د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي: له ټي ټي پي سره د شویو مذاکراتو په اړه دې عدالتي پلټنې وشي


د جون پر درېیمه په پېښور کې له باچاخان مرکزه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دا لیک د  یاد ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان لېږلی دی.
د جون پر درېیمه په پېښور کې له باچاخان مرکزه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دا لیک د  یاد ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان لېږلی دی.

عوامي نېشنل ګوند له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو معاملې په اړه د پلټنو لپاره د پاکستان وزیراعظم ته لیک استولی دی.

د جون پر درېیمه په پېښور کې له باچاخان مرکزه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دا لیک د یاد ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان لېږلی دی.

بیان زیاتوي چې اېمل ولي خان په هغه لیک کې له وزیراعظم شهباز شریف څخه غوښتنه کړې چې له تحریک طالبان پاکستان سره د شویو مذاکراتو په اړه دې عدالتي پلټنې وشي.

د ۲۰۲۱ز کال په وروستيو کې د پاکستان حکومت د پوځ له مشرتابه سره په سلا له تحریک طالبان پاکستان سره په کابل کې داسر خبرې اترې کړې وې چې منځګړتوب یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کړی وو.

په څو پړاونو کې شویو هغو مذاکراتو کې ځينې سیاسي او قبایلي مشرانو هم ګډون درلود چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۲ز کال په مې کې د پاکستان او ټي ټي پي ترمينځ اوربند وشو.

خو د تحریک طالبان پاکستان له خوا د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د اوربند تر ختمیدو وروسته په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوه.

عوامي نېشنل ګوند ادعا کوي چې له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو له وجې په خیبر پښتونخوا کې وسلوال ځای په ځای شوي او ناامني زیاته شوې ده.

هغه ګوند د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په پای کې دا موضوع پېښور های کورټ ته یوړه او له عدالته یې خواست وکړ چې په خیبرپښتونخوا کې د وسلوالو د ''ځای پر ځای کېدو'' او له ټي ټي پي سره د مذاکراتو پلټنې وکړي.

په پېښور کې خبریال او شنونکی شمیم شاهد وایي، عوامي نېشنل ګوند له پېښور های کورټه زیات مطمین نه ښکاري نو ځکه یې هغه موضوع د وزیراعظم مخې ته یوړه.

هغه زیاته کړه ''د پېښور های کورټ قاضي شکور بې وسه دی، تر هغه زیات وزیر اعظم بې وسه دی. دا معاملې د پوځي اسټبلشمنټ په لاس کې دي."

د ده په وینا، کله چې له طالبانو سره خبرې پیل شوې وې نو د پېښور های کورټ د هغه وخت مشر وقار سېټ ویلي ول چې له وسلوالو سره کومې خبرې او پریکړې کوئ نو پارلمان ترې خبروئ.

خو د شمیم شاهد په وینا، د هغه وخت د ای ایس ای مشر جنرال فېض حمید او د هغه وخت د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي سېف د طالبانو له مذاکراتو پارلمان نه وو خبر کړی.

د خیبر پښتونخوا پولیسو منلې وه چې د هغو مذاکراتو له امله وسلوالو بیا ځان منظم کړی او جديدې وسلې یې لاس ته راوړي نو ځکه یې بریدونه ډېر شوي دي.

د هغو بریدونو په غبرګون کې سیاستوالو، فعالانو او ځايي مشرانو په وار وار په بېلا بېلو سیمو کې د ولسي پاڅون په نامه لاریونونه او احتجانونه کړي او له حکومته يې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

بل خوا د پاکستان پوځ او حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د سیمې امنیت ته پوره پام کوي او د وسلوالو ډلو د بیا فعالېدو مخه به نیسي. هغوی وايي د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د وسلوالو خلاف د لټون عملیات هم روان دي.

XS
SM
MD
LG