د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅ خبریال ورور وايي عابد میر ورته زنګ وهلی او وايي چې له ملګرو سره په شمالي سیمو کې دی


په تېرو کلونو کې په پاکستان کې خبریالانو پر رسنیو د محدودیتونو او د خبریالانو د ورکولو او ځورونو ضد مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
په تېرو کلونو کې په پاکستان کې خبریالانو پر رسنیو د محدودیتونو او د خبریالانو د ورکولو او ځورونو ضد مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې د یو بلوڅ خبریال عابد میر کورنۍ وايي چې هغه لا هم کور ته نه دی ستون شوی.

د نوموړي ورور خالد میر د مارچ پر ۱۰مه پر ټوېټر په ویډیويي بیان کې ویلي دي چې له "نامعلومې شمېرې زنګ ورغی" او ورور یې ورته وویل چې د پاکستان په "شمالي سیمه کې له ملګرو سره دی او په راتلونکو دوو یا درو ورځو کې ورسره رابطه نه شي کېدای."

میر ویلي تر هغو یې چې ورور کور ته نه وي ستون شوی، دوی به "پرېشانه" وي.

خالد میر تر دې مخکې د مارچ پر نهمه پر ټوېټر لیکلي ول چې د مارچ اتمې له ماښام راهیسې یې له خپل ورور سره رابطه پرې شوې ده او په اړه یې هېڅ معلومات نه لري.

د اسلام اباد پولیسو پر ټولنیزو شبکو د میر د ورکېدو تر خبر خپرېدو وروسته وویل چې نوموړی کور ته رسېدلی دی.

پولیسو په بیان کې ویلي دي چې له خپلې کورنۍ سره د عابد میر د اړیکې پرې کېدو له کبله "داسې ګنګوسې خپرې شوې" چې ګواکې هغه "ورک شوی دی."

خو تر دې وروسته د میر ورور خالد میر پولیسو ته پر ټوېټر په بیان کې ویلي، عابد میر کور ته نه دی رسېدلی.

عابد میر په اسلام اباد کې د لوک سجاګ په نوم د ووبپاڼې د بلوچستان څانګې مدیر دی. هغې رسنۍ هم پر ټوېټر په بیانونو کې د هغه د ورکېدو خبر ورکړی دی.

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې یوشمېر نور خبریالان هم ورک شوي دي چې پر ځینو یې تشدد هم شوی وو. د هغوی د ورکولو تور اکثر پر استخباراتي ادارو پورې کېږي خو حکومت دا تور ردوي.

په تېرو کلونو کې په پاکستان کې پر خبریالانو او رسنیو د محدودیتونو او فشار، د خبریالانو نیولو، ورکولو او ځورونو پرضد مظاهرې هم شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG