د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریال ایاز امیر وايي، "نامعلومو کسانو" لخوا ځورول شوی


د پاکستان یو مشهور خبریال او څیړونکی ایاز امیر وايي چې په لاهور ښار کې نامعلومه کسانو وهلی دی.

ایاز امیر د جولای د لومړۍ نېټې په ورځ ناوخته له دنیا نومي شخصي تلویزیون سره په مرکه کې وویل، ماسختن مهال د پینځو ـ شپږو کسانو لخوا هغه وخت ورباندې حمله وشوه چې دی له دفتره کور ته روان وو.

ایاز امیر پر ده باندې له شوي بریده وروسته خپل هغه عکسونه په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي چې ظاهراً ښکاري چې دی په یوه موټر کې ناست دی او جامې یې شکېدلې دي.

دا وروسته له هغې دي چې ایاز امیر وړمه ورځ په اسلام اباد کې په یوه دستوره کې د پوځ د کورونو په پروژه ( ډي ایچ ای) باندې تنقید کړی وو. نوموړي په پخواني وزیراعظم عمران خان هم نیوکې کړې وې چې هیواد او جمهوریت ته یې نقصان رسولی او د هېواد چارې یې د مځکو کاروباریانو ته حواله کړې وې.

دپاکستان سیاسي او حکومتي مشرانو، د خبریالانو اتحادیو، وکیلانو، د بشري حقونو تنظیمونو او دمدني ټولنې غړو په ایاز امیر دشوي برید غندنه کړې ده.

په پېښور کې د خیبر یونین په نوم د خبریالانو د ټولنې مشر عمران یوسفزي مشال راډیو ته وویل:

"صحافیان خو خبرونه خپروي، خبر به د یو ګوند په ګټه او د بل په تاوان وي، په پاکستان کې له بده مرغه یو داسې دود جوړ شوی چې خبر د کوم ګوند یا کومې ډلې په تاوان وي نو هغوی بیا خبریال ته ګواښونه شروع کړي."

پخواني وزیراعظم عمران خان پر ایاز امیر ترسره شوی برید غندلی او پر ټویټر یې لیکلي چې پر خبریال ایاز امیر ترسره شوی برید په جدي ټکو غندي. نوموړي لیکلي کله چې ریاست خپل برلاسیتوب وبایلي نو بیا د تشدد لاره خپلوي.

وزیراعظم شهباز شریف په خبریال ایاز امیر د شوي برید د پلټنو امر کړی او ډاډ‌ یې ورکړی چې د صحافیانو خوندیتوب به باوري کېږي.

پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت خبریالان ځورول شوي، تښتول شوي او ان ځینې خو یې وژل شوي هم دي. اکثره وخت د داسې پېښو پړه پر امنیتي ادارو، استخباراتو او پوځ اچول کېږي چې ګینې د پوځ خلاف غږ اوچتوونکي نه پرېږدي خو د پاکستان پوځ دا خبره ردوي چې ګینې امنیتي او یا استخباراتي ادارې پر خبریالانو ترسره شویو حملو کې لاس لري.

ایاز امیر د پاکستان په سیاسي، پارلیماني، مطبوعاتي او ټولنیزه چاپېرچل کې یو پېژندل شوی نوم ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG