د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کواټ کې د يو خبريال پر کور د لاسي بم تر برید وروسته خبریالانو احتجاج کړی


په کواټ کې د خبریالانو احتجاج
په کواټ کې د خبریالانو احتجاج

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې خبریالانو د خبریال یاسر شاه په کور د برید پر ضد مظاهره کړې خو پولیس وايي پلټنې یې پيل کړې دي.

د مارچ پر ۲۲مه په کواټ پریس کلب کې تر يوې غونډې وروسته مشال راډیو سره په خبرو کې د پریس کلب مشر نور محمد بنګښ وویل چې د برید په اړه پولیسو پلټنې کوي خو د دوی لپاره د تسلۍ وړ نه دي. خبریالانو غوښتنه کوله چې په پېښه کې ککړ کسان دې ونیول شي.

د مارچ په ۲۱ مه ناپیژندل شویو وسله والو د شخصي ټیلي ویژن جيو نيوز د خبریال یاسر شاه پر کور د لاسي بمي برید وروسته ډزې وکړي. په برید کې چاته زیان نه وو رسیدلی. تر اوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلی.

په غونډه کې پریکړه وشوه چې د راتلونکې شنبې په ورځ به شهیدانو چوک کې احتجاج کوي. دغه مهال یاسرشاه مشال رېډيو ته وویل چې له دې وړاندې هم ورته ګواښونه شوي وو چې هغه پری پولیس خبر کړي، خو پولیسو لا تر اوسه تورن کسان نه دې نیولي.

په کواټ کې د پوليسو وياند فضل نعيم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د برید راپور یې د ترهګرۍ ضد پولیسو په تاڼه کې درج کړی او پلټنې روانې دي. د هغه په وينا د بریدګرو د نيولو هڅې کوي.

په پاکستان کې خبريالان په بېلابېلو وختونو کې د وسله والو تر حملو لاندې راغلي او پر دې سربیره ځيني یې د حکومتونو لخوا هم نيول شوي دي. د مارچ پر شلمه، د اسلام اباد پولیسو وويل چې د “بول نيوز” په نوم له يوه پاکستاني ټېلېويژن سره کار کوونکی خبريال صديق جان یې ګرفتاره کړی دی.

پوليسو پر ټوېټر پاڼه لیکلي چي صديق جان د مارچ پر ۱۸مه په توشه خانه قضیه کې عدالت ته د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان د وړاندې کېدو پر مهال د ګډوډۍ رامنځته کولو او سرکاري املاکو ته د زیان رسولو په تور نيول شوی دی.

پر ټولنيزو رسنيوو خپرو شويو وېډيو ګانو کې ليدل کېږي چې د مارچ پر ۲۰مه، د شپې مهال په ساده جامو کې ځینې کسان صدیق جان په اسلام اباد کې د بول نیوز د دفتر مخې نه نیسي او په يوه شخصي موټر کې يې کښېنوي.

XS
SM
MD
LG