غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اپرېل پر ۱۹مه په بیان کې ویلي دي چې په هغه صوبه کې ۳۶ کسان وژل شوي چې پکې ۲۰ ماشومان، اته ښځې او اته نارینه دي.
کمېشن د اپرېل پر ۱۸مه په بیان کې ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د اپرېل پر ۲۱مه د ډېره اسماعیل خان په ۴۴مه او د باجوړ په اتمه حلقه کې د قامي او د باجوړ په ۲۲مه او د کواټ په ۹۱مه حلقه کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره ضمني انتخابات کېږي.
رپورټ وايي، د درو میاشتو په موده کې په ډېره اسماعیل خان کې ۲۵، شمالي وزیرستان کې ۲۱، په ټانک کې ۱۷، په لکي مروتو کې ۱۱، په خیبر کې ۱۰، په بنو کې نهه او په باجوړ، جنوبي وزیرستان او صوبايي مرکز پېښور کې شپږ، شپږ بریدونه یا بمي چاودنې شوې دي.
مزمل اسلم د اپرېل پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې وفاق د خیبر پښتونخوا څه باندې ۱،۶۰۰ اربه روپۍ پوروړی دی چې پکې د بجلۍ، تېلو او ګیس ګټې تر څنګ هغه پیسې شاملې دي چې وفاقي حکومت باید په ۲۰۱۸ز کال کې په صوبه د قبایلي ضلعو تر ورګډېدو وروسته له قامي مالیاتي کمېشن یا اېن اېف سي څخه ورکړې وای.
د خیبرپښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډاپور اعلان کړی چې په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د سېنېټ د انتخاباتو تر ځنډيدلو وروسته احتجاجونه کوي. د ګنډا پور تر خبرو مخکې، د انتخاباتو کمېشن اعلان وکړ چې په صوبايي اسمبلۍ کې د ښځو او لږکيو کاندیدانود سوګند اخیستو د ځنډ له امله په هغه صوبه کې د سېنېټ ټاکنې ځنډوي.
ټاکل شوې وه چې د مارچ پر ۲۲مه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غونډه وشي چې د ځانګړو څوکیو لپاره نومول شوي کسان پکې د غړیتوب څوګند پورته کړي.
د وزیراعلا دفتر د مارچ پر ۱۲مه د ګنډه پور په مشرۍ تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي دي چې چارواکي له وفاقه د قامي مالیاتي کمېشن (نیشنل فاینانس کمېشن یا اېن اېف سي) له پیسو څخه صوبې ته د خپلې برخې ورکولو په اړه هم وغږېدل.
د های کورټ د قاضي اشتیاق ابراهیم او شکیل احمد دوه کسیزه جرګګۍ دا امر د مارچ پر شپږمه د سني اتحاد کونسل یا شورا، چې په اسمبلیو کې یې زیاتره غړي د تحریک انصاف پلویان دي، د درخواست اورېدنې پر مهال وکړ او خپله پرېکړه یې محفوظه کړه.
ګنډه پور د صوبې پر خلکو غږ وکړ چې د درغلیو او اداري فساد پرضد دې هڅې وکړي. "د کرپشن پرضد جهاد شروع کړئ، موږ له تاسې سره یو. د چا څه جرات چې له تاسو پیسې وغواړي؟ د چا څه جرات چې له تاسو رشوت وغواړي."
د اسمبلۍ تلونکي سپیکر مشتاق احمد غني د فبرورۍ پر ۲۹مه وویل چې د اسمبلۍ ۱۰۶ غړو خپلې رایې وکارولې چې ورڅخه یې سواتي ۸۹ ووټونه اخیستي او بریالی شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې د پیپلز ګوند نوماند احسان الله میاخېل ۱۷ رایې واخیستې.
مولانا فضل الرحمان تور پورې کړ چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې اېسټيبلېشمنټ لاسوهنه کړې ده. نوموړي زياته کړه چې په پارلېمان کې "د اېسټيبلېشمنټ استازي" نه بلکې "د ولس استازي" په کار دی.
په صوبه کې د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال مشر افسر خان د فبرورۍ پر ۲۳مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې که پر سم وخت او مناسب مقدار کې واورې او بارانونه نه کېږي نو له دې سره نه یوازې په سیندونو کې اوبه کمېږي بلکې د ځمکلاندې اوبو سطح هم ټیټېږي چې له وجې یې د څښاک د پاکو اوبو کمښت پیدا کېږي.
عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د حکومت مخالفه ګوندونو د اتحاد په نتيجه کې په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک له لارې له وزيراعظمۍ ليرې کړل شوی وو. د ګوندونو د هغه اتحاد (پي ډي اېم) مشري مولانا فضل الرحمان کوله.
د اې اېن پي د خیبر پښتونخوا څانګې مشر اېمل ولي خان د فبرورۍ پر ۱۱مه د پېښور په باچا خان مرکز کې د ګوند له صوبايي او مرکزي مشرانو او انتخاباتي نوماندانو سره تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې اېسټیبلېشمنټ د انتخاباتي عملې له لارې ټګي کړې ده نو ځکه "پایلې یو ځل بیا بیخي ردوي."
په پاکستان د فبرورۍ پر اتمه تر ټولټاکنو وروسته د ځینې ګوندونو پلویانو احتجاجونه کړي او ځینو بیا د خپلو سیاستوالو په بریالیتوب خوشالۍ کړي دي
مولانا طیب قریشي د فبرورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې ګڼ مذهبي او سیاسي ګوندونه په جمهوري نظام باور لري. هغه وویل په انتخاباتو کې ووټ ورکول او په جمهوري عمل کې برخه اخیستل د ښځو اساسي حق دی.
یوشمېر ډاکترانو د جنورۍ پر ۲۳مه په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج وکړ او و یې ویل چې صوبايي حکومت تر طبي زده کړو وروسته د اعلا زده کړو او روزنې په مرکزونو کې کم ډاکتران ګوماري.
د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات تر هغې وروسته ترینګلي شول چې ایران د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ.
د جنورۍ پر ۱۶مه د پېښور د خبریالانو په مرکز کې په غونډه کې د اپرېدي، چې په لطیف لالا مشهور وو، ملګرو او ولسي وګړو هم ګډون وکړ. هغه غونډه "د لطیف لالا مینه والو" په نوم ټولنې جوړه کړې وه.
په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د جنورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې هغه عدالتونه به د جنورۍ تر ۱۰مې پورې د سیاستوالانو د نوماندۍ کاغذونو د منظورولو یا ردولو پرېکړه کوي.
نور وښیئ