د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت ناامني څنګه ختمولای شي؟


د پاکستان پوځیانو ګاډي د ۲۰۱۴ز کال د جون پر ۱۹مه د عملیاتو لپاره د شمالي وزیرستان پر لوري روان دي.
د پاکستان پوځیانو ګاډي د ۲۰۱۴ز کال د جون پر ۱۹مه د عملیاتو لپاره د شمالي وزیرستان پر لوري روان دي.

د خیبر پښتونخوا د شمالي او جنوبي وزيرستانونو، باجوړ، خیبر، سوات، بنو او یوشمېر نورو برخو اوسېدونکي وايي چې په سیمو کې يې بيا وسلوال فعال شوي دي.

وسلواله ډله تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ادعا کوي چې يوازې په مارچ مياشت کې يې په خیبر پښتونخوا کې ۳۹ او بلوچستان کې درې حملې کړې دي چې په وینا یې پکې ۵۸ کسان وژل شوي دي خو د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه په هغه موده کې په دواړو صوبو کې د ټولو بريدوونو شمېر ۱۰ ښيي.

بلخوا د اپرېل پر اوومه د پاکستان وفاقي حکومت د وسلوالو ډلو پرضد د کوټلو عملیاتو کولو منظوري ورکړه خو دا یې نه دي ویلي چې دا عملیات به، کله، چېرې او څنګه کېږي؟

په عین وخت کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې خلکو د پاڅونونو له لارې حکومت ته ویلي دي چې دوی په خپلو سيمو کې نور پوځي عمليات نه مني.

دوی وايي مخکې یې هم په سيمو کې پوځي عمليات شوي خو پر هغې سربېره وسلوالو سرپورته کړی دی او بریدونو ته یې دوام ورکړی دی.

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان هم د اپرېل پر ۱۰مه وويل چې له لسيزو راهيسې له وسلوالو سره شویو حکومتي خبرو او پوځي عملياتو ګټه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزيرستان، ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزيرستان او سوات او په خیبر کې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۶ز کاله یوشمېر ځلې د وسلوالو پرضد عمليات شوي دي. له دې پرته په باجوړ ، مومندو او د خیبر پښتونخوا په نورو يوشمېر سيمو کې هم پوځي عمليات شوي دي.

د دې عملياتو په نتيجه کې مېلیونونه وګړي بې کوره شوي او حکومتي شمېرې ښيې چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په ترهګرۍ ضد جنګ کې څه باندې ۷۰،۰۰۰ پاکستانيان وژل شوي دي.

پوځ هر وار تر عملياتو وروسته ادعا کړې چې سيمه يې له وسلوالو پاکه کړې او د هغوی ملا يې ماته کړې. خو پر دې سربېره حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې وسلوال فعالیتونه زیات شوي دي. د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډه پور د مارچ پر اوومه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو په اړه خبري غونډې ته وویل، تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ز کال وروسته په ۲۰۲۲ز کال کې هلته د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ویلي چې د وسلوالو لاسونو ته "جدیده وسله" ورغلې او همدا لامل دی چې هغوی په ۲۰۲۲ز کال کې پر پولیسو د شپې مهال حملې وکړای شوې.

ایا په خیبر پښتونخوا کې تازه پوځي عملیات کېدونکي دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:50 0:00

دا چې اوسمهال حکومت یو ځل بیا د عملیاتو خبره کوي خو ګوندونو او ولسي وګړو یې مخالفت کړی دی، نو پوښتنه دا چې اسلام اباد باید په دایمي ډول د وسلوالو د ځپلو لپاره څه وکړي؟

د دې په ځواب کې په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه عامر رانا د اپرېل په ۱۲ مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت ته په کار دي چې په کابل کې د طالبانو له حکومت سره په ډاګه مذاکرات وکړي او ورته وايي چې تحريک طالبان پاکستان ډله په پاکستان کې له بريدونو منع کړي. "کابل ته د يو یا دوو سفرونو یا پټ په پټه [له افغان طالبانو سره] په خبرو کولو مسلې نه حل کېږي. دویمه دا چې د وسلوالو د مرکزونو ختمولو لپاره د هدفي عملياتو دايره غځول په کار دي خو [پراخ او] بشپړ عمليات يا له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې د مسلې حل نه دی."

نوموړي وویل چې که حکومت غواړي چې تحريک طالبان پاکستان ختم شي نو له افغان طالبانو سره به خبرې کوې، له ټي ټي پي سره به يې نه کوی.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان تر واکمنېدو یوشمېر میاشتې وروسته د ټي ټي پي او اسلام اباد ترمینځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړ چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمینځ اوربندونه وشول چې وروستی هغه یې د ۲۰۲۲ز کال تر نومبره برقرار وو خو پر هغې سربېره په پاکستان کې حملې روانې وې.

د طالبانو حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي. د هغوی حکومت داراز، دا تور هم رد کړی دی چې وسلوالې ډلې یې د خاورې په استعمالولو په پاکستان کې حملې کوي.

بلخوا د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم څانګې استاد سيد عرفان اشرف بيا وايي، که پاکستان غواړي چې "ترهګري" ختمه کړي نو خپلې تګلارې به بدلوي.

نوموړی وايي، افغان طالبانو پاکستانيو طالبانو ته پټنځايونه ورکړي خو پر دې سربېره پاکستان غواړي چې په افغانستان کې دې د طالبانو حکومت برقرار وي.

عرفان اشرف د اپرېل پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې پاکستان اوس هم په افغانستان کې د خپلې ستراتیژيکې ژورتيا او د جنګونو پر سر له نړيوالو د پیسو ترلاسه کولو پاليسيو ته دوام ورکړی دی. "پاکستان ته په ترهګرۍ ضد جنګ کې ۳۳ اربه ډالره مېلاو شوي. تر دې مخکې په افغان جهاد کې پاکستان ته وړومبی ۳.۲ او بيا ۲.۳ اربه ډالره ورکړل شوي. نو په دې ۴۰ کلونو کې د پاکستان اقتصاد 'په جنګ ولاړ اقتصاد' ګرځېدلی."

عرفان اشرف خبرداری ورکوي چې که پاکستان خپلې تګلارې ته دوام ورکړي نو ان په هېواد کې د کورنۍ جګړې خطر دی ځکه چې د ده په خبره ، د سوات او قبایلي سیمو اوسېدونکو دا ځل د پاڅونونو له لارې حکومت ته واضحه پېغام ورکړی چې نور "مصنوعي او د پیسو لپاره جنګونه" نه مني او مزاحمت به یې کوي.

ياده دې وي چې پاکستان په وار وار وېلي دي چې خپلې پاليسۍ يې بدلې کړې دي او د ټولو وسلوالو ضد بې توپیره عمليات کوي او لسګونه وسلوال یې وژلي دي. اسلام اباد دا هم وايي چې په وسلوالو بریدونو او نښتو کې یې سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG