د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د جبري تښتونو او خبریالانو خوندیتابه بیلونه د پارلمان  راتلونکې غونډې ته وړاندې کېږي


په اسلام اباد کې د جبري ورکو کسانو کورنیو د احتجاج پر مهال د خپلو ورکو خپلوانو تصویرونه اخیستي دي. ۲۰۲۱، ۱۶ فېبروري
په اسلام اباد کې د جبري ورکو کسانو کورنیو د احتجاج پر مهال د خپلو ورکو خپلوانو تصویرونه اخیستي دي. ۲۰۲۱، ۱۶ فېبروري

پاکستان د بشري حقونو وفاقي وزیرې شیرین مزاري د مې پر څلورمه نېټه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د وفاقي کابینې د قانون سازۍ کمېټۍ د خبریالانو د تحفظ بیل او د جبري ورکو کسانو بیل منظور کړی او وروسته به یې د قامي اسمبلۍ په راروانه غونډه کې وړاندې کوي.

نوموړې وړاندې لیکلي چې دا یې د بشري حقونو په خوندي ساتلو کې یو بل مهم ګام دی. دا بیل دغه حکومتي کمېټۍ په داسې وخت منظور کړی چې په هېواد کې په خبریالانو وسلوال بریدونه لا هم دوام لري.

د پاکستان خبریالانو فېډرالي اتحادیې (پي اېف یو جی) پخواني مشر افضل بټ د مې پر پنځمه مشال راډیو ته وویل دا بیل د پاکستان پېپلز ګوند په پخواني حکومت کې هم وړاندې کړل شوی وو خو لا هم نه دی منظور شوی: ((ګورئ دا درېم حکومت راغلی او دغه بیل لا منظور نه شو، د پيپلز ګوند حکومت کې چې کله ناامني هم په هېواد کې زیاته وه باید دغه بیل منظور شوی وو، بیا د مسلم لیګ ن ګوند حکومت راغلی اوس د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت دی، چې پکې د یو خبریال قیمت د تمانچې د کارتوس دی ،په لس روپۍ یوه ګولي واخلي او خبریال پرې ووژني او کیسه ختمه، او کس نامالوم وي، اوس چې کله دا بیل موږ وګورو نو پته به یې ولګي چې دې کې څه دي.)

په پاکستان کې د میډیا د ازادۍ شبکې فریډم نیټ ورک په خپل کلني رپورټ کې ویلي چې په دغه هېواد کې په خبریالانو د بریدونو او د هغوي د زورولو په پیښو کې ۴۰ فیصده ډېروالی راغلی دی.

د راپور تر مخه دا مهال خبریالانو ته تر ټولو ډېر خطرونه په بلوچستان یا پخوانیو قبایلي سیمو کې نه بلکې اسلام اباد کې رامنځ ته شوي دي.

پاکستان کې خبریالان د احتجاج پر مهال
پاکستان کې خبریالان د احتجاج پر مهال

په اسلام اباد کې د خبريالانو د ټولنې “فيډرل يونين اف جرنلیسټس” مشر شهزاده ذوالفقار د مې پر پنځمه مشال راډیو ته وویل د دغه بیل مخې ته راتلل یوه ښه خبره ده خو اوس به دې ته کتل کېږي چې حکومت څه کوي: ((موږ په دې اړه حکومت ته څه واندیزونه کړي دي، حکومت هم له موږ سره منلي دي، خو دا پخپله یوه پوښتنه ده چې حکومت خو د خبریالانو د تحفظ د قانون خبره کوي، خو بلخوا ځینې حکومتي ادارې د خبریالانو لپاره مشکلات جوړوي، خبریالان په ازاده کار نه شي کولی، ډېر بې روزګاره شول، اوس تاسو وکتل چې ۱۰ ورځې وړاندې په بلوچستان کې یو خبریال ووژل شو، پولیس وایي دغه د تاوان په غرض وژل شوی خو کورنۍ او د خبریالانو ټولنې یې نه مني، زموږ غوښتنه ده چې د خبریالانو وژونکې دي عدالت ته وړاندې کړل شي.))

له تېر یوه کال راهیسې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې خبریالانو د خپلو حقونو د تحفظ، دوی له نوکریو نه په زوره د اېستلو او تنخاګانو کمولو خلاف مظاهرې وکړې. د خیبر پښتونخوا د خبریالانو د سازمان خیبر یونین اف جرنلسټس جنرل سیکټري محمد نعیم د مې پر پینځمه مشال راډیو ته وویل موجوده حکومت داسې اعلانونه کوي خو ورسره پر خبریالانو ورځ تر بلې بندیزونه زیاتوي: (موږ پر دې څه باور نه لرو چې حکومت په دغه قانون کې سنجیده دی، که چرې وای نو پر دوی به یې بندیزونه ولې لګول، ۱۰ ورځې وړاندې پېمرا یو نوټس ورکړ چې خبریال به د کابېنې خبر نه ورکوي، تاسو ټول پوهه یی چې یو خوا حکومت د قانون خبره کوي او بلخوا پر خبریالانو بندیزونه لګوي. تحفظ خو موږ ته په ارټیکل ۱۹ کې هم راکړل شوی دی، نو کوم دئ.)

د ۲۰۲۰ کال د جولای په میاشت کې په اسلام اباد کې یو خبریال مطیع الله خان وتښتول شو او تېره میاشت په اسلام اباد کې مشهور خبریال ابصار عالم د خپل کور مخې ته په یو وسلوال برید کې ژوبل شو.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت وایي دوی په هېواد کې د ازادې میډیا لپاره کار کوي او پر خبریالانو د وسلوالو بریدونو غندنه کوي. د دغه ګوند د انفارمېشن او براډکاسټنګ د سټېنډنګ کمیټۍ غړي عثمان خان ترکی د مې پر پینځمه مشال راډیو ته وویل حکومت یې کوشش کوي چې دغه بیل زر منظور کړي: (د خبریالانو تحفظ یقینې کول ضروري دي، کله کله داسې پېښې وشي چې پکې خبریالان په نښه شي، داسې نه دي پکار باید د خبریالانو خوندیتوب لومړی وي، موږ هڅه کوو چې د میډیا ازادي او د خبریالانو تحفظ یقیني شي.)

بلخوا په پاکستان کې د د خبریالانو ټولنې وایي د عمران خان حکومت له راتلو سره نه یوازې په ملک کې پر میډیا بندیزونه زیات شوي دي، خبریالان بې روزګار شوي دي، بلکې پر دوی وسلوالې حملې هم زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG