د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د خبریالانو ژوند ته خطرونه موجود دي: شازيه مري


په ۲۰۲۰ کال کې يوه خبریاله په مظاهره کې غوښتنه کوي چې: خبریالان مه وژنئ
په ۲۰۲۰ کال کې يوه خبریاله په مظاهره کې غوښتنه کوي چې: خبریالان مه وژنئ

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جون پر ۲۸مه د خبرو پر مهال د پيپلز پارټۍ غړې شازیه مري يو رسمي اعتراض وړاندې کړ چې پر حکومت یې د رسنيو د کنټرول تور پکې وو.

هغې وويل چې د خبریالانو ژوند ته خطرونه موجود دي او کوښښ شوی چې د رښتيا ويلو واک ترې واخیستل شي.‌

شازيه مري زیاتوي:"د کوم خبریال خبرې چې ستاسو نه وي خوښې، د هغه خلاف پرچه درجوئ. کوم خبریال مو چې نه وي خوښ، پر هغه د غدارۍ ټاپه لګوئ. د بیان ازادي داسې وي؟ خلک بايد پرېږدئ چې خپله خبره وکړي. د ملي امنيت په بهانه ترې دا حق مه اخلئ. بله خبره دا چې حکومت دې د اطلاعاتو وزارت نوم د پروپېګنډې وزارت ته بدل کړي ځکه چې معلومات خو دوی هسې هم نه ورکوي."

د اطلاعاتو وزارت دې خپل نوم د پروپېګنډې وزارت ته بدل کړي
شازیه مري

د شازیې مري د خبرو بنیاد په پاکستان کې د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ادارې، فرېډم نيټورک د دې کال راپور وو چې پکې راغلي په تېرو ۱۲ مياشتو کې په پاکستان کې د رسنيو او خبريالانو په وړاندې د سرغړونو ۱۴۸ پېښې ثبت شوي.

د ۲۷ خبریالانو پر ضد کېسونه درج شوي او ۲۵ صحافيان د لږ يا ډېر وخت لپاره نيول شوي دي. فرېډم نيټورک د رسنيو د ځورونو لپاره امنيتي ادارو ته ګوته نیولې ده.

خو د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري د جون په ۲۸مه په پارلمان کې د بحث په وړاندې د رسنيو د ازادۍ تروړل رد کړل. هغه وويل: "موږ ته دې څوک د بیان ازادۍ نصیحتونه نه کوي. موږ او اپوزیشن بايد د پاکستان ملي ګټو لپاره يوه متحده بيانيه وړاندې کړو. په پاکستان کې له ۲۵۰ زیات داخلي او۴۳ بهرني ټيليويژن چېنلونه موجود دي چې په خپلواک ډول کار کوي. موږ خبریالانو ته داسې سهولتونه ورکوو چې په تاريخ کې یې مثال نه موندل کېږي."


فواد چودري د هغه بيل یادونه هم وکړه چې د پاکستان حکومت د خبریالانو د خوندي ساتلو لپاره چمتو کړی. خو حکومت پر رسنيو د پراخه څار لپاره د يوې نوې ادارې د جوړولو ارډيننس يا صدارتي فرمان وړاندیز هم کړی دی.

د پاکستانيو خبریالانو وفاقي ادارې (PFUJ) مشر شهزاده ذوالفقار وايي د دغه فرمان يوه مجوزه کاپي ورسره شريکه شوې چې ترې معلومېږي چې حکومت پر رسنيو کنټرول زیاتول غواړي."موږ دا رد کړی دی. موږ یې د رسنيو لپاره مارشل لاء بولو. حکومت ته مو ويلي‌دي چې که تاسو دا چلونه کوئ نو په ياد وساتئ چې سبا به بيا تاسو په حکومت کې نه یاست او همدا په رسنيوو د قدغن قوانين به ستاسو لپاره دردسر جوړېږي."

موږ خبریالانو ته بېساري سهولتونه برابروو
فواد چوهدري

په پاکستان کې د خبریالانو د ستونزو په اړه بحثونه تر هغې وروسته ډیر شول چې د مې په مياشت کې د خبریال اسد طور پر کور وسله وال کسان ورغلل او هغه یې وواهه. تر هغه مخکې مشر خبریال ابصار عالم په ډزو زخمي او تر دې هم مخکې خبریال مطیع الله جان په اسلام اباد کې د امنیتي ادارو جامې اغوستو کسانو وتښتاوه. دوی ټولو د دې پېښو زمه واري د پاکستان پر جاسوسي ادارو اچولې خو هغوی رد کړې البته تر اوسه پورې پوليسو په دې تړاو څوک نه دي نيولي.

پاکستان د رسنيو ازادۍ لپاره کارکونکې نړیوالې ادارې، بې سرحده خبریال په کلني لیست کې دا کال په ۱۴۵ نمبر دی. د دې ادارې د ويبسايټ ترمخه دا په دې معنا ده چې دغلته د بیان ازادي خوندې نه ده او رسنۍ بشپړه ازادي نه لري.

XS
SM
MD
LG