالبان پاکستان د حکومت سره خبرې کوي. په اسلام اباد کې د امریکايي ټيلي ويژن سي اين اين خبریال سلیم محسود وايي:

((د خيبر قبايلي ضلعې د منګل باغ د لشکر اسلام وسله والې ډلې په اړه ویل کېږي چې له تحریک طالبان سره شامله نه ده او د شمالي وزیرستان د حافظ ګل بهادر وسله واله ډله ځان له حیثيت لري، ځکه چې ړومبۍ د حافظ ګل بهادر ډلې د اکتوبر د ړومبۍ نه تر ۲۰مې پورې حکومت سره د ډزبندۍ اعلان کړی وو، خو بیا مالومه نه شوه چې آیا هغه د ډزبندۍ موده نوره وغځېده او که نه، خو د افغانستان د امارت اسلامي سره د دغه ډلې ښه تعلقات دي.))

یوه حکومتي وزیر د نوم نه ښودلو په شرط د نومبر په یوولسمه مشال راډيو ته وويل چې دا مذاکرات د دولسو وسله والو ډلو سره کېږي خو د واکمن پاکستان تحریک انصاف د اتحادي بلوچستان عوامي ګوند په سینټ کې پارلیماني مشر انوارلحق کاکړ د نومبر په لسمه د پارلیماني مشرانو هغه غونډه کې موجود وو چې ورته د پاکستاني پوځ مشرانو تحریک طالبان پاکستان سره د رابطو په اړه بریفنګ ورکولو. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې له وسله والو طالبانو سره مخکې هم حکومتونو خبرې اترې کړي او لوظنامو ته رسېدلي خو بیا هم په هېواد کې د تشدد خاتمه نه ده شوې. د ده په خبره دا ځل ثالث او طریقه کار د نورو مذاکراتو نه مختلف د ي.

((خبرې اترې له ټولو ډلو سره روانې دي، زه دا نه وايم چې د دې مذاکراتو نتيجه به د حکومت او یا ولس په حق کې مثبته راوځي او یا به منفي وي، خو ډېر په منظم انداز سره د باجوړ ډلې، د وزیرستان ډلې او د مفتي نور ولي ډلې سره دا مذاکرات روان دي. مخکې شايد مذاکرات په اورکزو کې به بېل کېدل، په ملاکنډ کې بېل او په وزیرستان کې بېل، خو دا وار درې واړو ډلو سره پر یوځای خبرې روانې دي، ما ته په مخکینیو او اوسنیو مذاکراتو کې دا یو فرق ښکاري.))

د ملګرو ملتونو امنيت شورا لپاره د روان کال د جولای په میاشت کې جوړ کړل شوي د يو راپور له مخې د ۲۰۱۹ز کال له دسمبره د ۲۰۲۰ز کال تر اګست میاشتې موده کې په افغانستان کې د ټي ټي پي او د نورو وسله والو ډلو ترمینځ یوځل بیا اتحاد شوی دی. په دغو رايوځای شویو ډلو کې شهر یار محسود ډله، جماعت الاحرار، حزب الاحرار، امجد فاروقي ډله او د عثمان سیف الله په نامه هغه ډله شامله ده چې مخکې يې د لشکر جهنګوي په نامه فعاليت کاوه. د راپور له مخې القاعده ډلې د دوی ترمینځ جوړجاړی کړی دی.

په راپور کې راغلي چې د روان ۲۰۲۱ز کال د جنورې په ۲۸مه د افغانستان د ننګرهار په نازیانو سيمه کې د لشکر اسلام وسله والې ډلې د مشر منګل باغ له وژنې پس پاکستاني طالبانو د هغه په مرګ غمرازي وښوده او د لشکر اسلام له نوي مشر ځلا خان اپرېدي یې له طالبانو سره د يوځای کېدو غوښتنه وکړه.

راپور زیاتوي چې د دغو وړو وړو ډلو له شموليت سره تحریک طالبان پاکستان چې د ۲۰۱۸ز کال له جون میاشتې راهیسې يې مشري نور ولي محسود کوي لا نور پیاوړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG