د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د وژل شوي خبریال واحد رییساني مقدمه د فبرورۍ تر ۲۷مې ځنډول شوې


پاکستانیو خبریالانو وخت په وخت د مظاهرو په ترڅ کې له حکومته د خوندیتوب غوښتنه کړې ده: انځور پخوانی دی
پاکستانیو خبریالانو وخت په وخت د مظاهرو په ترڅ کې له حکومته د خوندیتوب غوښتنه کړې ده: انځور پخوانی دی

عدالت په بلوچستان کې د یو وژل شوي خبریال عبدالواحد رییساني مقدمه د فبرورۍ د میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې ځنډولې ده.

عبدالواحد رییساني د ۲۰۲۱ کال د اپرېل میاشتې په ۲۴مه د کوټې په قمبراني سړک خپل کور ته نږدې، د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی وو. نوموړي د ډیلي ازادۍ په نامه یوې ځايي ورځپاڼې سره کار کولو.

د وژل شوي خبریال کشر ورور اسفند يار وايي، د ورور مقدمه يې د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړې وه او پوليسو د هغه په وژنه کې تورن دوه کسان نیولي ول چې یوه پکې زنانه هم وه او یو بل تن بیا اشتهاري ګرځول شوی وو.

اسفند يار وايي چې د ورور په وژنه کې ککړه ښځه هغه وخت له پوليسو په تېښته بريالۍ شوې وه کله چې د جرم له اعتراف کولو وروسته په ضمانت خوشې شوې وه. هغه مشال راډیو ته وویل: " زموږ له هېچا سره ذاتي دښمني نشته، زما ورور دصحافت پر بنیاد وژل شوی."

نوموړي وړاندې وویل چې د ورور د قتل په قضیه کې یې اشتهاري ګرځول شوی ملزم افغانستان ته تښتېدلی دی.

د بلوچستان د خبريالانو د اتحاديې جنرل سيکرټري او خبريال منظور احمد له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې له کال ۲۰۰۰ راهيسې په بلوچستان کې تر ۴۰ زيات خبريالانو د دندې پر مهال ژوند له لاسه ورکړی، په کوم کې چې تر ۳۰ زيات په هدفې وژنو کې وژل شوي دي.

هغه وړاندې وویل چې د واحد ریيساني مقدمه یوازینۍ مقدمه ده کومه چې د عدالت له لوري وروستۍ فيصلې کولو ته نږدې شوې ده. هغه وویل: "په بلوچستان کې چې څومره هم خبريالان وژل شوي او يا شهيدان شوي تر اوسه پوري د يوه چا مقدمه هم سرته نه ده رسيدلې او نه هم ککړو کسانو ته د عدالتو له لوري سزا ورکړل شوې ده."

د نوموړي په خبره دا لومړی ځل او لومړۍ موقع ده چې د يوه خبريال مقدمې اوريدنه پوره شوې وي او که چیرې د ټولو ککړو کسانو محاکمه کيږي او فيصله يې اورول کيږي او په سزا رسول کيږي نو دا به په لومړي ځل د يوه خبريال مقدمه وي چې پوره کيږي او ککړ کسان به خپل انجام ته رسول کيږي.

د رسنيو د حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې بې پولې خبريالانوپه خپل تازه راپور کې ويلي چې پاکستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره پينځم تر ټولو زیات خطرناک هېواد دی.

يادې ادارې د کال ۲۰۲۲م په پای کې په خپل کلني راپور کې ويلي چې په پاکستان کې لا هم رسنۍ معلوماتو ته د لاسرسي او خبریالان د امنيت په برخه کې ډېرې ستونزې لري. د يادي ادارې د شمېرو تر مخه په تېرو ۲۰ کلونو کې په ټوله نړۍ کې ۱۶۶۸ خبریالان وژل شوي دي چې پکې ۹۳ یې په پاکستان کې دي نو ځکه دغه هېواد د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره پينځم خطرناکه ملک ګڼل شوی دی.

په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې خبریالان تر ټولو زیات د وسله والو له ګواښونو او امنيتي ادارو له څاره شکايت لري.

د بشري حقوقو سازمان (هیومن رايټس کمېشن) د بلوچستان مشر حبيب طاهر ايډوکيټ له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په بلوچستان کې خبريالانو ته خطر يوازې د وسلوالو له لوري نه بلکې د هیواد د جاسوسي ادارو له لوري هم وي. د هغه په خبره د وژل شوو خبريالانو د حقوقو لپاره عدالتونو هم هغه ډول کردار نه دی ادا کړی کوم ته چې ضرورت دی او یا د پاکستان د قانون مطابق د خبريالانو حق دی.

XS
SM
MD
LG