د لاسرسي ځای

تازه خبر

امیر خان متقي وايي حکومت یې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي


وزیر امیر خان متقي (ښي لوري ته) د جولای پر ۲۰مه په کابل کې د افغانستان لپاره د پاکستان له استازي اصف دراني سره ولیدل.
وزیر امیر خان متقي (ښي لوري ته) د جولای پر ۲۰مه په کابل کې د افغانستان لپاره د پاکستان له استازي اصف دراني سره ولیدل.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي دي چې حکومت یې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جولای پر ۲۰مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کې وویل چې "افغانان هېڅکله چا ته ضرر نه رسوي. موږ نه پرېږدو چې خاوره مو د کوم هېواد خلاف وکارول شي او تل مو هڅه دا وي چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي."

د پاکستان حکومت په وینا، درانی د جولای پر ۱۹مه کابل ته ورغی چې هلته له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

نوموړی تر هغې وروسته کابل ته ولاړ چې د پاکستان حکومت او پوځ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر پټنځایونو اندېښنه وښوده او د طالبانو له حکومته یې د هغې وسلوالې ډلې پرضد د اقدام غوښتنه وکړه.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جولای پر ۱۵مه تور پورې کړ چې افغانستان د "یو ګاونډي هېواد په توګه خپل کردار نه ترسره کوي" او د طالبانو حکومت هلته "ترهګرو ته پټنځایونه" ورکړي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پټنځایونو پر موجودګۍ" او د هغې ډلې لپاره د "عملیاتو پر ازادۍ" د "سختې اندېښنې" څرګندونه وکړه.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې وویل چې د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د جولای پر ۱۴مه د کوټې چاوڼۍ ته سفر وکړ چې پر مهال یې ورته امنیتي چارواکو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې د ژوب د وروستي "ترهګر" برید په اړه معلومات ورکړل.

د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي ول چې په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د پوځ په وینا، په چاوڼۍ کې تر یوشمېر ساعتونو نښته او بیا تصفیوي عملیات روان ول. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.

د جولای پر ۱۴مه د ای اېس پي ار په بیان کې راغلي دي چې د پاکستان پوځ د طالبانو له حکومته تمه لري چې د افغانستان خاوره به د "هېڅ هېواد پرضد د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرې نه ږدي" او د ۲۰۲۰ز کال د دوحې موافقې ژمنې پوره کړي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې وسلوالو ته د پټنځایونو ورکولو په اړه د اصف او پوځ تورونه رد کړل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته په استولي غږیز بیان کې ویلي ول چې "طالبان د جنګونو له زیانونو خبر دي او نه غواړي چې بل چاته دغه زیانونه ورسوي."

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهېل شاهین هم په دې اړه د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دوی تل د دې وضاحت کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په تړون کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.

XS
SM
MD
LG