د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې خبريالانو د يوه خبريال وژنه کې د تورن کس بري کېدو ضد احتجاج کړی دی


Pakistan: (February, 28, 2023) Journalists in Quetta staged protest on February 27 against the acquittal of suspects in journalist murder case.
Pakistan: (February, 28, 2023) Journalists in Quetta staged protest on February 27 against the acquittal of suspects in journalist murder case.

د فبرورۍ پر ۲۷مه په کوټه کې د خبریالانو اتحادیې بلوچستان یونین اف جرنلسټس د يوه ځايي خبريال عبدالواحد ريساني د وژنې په تور د نيول شوي يوه کس د بري کېدو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.

ريساني، چې د (ډيلي ازادي) په نوم د يوې ورځپاڼې خبريال وو، د ۲۰۲۱ز د د اپريل پر ۲۴مه د کوټې پر قمبراني سړک نامعلومه وسلوالو په ډزو وژلی وو.

د کوټې پوليسو د هغه د وژنې په تور د هم هغه کال د جون پر ۱۳مه د کمال الدين په نوم يو سړی او د رابعې په نوم يوه ښڅه نيولي ول. پوليسو ويلي ول چې دې سړي او ښځې پر هغه ورځ چې ريساني ويشتل شوی وو، له يوه بل سره په ټېلېفوني خبرو کې د هغه د وژنې حال سره شريک کړی وو. پوليسو د واحد ريساني د وژنې لپاره تورن يو بل کس اشتهاري ګرځولی وو.

خو د فبرورۍ پر ۲۷مه د کوټې د اېډيشنل ډسټرکټ اینډ سېشن جج عدالت د واحد ريساني د وژنې په تور نيول شوی کس بري کړ چې پر ضد يې د ريساني کورنۍ او خبريالانو احتجاج وکړ.

د کوټې احتجاجي مظاهرې ته د واحد ريساني پلار عبدالغفار هم ورغلی وو. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې عدالت"بې انصافي کړې" ده. د ده په خبره، د زوی د قاتل پرضد يې له پوليسو سره ټول ثبوتونه موجود ول. عبدالغفار اندېښنه وښووله چې د زوی د وژنې د قضيې د اشتهاري ملزم په څېر د عدالت له خوا بري کړی کس به هم ښايي افغانستان ته وتښتي. هغه زیاته کړه چې دغه قضيه به بلوچستان هايي کورټ ته وړي.

په احتجاج کې شریک د خبریالانو د اتحادیې مشر عرفان سعید مشال راډیو ته وویل، په بلوچستان کې په لومړي ځل د يوه وژل شوي خبریال عدالتي مقدمه وروستي پړاو ته رسېدلې وه، خو پرېکړه د دوی د تمې برعکس وشوه.

نوموړي زياته کړه، پر ټولو ثبوتونو سربېره د يوه ملزم بري کېدل نه يوازې د دوی لپاره د خپګان خبره ده بلکې د عدالت کاروايي هم تر پوښتنې لاندې راولي. سعيد هوډ وښوولی چې د خبريالانو ټولنه د ريساني له کورنۍ سره کلکه ولاړه ده او دا چې د انصاف ترلاسه کولو لپاره به ان تر سپريم کورټه ځي.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۸مه د بلوچستان د خبريالانو اتحاديې جنرل سيکرټري منظور احمد مشال راډيو ته ويلي ول چې له ۲۰۰۰م کال راهيسې په بلوچستان کې تر ۴۰ زيات خبريالانو د دندې پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی. د ده په خبره، له هغو څخه تر ۳۰ زيات په هدفې بريدونو کې وژل شوي دي

نوموړي زياته کړې وه چې په بلوچستان کې له وژل شويو خبريالانو څخه د يوه هغه وژونکو ته هم عدالت سزا نه ده ورکړې.

د قبایلي ضلعو ستونزو ته د پاکستان په ملي رسنيو کې ولې ځای نه ورکول کیږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:53:20 0:00

په عين وخت کې د بې پولې خبريالانو په نوم د د سنيو او خبريالانو د حقونو لپاره کارکوونکې يوې نړيوالې ادارې په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي چې پاکستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره پينځم تر ټولو زیات خطرناک هېواد دی.

دې د ۲۰۲۲ز په خپل کلني رپورټ کې زياته کړې چې په پاکستان کې لا هم رسنۍ معلوماتو ته د لاسرسي او خبریالان د امنيت په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. د ادارې د شمېرو تر مخه، په تېرو ۲۰ کلونو کې په ټوله نړۍ کې ۱۶۶۸ خبریالان وژل شوي چې له هغې ډلې ۹۳ یې په پاکستان کې په نښه شوي دي.

د بې پولې خبريالانو په رپورټ کې همداراز راغلي چې په پاکستان کې خبریالان تر بل هر څه زيات د وسله والو له ګواښونو او د امنيتي ادارو له څاره شکايت کوي.

XS
SM
MD
LG