د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد وايي د طالبانو حکومت دې پاکستان کې د بریدونو پلانوونکو ضد اقدامات وکړي


په باجوړ کې د جلسې پر مهال په برید کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله واوښته - د جولای ۳۰مې انځور.
په باجوړ کې د جلسې پر مهال په برید کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله واوښته - د جولای ۳۰مې انځور.

اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې له خپلې خاورې څخه دې په پاکستان کې د وسلوالو حملو پلانوونکو پرضد کاروايي وکړي.

وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر لومړۍ نېټه په پېښور کې د باجوړ په برید کې له ژوبلو شویو تر ملاقات وروسته په بیان کې کړې ده.

په همدې چارو کې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم د اګست پر لومړۍ نېټه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ورته غوښتنه تکرار کړه. "په افغانستان کې چې [تحریک طالبان پاکستان یعنې] ټي ټي پي يا نور وسلوال دي، چې د پاکستان پوځ او نور افسران په نښه کوي، په دې اړه به زموږ لومړيتوب دا وي چې هلته مسوول سرپرست حکومت یې پرضد کاروايي وکړي."

نوموړي زياته کړه چې د دوحې په تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره کارولو ته نه پرېږدي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د تازه غوښتنو په اړه تر اوسه څه ډول غبرګون نه دی ښوولی خو تر دې وړاندې يې په بیا بیا ويلي چې د افغانستان خاوره د هېچا ضد د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.

د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په خار تحصيل کې د جمعيت علمای اسلام (ف) د ضلعي غونډې پرمهال په ځانمرګي بريد کې د وژل شویو شمېر د اګست پر دویمه ۶۳ ته ورسېد. په هغه حمله کې تر ۱۰۰ زيات ژوبل شوي هم ول او ذمه واري یې د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې وه.

شهباز شریف او بلاول بوټو زرداري وايي د طالبانو حکومت دې د وسلوالو ډلو ضد اقدام وکړي - پخوانی انځور.
شهباز شریف او بلاول بوټو زرداري وايي د طالبانو حکومت دې د وسلوالو ډلو ضد اقدام وکړي - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت او پوځ د تېرې یوې میاشتې پر مهال یوشمېر ځلې په افغانستان کې د ټي ټي پي پر پټنځایونو اندېښنه ښوولې ده او تور یې پورې کړی دی چې د طالبانو حکومت د هغې او نورو وسلوالو ډلو ضد اقدامات نه کوي.

په وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په کابل کې د طالبانو د حکومت له وزیرانو او چارواکو سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د همکاریو او اندېښنو په اړه یې خبرې وکړې.

درانی د جولای پر ۱۹مه تر هغې وروسته په درې ورځني سفر کابل ته ولاړ چې د پاکستان حکومت او پوځ د جولای پر ۱۲مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې پر چاوڼۍ تر وسلوال برید وروسته په افغانستان کې د ټي ټي پي پر پټنځایونو اندېښنه وښوده او د طالبانو له حکومته یې د هغې ناقانونه ډلې پرضد د اقدام غوښتنه وکړه.

د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي ول چې په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د پوځ په وینا، په چاوڼۍ کې تر یوشمېر ساعتونو نښته او بیا تصفیوي عملیات روان ول. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جولای پر ۱۵مه تور پورې کړ چې افغانستان د "یو ګاونډي هېواد په توګه خپل کردار نه ترسره کوي" او د طالبانو حکومت هلته "ترهګرو ته پټنځایونه" ورکړي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پټنځایونو پر موجودګۍ" او د هغې ډلې لپاره د "عملیاتو پر ازادۍ" د "سختې اندېښنې" څرګندونه وکړه.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې وسلوالو ته د پټنځایونو ورکولو په اړه د اصف او پوځ تورونه رد کړل.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د جولای پر ۲۰مه د پاکستان له استازي اصف دراني سره د خبرو پر مهال وویل چې حکومت یې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هغه ورځ په بیان کې وویل چې متقي دراني ته وویل، "افغانان هېڅکله چا ته ضرر نه رسوي. موږ نه پرېږدو چې خاوره مو د کوم هېواد خلاف وکارول شي او تل مو هڅه دا وي چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي."

تر متقي مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته په استولي غږیز بیان کې ویلي ول چې "طالبان د جنګونو له زیانونو خبر دي او نه غواړي چې بل چا ته دغه زیانونه ورسوي."

طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په تړون کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.

XS
SM
MD
LG