د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د خبریال عمران ریاض نیولو غبرګونونه پارولي


په اسلام اباد کې خبریالان او د مدني ټولنو فعالان پر رسنیو د محدودیتونو ضد د احتجاج پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د می ۲۸مې تنځور
په اسلام اباد کې خبریالان او د مدني ټولنو فعالان پر رسنیو د محدودیتونو ضد د احتجاج پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د می ۲۸مې تنځور

د پاکستان د سېنېټ د بشري حقونو او د کورنیو چارو کمېټیو د خبریال عمران ریاض د ګرفتارۍ نوټس اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان او د خبریالانو ټولنو د عمران ریاض د نیونې غندنه کړې ده. عمران ریاض د جولای پر پینځمه اسلام اباد ته روان وو چې په اټک کې پولیسو ونیو.

د سېنېټ د داخله چارو کمېټۍ د جولای پر شپږمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د عمران ریاض د "غیرقانوني" نیونې او یا بندي کولو سخت یې نوټس اخیستې او په دې لړ کې یې غونډه هم وربللې ده. همداراز، د سېنېټ د بشري حقونو قایمه کمېټۍ هم د جولای پر شپږمه پر ټوېټر لیکلي چې د بشري حقونو له وزارته یې په نوموړي د نیولو په اړه ځواب غوښتی دی.

خو د پاکستان حکومت وايي، ریاض یې له قانون سره سم نیولی دی.

عمران ریاض د پاکستان یو خبریال او د یو شخصي ټېلېوېژن اېکسپرېس نیوز د روانو چارو یوې خپرونې کوربه دی.

پولیسو د جون پر ۲۸مه او ۲۹مه  پر عمران ریاض شاوخوا ۱۸ مقدمې جوړې کړې وې چې پکې ۱۷ د پنجاب پولیسو او یوه د اټک پولیسو درج کړې وه.
قادر جنجوعه

د هغه وکیل قادر جنجوعه د جولای پر اوومه مشال رېډیو ته وویل چې پولیسو پر عمران ریاض پر ریاستي ادارو د تنقید کولو په تور ۱۸ مقدمې جوړې کړې دي خو ریاض دریځ لري چې "تل یې د هېواد د ولس لپاره غږ" پورته کړی دی.

نوموړي وویل چې اسلام اباد های کورټ عمران ریاض ته تر ګرفتارۍ وړاندې ضمانت ورکړی وو خو پر هغې سربېره نیول شوی.

جنجوعه وايي، د پنجاب پولیسو ورته ویلي چې هغه په خپله یوه وروستۍ وینا کې د پولیسو سپکاوی کړی. "پولیسو د جون پر ۲۸مه او ۲۹مه پر عمران ریاض شاوخوا ۱۸ مقدمې جوړې کړې وې چې پکې ۱۷ د پنجاب پولیسو او یوه د اټک پولیسو درج کړې وه. موږ عدالت ته تر درخواست کولو وروسته د ۱۷ مقدمو تفصیل راایستلی خو د اټک د مقدمې معلومات راڅخه پټ ساتل شوي."

قادر جنجوعه وایي چې د اټک مجسټریټ ورته ویلي چې د دې مقدمې اورېدنه هغه نه شي کولای ځکه چې هغه مقدمه د برېښنايي جرمونو د مخنیوي له قانون (پرېوېنشن اف الېکټرانېک کرایمز ایکټ یا پیکا) سره سمه دایره شوې ځکه یې د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) قاضي ته استولې.

دی زیاتوي چې د اېف ای اې قاضي وویل چې پر ریاض جرم نه ثابتېږي خو د اټک پولیسو په هم هغه مقدمه کې ګرفتار کړ.

پر عمران ریاض تور دی چې هغه د پاکستان تحریک انصاف ګوند "پلوی" دی او په خپلو خپرونو کې یې پر موجوده حکومت او حکومتي ادارو "بېځایه تنقید" کړی دې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د اپرېل پر ۱۹مه ویلي ول چې حکومت یې د پېکا په قانون کې بدلونونو ته بیا کتنه کوي.

د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنېشنل) د جنوبي اسیایي څانګې د جولای پر شپږمه پر ووبپاڼه لیکلي چې د عمران ریاض ګرفتارۍ "اندېښمن" کړي دي او له چارواکو یې غوښتي چې منتقدینو ته دې د سزاګانو ورکول ودروي.

سازمان زیاته کړې چې په پاکستان کې د تېرو څو کلونو راهیسي روان حالات د اندېښنې وړ دي.

بلخوا په پاکستان کې د خبریالانو ټولنو هم پر عمران ریاض د مقدمو د ختمولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د خبریالانو وفاقي ټولنې (فیډرل یونین اف جرنلسټس) مشر شهزاده ذوالفقار مشال رېډیو ته وویل چې په پاکستان کې د خبریالانو لپاره وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. "موږ د عمران ریاض د ګرفتاری غندنه کوو. موږ دا وایو چې د بیان ازادۍ حق باید هر څوک ولري. خو دلته [د فعالانو په څېر هلې ځلې یا] ایکټېوېزم زیات شوی دی. ډېر کسان د هر سیاسي ګوند په چوکاټ کې ځان فعاله ساتي او ځان ته صحافي هم وايي."

بلخوا خبریال او د پاکستان د خبریالانو مرکز (نیشنل پرېس کلب) پخواني مشر شکیل قرار د جولای پر اوومه مشال رېډیو ته وویل چې عمران ریاض یو صحافي دی او باید د خپل دریځ پر بیانولو و نه ځورول شي. "که عمران ریاض له صحافت سره سره د یوټیوب چینل چلوي نو مطلب یې دا نه دی چې هغه صحافي نه دی. د پاکستان [په ایین] کې د بیان ازادۍ حق شته خو پر هغې سربېره هم د ولس او صحافیانو خلاف کارروایانې کېږي. موږ دا نه منو. باید حکومت د ولس حقونه یقیني کړي."

که عمران ریاض له صحافت سره سره د یوټیوب چینل چلوي نو مطلب یې دا نه دی چې هغه صحافي نه دی.
شکیل قرار

خو د بشري حقونو وفاقي وزیر میا ریاض حسین پیرزاده د جولای پر اوومه مشال رېډیو ته وویل چې د عمران ریاض خلاف له قانون سره سم کارروايي شوې. "چې څه هم کېږي، هغه د قانون مطابق کېږي، هسې خو څوک نه شي ګرفتارېدای. هغه کسان چې بې ځایه تنګول کوي، پوښتنې کوي او ویره خپروي نو پرضد به یې بیا له پیکا قانون سره سم، کارروايي هم کېږي. عمران ریاض چې څه کړي دي، د هغې ویډیوګانې موجودې دي او د پاکستان تر قانون لاندې به کارروايي کېږي."

په پاکستان کې تر دې مخکې هم هم د خبریالانو د نیونو او د هغوی د ځورولو پېښې شوي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې پاکستان د خبریالانو لپاره د نړۍ له خطرناکو هېوادونو یو دی چې پکې له درغلیو او قاچاق سره په تړلو پېښو کې هر کال درې یا څلور خبریالان وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG