د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې يو خبريال تر ۱۴ ساعته لادرکۍ وروسته کور ته ستون شو


په اسلام اباد کې د خبريالانو د يوې مظاهرې تصویر (انځور له ارشيفه)
په اسلام اباد کې د خبريالانو د يوې مظاهرې تصویر (انځور له ارشيفه)

په کراچۍ کې د يو شخصي ټيليويژن خبريالان تر ۱۴ ساعته لادرکۍ وروسته خوشې شوی او کور ته رسېدلی دی.

نفیس نعيم د اج نيوز خبریال دی. د دې ټيليويژن د کراچۍ د دفتر مشر، رفعت سعيد د جون په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې نفیس نعيم د جون په ۱۳مه له ناظم اباد سيمې وړل شوی وو خو تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی چا او ولې وړی وو.

رفعت سعيد زیاتوي: "نفيس مازيګر مهال له کوره سودا پسې بهر وتلی وو اوبيا پر لاره لادکه کړل شو. موږ له پوليسو او رينجرز ځواکونو معلومات وغوښتل خو هغوی ويل چې هغه دوی نه دی وړی. هغه اوس کور ته راغلی خو زموږ ورسره خبرې لا نه دې شوې چې چا وړی وو. هغه په ذهني ډول پرېشانه او ستړی دی."

د نفیس نعيم د تښتول کېدو ويډيو پر سوشل ميډيا هم خپره شوې ده. په دې ويډيو کې ښکاري چې په ساده کپړو کې څو کسان نفیس نعيم ګاډي ته په زوره خيژوي.

په پاکستان کې لومړی ځل نه دی چې خبريالان په دې ډول تښتول کيږي. د ۲۰۲۰ کال په جولای کې مشر خبريال، مطیع الله جان په اسلام اباد کې په دې طريقه وړل شوی وو. هغه تور پورې کړی وو چې د ده تښتوونکي د جاسوسي ادارې سرتيري وو.

خو د کراچۍ د ختيځ زون د پولیسو مشر، ناصر افتاب وايي د نفیس نعيم تښتول کېدونکي نه دې معلوم شوي. هغه د جون په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې په دې اړه پلټنې کوي تر څو معلومه کړي چې دا خبريال چا وړی دی. هغه زیاته کړه چې پوليس د پېښې د امنيتي کمرو ويډيو تر لاسه کړې او تحقیقات روان دي.

خبريال نفيس نعيم په اج ټي وي چينل کې د مرستيال ايډيټر په توګه کار کوي اوله تیرو لسو کالو راهيسې د دې ټيليويژن سره کار کوي.

د اج ټي وي چينل انتظاميې سره د کراچې پريس کلب او د کراچۍ خبریالانو اتحادیې نفيس نعيم تښتول کېدل په سختو ټکو غندلي. د کراچۍ پريس کلب جنرل سيکريټري رضوان بهټي په یو بیان کې ویلي چې په وفاقي کچه د حکومت له بدلون سره د خبریالانو پر ضد ناوړه ګامونه روان دي. هغه مشال راډيو ته وويل: "په رڼا ورځ د خبريال تښتول په هيواد د لاقانونيت انتها ده او په ټول ملک کې خبريالان پر له پسې هم د دغه لاقانونيت ښکار دي. ورځ تر بلې داډول پيښې زياتيږي."

د پاکستان د انګريزي ژبې "د نيوز" ورځپاڼې د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزيب له خولې ليکلي چې د خبريال نفیس نعيم کورنۍ سره یې خبرې شوې وې او د هغه د ژر خلاصولو هڅه یې کړې. نوموړې دا نه دې ويلي چې نعيم چا او ولې تښتولی وو.

په پاکستان کې د خبريالانو او ازادو مطبوعاتو لپاره کار کوونکي غېر سرکاري تنظيم فريډم نېټ ورک د مې په درېيمه د صحافت د نړيوالې ورځې په وخت په خپل راپور کې ويلي چې د هېواد دننه د کال ۲۰۲۱ او کال ۲۰۲۲ داپریل میاشت پورې په خبریالانو د بريدونو، ځورولو او د مطبوعاتي سرغړونو ۸۶ پېښې رامنځته شوي او څلور خبريالان وژل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG