د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ هرنايي کې د ناامنۍ پرضد د اقداماتو غوښتنه کړې ده


د جولای پر ۳۰مه د هرنايي جلسې ته ګڼ فعالان او د سیمې اوسېدونکي ورغلي ول.
د جولای پر ۳۰مه د هرنايي جلسې ته ګڼ فعالان او د سیمې اوسېدونکي ورغلي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه هرنايي کې د ناامنۍ او له خلکو څخه د باج اخیستو پرضد جلسه کړې ده او له حکومته یې غوښتي چې د امنیت لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.

د جولای ۳۰مې جلسې ته د پي ټي اېم د مشر منظور پښتین، په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزیر په ګډون یوشمېر مخکښه مشرانو ویناګانې وکړې او د سیمې ګڼ اوسېدونکي، فعالان او د پي ټي اېم پلویان ورغلي ول.

د غورځنګ مشر منظور پښتین جلسې ته په وینا کې وویل چې په هرنايي کې "تر ټولو لویه ستونزه د ناامنۍ او بته خورۍ (باج اخیستو) ده" چې حل یې اړین دی.

ده وویل چې په وروستیو میاشتو کې په هرنايي کې د سکرو کانونو پر کارکوونکو او پر ټرانسپورټرانو بریدونه شوي دي او پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

پښتین وویل، د ملېشې ځواک چې مالیه یا ټیکس اخلي نو بیا باید امنیت هم ټینګ کړي.

هرنايي د سکرو لویې زېرمې لري چې پکې وخت په وخت د ناامنۍ په پېښو کې د معدنیاتو له څانګې سره پر تړلیو کارکوونکو حملې شوې دي.

په هغه سیمه کې تر دې مخکې هم د ناامنۍ ضد مظاهرې او جلسې شوې دي.

د پي ټي اېم بل مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر هم د ناامنۍ ذکر وکړ او و یې ویل چې د هرنايي اوسېدونکي د خپلو وسایلو او په ځانګړي ډول د سکرو د کانونو واک نه لري.

د غورځنګ یو بل مخکښ مشر ملک مجید کاکړ تر جلسې وروسته مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه دې د خلکو د ژوند او مال ساتنه وکړي او د سپریم کورټ او د بلوچستان د حکومت له فیصلې سره سم دې د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې د ملېشې یا اېف سي ځواک غیر ضروري پوستې ختمې شي.

د بلوچستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښه مشرانو د څرګندونو او غوښتنو په اړه څه و نه ویل خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې امنیتي او استخباراتي ادارې له قانون سره سم کار کوي.

د بلوچستان حکومت او د پاکستان امنیتي ځواکونو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ویلي دي چې په ټوله صوبه کې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات کوي، د باج اخیستونکو پرضد کاروايي کوي او د خلکو د ژوند او مال د ساتنې هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG