د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۵۴ ته رسېدلی دی


د باجوړ په خار کې د جولای پر ۳۰مه په چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.
د باجوړ په خار کې د جولای پر ۳۰مه په چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په خار تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې د ضلعي غونډې پر مهال په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۵۴ ته لوړ شوی دی.

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو يوه لوړ پوړي چارواکي شوکت عباس د جولای پر ۳۱مه په پېښور کې خبريالانو ته د هغې پېښې په اړه معلومات ورکړه.

د چارواکو په وينا، د باجوړ د خار تحصيل په شنډۍ موړ کې د جولای پر ۳۰مه مازیګر شاوخوا پینځه بجې په چاودنه کې تر ۱۰۰ زیات کسان ژوبل هم دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د عباس په حواله ويلي، د پوليسو معلومات ښيي چې د باجوړ چاودنه د يوې ځانمرګې حملې په نتيجه کې شوې چې له ۱۰ نيولې تر ۱۲ کيلوګرامه پورې بارودي مواد پکې کارول شوي ول.

اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې خراسان څانګې په باجوړ کې د برید ذمه واري منلې ده. د هغې ناقانونه ډلې د خبرونو او رسنیو څانګې اعماق د جولای پر ۳۱مه په بیان کې ویلي دي چې ځانمرګي بریدګر یې په خار کې د غونډې پر مهال چاودنه وکړه. يادې ډلې پر خپل ټېليګرام د ځانمرګي بريګر عکس هم خپور کړی دی.

د ځایي ولس او چارواکو په خبره، په چاودنه کې زیاتره وژل شوي د جولای ۳۰مې پر ماخوستن او د جولای پر ۳۱مه په خپلو پلرنیو هدیرو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

په چاودنه کې ژوبل شوي عبدالحنان مشال راډیو ته د پېښې د سترګو ليدلې حال داسې بیان کړ.

''چی موږ لاړو نو جلسه شروع وه، له سټېج سره نېږدې خلک ډېر ناست ول، موږ له سټېج سره داسې شپږ [یا] اووه ګزه نېږدې ناست وو. په دې وخت کې بیانات [روان] ول چی د [جمیعت علمای اسلام ف] د باجوړ مشر مولانا عبدالرشید راغی [او موږ یې] د استقبال لپاره پاڅېدلو، نعرې وهل شروع شوې او هم دغه وخت زوروره چاودنه وشوه، بیا ما ته پته و نه لګېده. زه خپله هم زخمي وم، داسې یو منټ پس چی ما حالات وکتل، نو ډېر په بد حال خلک پراته ول.''

هغې غونډې ته له باجوړه علاوه د نورو سیمو لکه له پېښور او اسلام اباده هم د ګوند یوشمېر مشران او پارلېماني غړي وربلل شوي ول نو ځکه ورته د باجوړ ګڼ کارکوونکي هم ورغلي ول.

د باجوړ په خار کې د جولای پر ۳۰مه په چاودنه کې تر ۱۰۰ زيات کسان ژوبل شوي دي. د جولای ۳۰مې انځور.
د باجوړ په خار کې د جولای پر ۳۰مه په چاودنه کې تر ۱۰۰ زيات کسان ژوبل شوي دي. د جولای ۳۰مې انځور.

د باجوړ ځایي خبریال بلال یاسر وايي، په وژل شویو او ژوبلو کې د یوې کورنۍ غړي هم شامل دي. ''د مېنې (ماموندو تحصیل) د زر باچا خان دوه ورېرونه وژل شوي. د جمعیت علمای اسلام (ف) ضلعي ترجمان حاجي مجاهد او د هغه ځوان زوی ضیاالدین هم وژل شوي. د تڼي (ماموندو تحصیل) د جومات د پېش امام یو ورور، یو خوریی او یو یې د ماما زوی وژل شوی. دلته خو له ډېر وخت راهیسې هدفي وژنې او بمي چاودنې کېږي خو دې پېښې ټول باجوړ په غم ککړ کړ.''

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف، د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي او د نورو سیاسي ډلو مشرانو پېښه غندلې او د خیبر پښتونخوا نګران وزیراعلا اعظم خان یې د پلټنو امر کړی.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم چاودنه غندلې ده. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای پر ۳۰ پر اېکس چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، ولیکل چې "هغه ډول جنایات د توجیه وړ نه دي."

باجوړ د ابادۍ له پلوه تر ټولو لویه قبایلي ضلع ده چې د افغانستان له کونړ ولایت سره ګډه پوله لري. هلته په ۲۰۲۲ز کال کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې وې چې پرضد یې پراخې مظاهرې، پرلتونه او جرګې وشوې.

په باجوړ کې په ۲۰۰۸ز کال کې پوځي عملیات شوي ول او وروسته پوځ سیمه له وسلوالو پاکه اعلان کړې وه چې تر هغې وروسته ګڼې بې کوره شوې کورنۍ خپلو کلیو او کورونو ته ستنې شوې.

XS
SM
MD
LG