د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان یوشمېر نومیالیو دیني عالمانو د نجونو پر زده کړو د بندیز ختمولو غوښتنه کړې ده


په کابل کې په کور کې ناسته زده کوونکې کتاب لولي - انځور له ارشیفه
په کابل کې په کور کې ناسته زده کوونکې کتاب لولي - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې یوشمېر مشهورو ديني عالمانو د نجونو پر تعليم د طالبانو د حکومت پر بندیز نيوکې کړې او غږ یې کړی چې ټولو نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړل شي.

اسوشيېټېډ پریس اژانس د اپرېل پر اتمه په کابل کې د یو نوموتي عالم، عبدالرحمن عابد له خولې ويلي چې نجونه کولای شي په جلا ټولګيو کې درس ووايي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت دې پوهنتونونو او تعليمي ادارو ته اجازه ورکړي چې د نجونو او هلکانو لپاره جلا جلا ټولګي جوړ کړي او استادانې وګوماري.

مولوي عابد ويلي‌ چې اسلام نجونو او هلکانو ته د تعليم اجازه ورکوي خو په افغانستان کې پرې بنديز دی. "زما لور ښوونځي ته نه شي تللی. هغه پوښتنه کوي چې په اسلامي نظام کې نجونه ولې ښوونځي ته نه شي تللی؟ زه د هغې هېڅ ځواب نه لرم. ترې شرمېږم."

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، پر ښځو یې مخ پټول جبري کړي او پر ټېلېويژن یې د هغوی څرګندېدل محدود کړي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې کابل او د افغانستان حکومت ونیوه. دوی د ښوونځیو تر څنګ په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعليم بندیز لګولی او ښځې یې په ناحکومتي ادارو کې له کاره منع کړې دي.

افغان مېرمنو د دې حقونو بیا تر لاسه کولو لپاره په افغانستان کې دننه او ځينو نورو هېوادونو کې مظاهرې کړې دي. نړيوالو هم په دې اړه سخت غبرګون ښوولی او په بیا بیا یې غږ کړی چې طالبان دې محدودیتونه ليرې کړي خو طالبانو دا غوښتنې نه دې منلي.

اسوشيېټېډ پریس اژانس په کابل کې د یو بل ديني عالم، توريالي همت چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت برخه دی، له خولې ليکلي چې نجونو ته باید د زده کړو زمينه برابره شي.

همت زیاته کړې چې په اسلام کې د نجونو د تعليم جواز شته دی. د هغه په وينا، نجونه د حجاب په مراعتولو کولی شي چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

تر دې مخکې، يو بل ديني عالم مولوي‌ عبدالسميع غزنوي هم د طالبانو پر حکومت نيوکې کړې وي‌ او غوښتنه یې کړې وه چې نجونې باید له تعليمه منع نه شي.

اژانس ويلي‌چې غزنوي تېره اوونۍ په خپل مدرسه کې د وينا په وخت وويل چې په اسلام کې د نجونو د تعليم په اړه هېڅ جنجال نه شته او دا اختلافي مسله نه ده. هغه زیاته کړې وه چې د اسلام لارښوونې ښيي چې نجونه کولی شي تعليم وکړي.

د طالبانو حکومت د دیني عالمانو د تازه څرګندونې او غوښتنې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د نجونو د زده کړو لپاره "شرعي" چوکاټ او مېکانېزم برابروي.

په افغانستان کې د طالبانو له تګلارو سره د ملایانو مخالفت کم تر سترګو کېږي نو ځکه د اسوشيېټېډ پریس اژانس په وينا، د هغو ديني عالمانو خبرې ډېرې مهمې دي.

خو طالب چارواکو په دې هلکه نه په کور دننه او نه هم د نړۍ د ځينو مشهورو ديني عالمانو غوښتنې منلې دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد نديم تېره اوونۍ یوې غونډې ته په وینا کې ویلي ول، "ديني عالمان بايد د نظام د پرېکړو مخالفت ونه کړي. ديني عالمان بايد خلک بغاوت ته و نه هڅوي."

XS
SM
MD
LG