د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک طالبان پاکستان وايي له حکومت سره یې اوربند تر نامعلومې مودې غځولی


په وروستیو کې د جنوبي وزیرستان انتظامیې له ټي ټي پي سره د خبرو په اړه د عامه پوهاوي پیدا کولو په موخه یوشمېر پوسټرونه خپاره کړي دي.
په وروستیو کې د جنوبي وزیرستان انتظامیې له ټي ټي پي سره د خبرو په اړه د عامه پوهاوي پیدا کولو په موخه یوشمېر پوسټرونه خپاره کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو د مشرانو په منځګړتوب له ۵۰ کسیزه جرګې سره د خبرو د وروستي پړاو پر مهال تر نامعلومې مودې د اوربند د غځولو اعلان کړی دی.

اسلام اباد د تېر کال له وروستیو میاشتو راهیسې له هغې ناقانونه ډلې سره خبرو ته دوام ورکړی دی چې حملې یې ودروي. روان کال د ټي ټي پي په حملو کې لسګونه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د جون پر دویمه ماخوستن مهال وویل، د اوربند پرېکړه یې په کابل کې له پاکستانه له ورغلې ۵۰ کسیزه جرګې سره په خبرو کې تر "اساسي پرمختګ" وروسته وکړه. طالبانو په بیان کې په خبرو کې د پرمختګ په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

هغه ۵۰ کسیزه جرګه چې پکې قبایلي مشران، پخواني سرکاري چارواکي، د پارلېمان پخواني او ځینې اوسني غړي او د خیبر پښتونخوا پخوانی ګورنر شامل دي، د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته ورسېده.

خراساني په بیان کې ویلي دي چې د "تحریک طالبان پاکستان مشرتابه" په مذاکراتو کې د پرمختګ په پایله کې "تر بل اعلانه اوربند غځولی دی."

د هغې وسله والې ډلې او پاکستان حکومت ترمینځ د وروستي اوربند اخري نېټه د مې ۳۰مه وه چې تر اوسه پر ځای وو.

تر اوسه معلومه نه ده چې اوربند به تر کومه حده د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي ځکه چې په تېرو وختونو کې پر اوربند سربېره جګړو او بریدونو دوام درلود.

خراساني په بیان کې زیاته کړې چې په راتلونکو ورځو کې به نورې غونډې او خبرې اترې هم کېږي.

د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت ویاند محمد علي سیف، چې له پاکستانه د تللي جرګې يوازينی حکومتی غړی دی، د جون پر درېیمه مشال راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې اوربند تایید کړی دی. نوموړي زیاته کړې چې له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې دوام لري.

بلخوا د جرګې يو بل غړي او د خيبر پښتونخوا پخواني ګورنر شوکت الله خان د جون پر درېيمه له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې له تحريک طالبان پاکستان سره د جرګې روان پړاو سر ته رسېدلی او په را روان وخت کې به بيا جرګه کوي، خو نوموړي يې کره نېټه په ډاګه نه کړه.

شوکت الله خان زياته کړه چې له دوی سره د پاکستاني طالبانو لوړ پوړو استازيو په جرګه کې برخه واخيسته او دواړې لوري پر دې سلا شوې چې تر څو د جرګو بهير روان وي، تر هغو به د پاکستاني ځواکونو او تحريک طالبان پاکستان لخوا اوربند وي.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان لخوا په تللې جرګه کې ۵۳ کسان شامل ول او دوی د پاکستان د حکومت په مشوره له تحريک طالبان پاکستان سره خبرې پرمخ وړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تازه اوربند په اړه لا څه نه دي ویلي خو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د جون پر دويمه مشال راډيو ته ويلي ول چې دوی په افغانستان او پاکستان کې د امن او سولې غوښتونکي دي.

افغان طالبانو د تېر کال د اګست په نیمايي کې په داسې حال کې کابل ونیوه چې امریکايي او ناټو پوځیان له افغانستانه د وتلو په وروستیو پړاوونو کې ول. طالبانو د افغانستان تر نیولو شاوخوا درې اوونۍ وروسته خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ چې تر اوسه د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د پاکستان پخواني حکومت په تېر نومبر کې له تحریک طالبان پاکستان سره یو میاشتنی اوربند تایید کړی وو چې هغې وسله والې ډلې یې د ډېسېمبر پر ۱۰مه له غځولو انکار وکړ.

تر هغې وروسته د پاکستان پوځ ویلي ول چې له تحریک طالبان پاکستان سره یې خبرې درېدلې دي او پرضد یې عملیات ګړندي کړي دي. هغې وسله والې ډلې هم د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو پرضد بریدونو ته زور ورکړی وو.

خو په عین حال کې د قبایلي مشرانو جرګو په افغانستان کې د ټي ټي پي له مشرتابه سره رابطو ته هم دوام ورکړی وو.

تېره میاشت یوه پاکستاني چارواکي مشال راډیو ته ویلي ول چې د پېښور کور کمانډر جنرال فیض حمید په کابل کې له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو لپاره د حکومتي پلاوي مشري کوله.

هغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط زیاته کړې وه چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق د مذاکراتو منځګړتوب کوي.

تحریک طالبان پاکستان په خپل هېواد کې په سم ډول د اسلامي قوانینو د پلي کولو، د خپلو بندیانو د خوشې کولو او په قبایلي سیمو کې د ځای پر ځای پوځیانو د شمېر کمولو په ګډون یوشمېر غوښتنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG