د لاسرسي ځای

تازه خبر

شنونکي وايي د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف بدامنۍ ته لاره هواروي


شنونکي ګڼي چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلافات د امنیت د خرابوالي سبب ګرځي: انځور له ارشیفه
شنونکي ګڼي چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلافات د امنیت د خرابوالي سبب ګرځي: انځور له ارشیفه

په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر څېړونکي وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د امنیتي حالاتو په اړه بېلا بېل بیانونه د دواړو لورو ترمنځ اړیکې ترېنګلې کولای شي.

دوی دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د جولای پر ۱۷مه د پاکستان پوځ په غونډه کې ویل شوي چې په ګاونډي هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو ته برابر خوندي ځایونه او جدیدې وسلې په پاکستان کې د ناامنۍ مهمې وجې دي.

که څه هم پوځ د ګاونډي هېواد نوم نه دی یاد کړی خو د پوځ مشر جنرال عاصم منیر څو ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان پټنځایونه په افغانستان کې دي.

له دې وړاندې د دفاع وزیر خواجه اصف هم د جولای پر ۱۵مه په ټویټر لیکلي وو چې افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي او نه هم د دوحې سولې تړون عملي کوي.

خو د خواجه اصف د څرګندونو په ځواب کې د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې د سولې تړون یې له پاکستان سره نه بلکې امریکا سره کړی وو.

په دې اړه د پاکستان پخواني سفارتکار ایاز وزیر د جولای پر ۱۸مه مشال رېډیو ته وویل چې د پاکستان پوځ، حکومت او په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید له دا ډول بیانونو ډډه وکړي ځکه چې دا به هغو عناصرو او هېوادونو ته د مداخلت لا نورې موقعې په لاس ورکړي چې د پاکستان او افغانستان حالات خرابول غواړي.

نوموړی وايي:

" د دواړو اړخونو نه دا بیانونه لږ سخت دي. د هغوی (د افغان طالبانو) هم دا یو نامناسبه بیان دی چې له کابله وايي چې موږ معاهده له امریکا سره کړې ده او د پاکستان پکې څه کار دی؟خو په دې تړون کې ویل شوي وو چې د افغانستان خاوره به د امریکا په ګډون د یو هېواد پر ضد هم نه کارول کېږي. نو که پاکستان دا تور په افغانستان لګوي نو په هغې کې به شاید څه وزن وي چې کوم ته تقویت د طالبانو هغه بیان ورکوي چې پکې ویل شوي وو چې موږ د ټي ټي پي ۳۰۰ خلک یا کورنۍ له پولې ها خوا نه کندوز شمال طرف ته وړي دي او هلته مو اباد کړي دي او هغوی پاکستان ته نقصان نشي ورکولای نو دا خو په خپل ځان دوی پخپله ګواهي ورکړې چې خلک شته نو چې شته نو سنبال یې کړئ."


خو د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د جولای پر ۱۵مه مشال راډيو ته په استولي غږیز پيغام کې دا هم ويلي وو چې افغان طالبان د جنګونو له زیانونو خبر دي او نه غواړي چې بل چاته دغه زیانونه ورسوي. هغه زیاته کړې وه چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کاريږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د جولای پر ۱۷مه د یوې خبري غونډې پر مهال د پاکستان لخوا د افغانستان په هکله د بیانونو لړ کې یوازې دومره وویل چې امریکا دا باور لري چې دا د طالبانو ذمه واري ده چې د افغانستان خاوره د وسله والو بریدونو لپاره د پټنځای په توګه استعمالېدو ته پرې نږدی.

د پاکستان پوځ او دفاع وزیر لخوا په هېواد کې د ناامنۍ او د ګاونډي هېواد په اړه دا بیانونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي دي چې د جولای پر ۱۱مه په میرلي کې په امنیتي پوسته او د جولای پر ۱۲مه په ژوب کې په پوځي چاوڼۍ بریدونه وشول چې پکې یو شمېر امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ژوب د پېښې ذمه واري تحریک جهاد پاکستان وسله والې ډلې منلې وه. له دې وړاندې هم په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې پر امنیتي سرتېرو بریدونه شوي چې پکې د یو شمیر بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

په پېښور کې څیړونکی اعجاز خټک وايي چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې تر راتلو وروسته، پاکستان دا هیله لرله چې هغوی به تحریک طالبان پاکستان کنټرول کړي خو دا امیدونه یې پوره نشول. نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان کې د ناامنۍ په اړه د پاکستان او افغانستان د یو بل پر ضد بیانونه به د دواړو خواوو اړیکې اغیزمنې کړي.

هغه وايي:

"ډیرو خلکو به دا ویل چې که په افغانستان کې طالبان حکومت ترلاسه کړي نو دلته طالبان به حوصله ومومي چې هغوی امریکا ته ماتې ورکړه او حکومت یې ترلاسه کړ نو د پاکستان پوځ خو بیا د هغې په مقابله کې ډیر کمزوری دی نو موږ ګټه کولی شو. د افغان طالبانو او د ټي ټي پي ترمنځ تعلقات ډېر ښه دي او د افغان طالبانو لپاره دا ګرانه ده چې هغوی پاکستان ته حواله کړي. ماته په دې هر څه کې کافي مسلې ښکاري او دا د پاکستان او د طالبانو تعلقات خرابولی هم شي."

که څه هم د پاکستان پوځ په وار وار دا ویلي چې په ښو او بدو طالبانو کې هېڅ توپیر نه کوي او ټولو وسله والو خلاف کارروایانې کوي خو په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي چې د پاکستان د وسله والو په اړه په پالیسیو کې یووالی نشته. نوموړي زیاته کړه چې ترڅو د ښو او بدو طالبانو ترمنځ فرق نه وې ختم کړل شي، تر اخره به دا ډول بیانونه ورکول کېږي.

هغه وايي:

"په یو بل دا ډول تورونه لګول ښه نه دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت په راوستو کې د پاکستان یو ډیر غټ او مهم رول دی. خو له بده مرغه د پاکستان د وسله والو په اړه پالیسۍ سمې نه دي. افغان طالبان او تحریک طالبان یو دي. اوس هم که پاکستان ځېنې چارواکي دا ګڼي چې طالبان د دوی لاس پوڅي دي نو دې سره به مسلې نورې زیاتې شي. "


شمیم شاهد دا هم وویل چې افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې زیاتره داسې کسان شامل دي چې د مسلو حل په جرګو مرکو راوباسي نو باید له هغوی سره د خارجه وزارت یا نورو حکومتي چارواکو له لارې نه، بلکې د جرګو او مرکو په زریعه د امنیتي حالاتو په اړه مذاکرات وشي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې واک ته ورسېدل. تر هغه مخکې افغان چارواکو تور پورې کاوه چې پاکستان له طالبانو سره په افغانستان کې د ترهګرۍ لپاره ملاتړ کوي. اسلام اباد دا تورونه بې بنياده بلل.

XS
SM
MD
LG