د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د اې ار وای نیوز د خبري څانګې مشر نیولی دی


پولیس وايي، د اې ار وای نیوز ټېلېوېژن د خبري څانګې مشر پرضد د اګست پر اتمه مقدمه دایره شوې.
پولیس وايي، د اې ار وای نیوز ټېلېوېژن د خبري څانګې مشر پرضد د اګست پر اتمه مقدمه دایره شوې.

د کراچۍ پولیس وايي، د اردو ژبې شخصي خبري ټېلېوېژن اې ار وای نیوز د خبري څانګې مشر یې ګرفتار کړی دی.

پولیسو د اګست پر نهمه په بیان کې وویل چې عماد یوسف یې د سې شنبې (نهې) شپې مهال د ښار په ډېفېنس سیمه کې له خپل کوره ګرفتار کړی دی.

پولیس وايي، د اې ار وای نیوز ټېلېوېژن پرضد د اګست پر اتمه د کراچۍ د ملیر سیمې په مېمن ګوټ تاڼه کې مقدمه دایره شوې چې پکې د تحریک انصاف ګوند د مخکښ مشر شهباز ګېل تر څنګ د شنونکي ارشد شریف، د خپرونو وړاندې کوونکي عدیل قیصر، د خبري څانګې مشر عماد یوسف او د چینل د یو مشر سلمان اقبال نومونه شامل دي.

په رپورټ کې تور پورې شوی دی چې شهباز ګېل د اګست پر اتمه د روانو چارو په یوه خپرونه کې د "پوځ پرضد کرکه خپروونکې" څرګندونې کړې دي او د "پوځي افسرانو پرضد یې د سرتېرو د پارولو" هڅه کړې ده.

شهباز ګېل د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان د چارو دفتر مشر او نېږدې سلاکاردی - پخوانی انځور.
شهباز ګېل د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان د چارو دفتر مشر او نېږدې سلاکاردی - پخوانی انځور.

تر هغې خپرونې وروسته د اګست پر اتمه نېټه د اې ار وای نیوز ټېلېوېژن نشریات درېدلي ول او پولیسو د اګست پر نهمه ګېل ګرفتار کړ.

د عمران خان مهم سلاکار شهباز ګېل په خپرونه کې ویلي ول چې د پوځ خلاف د ناوړه کمپاين تر شا موجوده وفاقي حکومت لاس لري. په خپرونه کې دا هم ویل شوي ول چې پوځي چارواکي باید د خپلو لوړ پوړو چارواکو "غیرقانوني او غیراییني" امر و نه مني.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي دي چې شهباز ګېل د اسلام اباد پولیسو نیولی دی.

نوموړي د اګست پر نهمه په اسلام اباد کې د اطلاعاتو او خپرونو چارو له وزیرې مریم اورنګزېب سره ګډې خبري غونډې ته وویل، ګېل یې "له قانون سره سم" ګرفتار کړی دی او ورباندې د "بغاوت او ادارو پر ضد د خلکو پارولو" تورونه پورې شوي چې عدالت ته یې وړاندې کوي.

ثنا الله په خپلو خبرو کې دعوه وکړه چې د تحریک انصاف مشر عمران خان په "پوځ کې دننه د وېش او درز" پیدا کولو لپاره پر "یوې بیانیې" کار کاوه او ګېل ته یې د "بیانیې د خپرولو" ویلي ول.

خو تحریک انصاف ګوند دا تورونه ردوي، د حکومت پر اقداماتو یې نیوکې کړې دي او د ګېل ګرفتاري ناقانونه عمل بولي.

د هغه ګوند یوه مخکښ مشر فواد چودري د اګست پر ۱۰مه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه لیکلي، "د شهباز ګېل الفاظ به نامناسب وي" خو الفاظ "له چا غدار نه جوړوي."

فواد چودري همداراز د اې ار وای نیوز د خبري څانګې د مشر عماد یوسف پر ګرفتارۍ هم نیوکې کړې دي. نوموړي د اګست پر ۱۰مه پر ټوېټر په بل بیان کې ویلي دي چې له دې ډول "کارونو سره خو به د ټېلېوېژنونو ژوندې خپرونې ودرېږي".

تر نوموړي مخکې، د ګوند یوه بل مخکښ مشر اسد عمر د اګست پر ۱۰مه په خبري غونډه کې وویل چې خبریالان پر دې خبرې پوه دي چې "څوک هم غږ پورته کړي او څوک هم چې هغه واقعیتونه برسېره کړي" چې حکومت یې نه خوښوي، نو هغوی به نیول کېږي.

خو د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام اداره (پاکستان الېکټرانيک میډیا رېګولېټري اتارټي یا پیمرا) په یو نوټس کې اې ار وای نیوز ته ویلي چې په خپرونو کې "کرکه، خیانت او ناوړه موادو ستاسو د چینل په اړه جدي اندېښنې" راپورته کړي دي.

اې ار وای نیوز د پاکستان له لویو ټېلېوېژن چینلونو څخه يو دی چې د هغه هېواد د پخواني وزیراعظم عمران خان ملاتړی ګڼل کېږي.

اې ار وای نیوز تر هغه وروسته پر پوځ نيوکې پیل کړې چې د روان کال په اپرېل مياشت کې عمران خان په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک له لارې د وزیراعظمۍ له دندې ګوښه شو.

هغه ټېلېوېژن چینل ویلي دي چې د خپرونو درول "ناقانونه" عمل وو چې پرضد یې عدالت ته ځي.

XS
SM
MD
LG