د لاسرسي ځای

تازه خبر

فريډم نېټورک: اسلام اباد د خبریالانو لپاره تر ټولو زیات خطرناکه ښار دی


د فریډم نېټورک په تازه راپور کې راغلي چې د تېرکال پرتله په پاکستان کې پر خبریالانو د تشدد پېښې ۶۳ سلنه زیاتې شوي دي ـ پخوانی انځور.
د فریډم نېټورک په تازه راپور کې راغلي چې د تېرکال پرتله په پاکستان کې پر خبریالانو د تشدد پېښې ۶۳ سلنه زیاتې شوي دي ـ پخوانی انځور.

په پاکستان کې د خبريالانو حقونو او رسنيوو د ازادۍ لپاره کار کوونکې غیرسرکاري ادارې فريډم نيټورک په خپل کلني راپور کې ويلي چې د دې هېواد پلازمېنه د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناکه ځای دی.

فريډم نېټورک د اپريل پر ۳۰مه، مشال راډيو ته ليږلي دې راپور کې ويلي چې په پاکستان کې د خبریالانو ضد د تشدد، دړکو ورکولو او ځورونې پېښې د تېرکال پرتله ۶۳ سلنه زیاتې شوي دي. په راپور کې زیاته شوې چې په ۲۰۲۱ز او ۲۰۲۲ز کې د رسنيو پر کارکوونکو د حملو او ورته د ګواښونو کولو ۸۶ پېښې شوې وې چې دا شمېر د ۲۰۲۲ز کال مې او د روان کال د مارچ میاشتې په مینځ کې ۱۴۰ ته رسېدلی دی. په دې حساب په تېر يو کال کې د خبريالانو پرضد هغه پېښې ۶۳ فيصده زیاتې شوې دي.

په رپورټ کې اسلام اباد د خبريالانو لپاره د هېواد تر ټولو خطرناکه ښار بلل شوی دی. بلخوا د اسلام اباد پولیسو د مې پر لومړۍ په ټویټر لیکلي چې تېر کال یې په هغه ښار کې پر خبریالانو د حملو او ځورونې ۱۸ مقدمې درج کړې دي. دوی دا نه دي ویلي چې په هغو پېښو کې ککړ کسان یې نیولي دي او که نه.

فریډم نېټورک خپل رپورټ د رسنيو د ازادۍ د ورځې په مناسبت خپور کړی دی. هغه ورځ هر کال د مې پر دریمه نمانځل کیږي. د دې ادارې مشر اقبال خټک د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل تر ټولو زیاتې ۴۰ سلنه پېښې په اسلام باد کې شوي دي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر خبریالانو د تشدد پېښې ځکه کمي دي چې هلته ژورنالیستان ځانونه سانسوروي
اقبال خټک

هغه زیاته کړه: ''په پنجاب کې خبریالانو سره ۲۵ فیصده واقعات شوي دي. په سیند صوبه کي ۳۴ فیصده، په خیبر پښتونخوا کي ۹ فیصده او په بلوچستان کي ترټولو لږ د تشدد او زورنې پېښي مخې ته راغلې دي.''

خټک وویل په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د کمو پېښو راتللو مطلب دا نه دی چې هغو صوبو کې خبریالان خوندي دي. د نوموړي په وینا هلته د تشدد پېښې کمې راپور کېدو وجه، د خبریالانو ځانونه سانسورول او ډېر احتیاط کول دي.

د پاکستان خبریالانو مرکزي تنظیم پي اېف یو جی مشر شهزاده ذولفقار مشال راډیو ته وویل چې کله سیاسي ګوندونه په حزب اختلاف کي وي نو د بیان ازادۍ پر موضوع له خبریالانو سره کلک ولاړ وي خو چې کله حکومت په لاس ورشي نو د خبریالانو د خوندیتوب لپاره څه نه کوي.

هغه وایي: ''له ۲۰۰۸م راهیسې يوازې په بلوچستان کې ۲۵ خبریالان وژل شوي دي. خلک تنقید نه برداشت کوي. حکومت او ادارې د خبریالانو او رسنیو د ادارو په ضد کېسونه درجوي. د بریښنایي رسنیو د څار ادارې (پيمرا) لخوا ټي وي چینلونو ته نوټسونه ورکول کیږي چې ولې مو هغه یا دغه مواد خپاره کړي دي. د سیاسي ګوندونو خلک چې په حکومت کې شي نو مونږ ته په پټه وایي چې واک راسره نشته.''

د رسنیو د ازادۍ او خبریالانو د خوندیتوب لپاره د خبریالانو ټولنو تر غوښتنو وروسته په ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان پارليمان یو قانون منظور کړی دی.

په پېښور کې د خبریالانو د اتحادیې یو مشر ناصرحسېن وايي په وفاق کې د هغه قانون تر جوړیدو وروسته په سیند صوبه کې هم ورته قانون منظور شو. د نوموړي په وينا خو په خیبر پښتونخوا کې تراوسه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کوم قانون نه دی جوړ شوی.

ناصر حسېن زیاتوي: ''د خبریالانو د خیرښېګړې او خوندیتوب کوم قانون چې له پارلیمانه منظور شوی نو دا یو ښه قانون دی. په دې قانون کې راغلي‌چې خبریالانو ته ګواښ کول هم جرم دی. د ګواښ کوونکي کس په خلاف کارروايي‌کيدلی شي. ددې قانون لاندې تجویز شوی کمېشن چې جوړ شي نو بیا به ډېرې مسلې حل شي.''

د فریډم نېټورک ددې راپور په غبرګون کې حکومتي چارواکو تردې دمه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ۲۰۲۲م کي د نومبر پر ۲مه د خبریالانو یو نړیوال کانفرنس ته ویلي ول چې د رسنيوو ازدۍ ته ژمن دي.

هغه زیاته کړې وه چې د خبریالانو د خوندیتوب قانون لاندي به، د خبریالانو ځورونې پېښو د مخنیوي لپاره تجویز شوی کمېشن زرترزره جوړوي. خو د فریډم نېټورک د راپور ترمخه تردې دمه نه د دغه کمېشن د جوړېدو څه څرک ښکاري او نه هم هغه قانون کوم خبریال ته ګټه رسولې ده ځکه چې په وينا یې عمل پرې نه کيږي.

اړوند

XS
SM
MD
LG