د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ لاريونوالو پر افغان ښځو د لګول شویو بنديزونو ختمولو غوښتنه کړې


لاريون د کراچۍ په صدر کې سيمه کې وشو چې پکې ګڼ شمېر ښځو، سړيو او نرښځيانو ګډون وکړ.
لاريون د کراچۍ په صدر کې سيمه کې وشو چې پکې ګڼ شمېر ښځو، سړيو او نرښځيانو ګډون وکړ.

په کراچۍ کې د ښځو د حقونو لپاره فعاله سازمانونو د لاريون پر مهال په پاکستان کې د خپلو د حقونو په ګډون په افغانستان کې پر ښځو د لګول شويو بنديزونو په اړه هم غږ پورته کړ.

د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې هرکال د مارچ پر اتمه نېټه چې د ښځو نړيواله ورځ وي، د عورت مارچ په نوم لاريونونه کوي خو په کراچۍ کې دا ځل د مارچ پر۱۲مه وشو.

لاريون د کراچۍ په صدر کې سيمه کې وشو چې پکې ګڼ شمېر ښځو، سړيو او نرښځيانو ګډون وکړ. ځينو فعالانو په لاسونو کې لوحې نيولې وې چې ورباندې لیکل شوي ول "افغان ښځو ته دې د زده کړو او ژوند حق ورکړل شي، د بلوڅو ښځو په جبري توګه لادرکي دې ختمه شي، موږ د ايران له ښځو سره ولاړ يو او د کم عمره جينکو په زوره مذهب بدلول نه منو."

ځينو فعالانو داسې لوحې اخیستې وې چې ورباندې د افغانستان، ايران او بلوڅو ښځو د حقونو شعارونه ليکل شوي ول
ځينو فعالانو داسې لوحې اخیستې وې چې ورباندې د افغانستان، ايران او بلوڅو ښځو د حقونو شعارونه ليکل شوي ول

لاريون ته د عورت مارچ يوې مشرې غزاله شفيق وويل چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کوي. هغې وويل چې حکومت دې په جبرې توګه د مذهب بدلولو، په کم عمر کې د جينکو ودولو ضد په صوبايي او مرکزي کچه قانون سازي وکړي.

د دې په وينا:"د نرښځيانو د حقونو لپاره دې قانون جوړ کړي چې هغوی ته په سرکاري ادارو کې د نوکريو ورکولو لپاره ځانګړې کوټه وټاکل شي."

غزاله شفيق په خپله وينا کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو بنديزونو موضوع هم راپورته کړه او غوښتنه يې وکړه چې باید طالبان مجبوره کړل شي چې پر ښځو له ظلمه لاس واخلي او جېنکو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ټول ښوونځي وتړل او بیا یې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په پای کې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه.

دوی د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۳مه، په ناحکومتي ادارو کې پر ښځو د کار بندیز ولګاوه. طالبان دريځ لري وايي چې د "شریعت په چوکاټ" کې یې ښځو ته حقونه ورکړي دي خو ښځو ته د تعلیم او کار د اجازې پر مېکانیزم کار کوي.

خو د کراچۍ د لاريون يو ګډونوال منور شاه مشال راډيو ته وويل چې د جينکو پر زده کړو بنديز د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه ده او باید نړۍ طالبان مجبوره کړي چې له ښځو سره روان چلند نور ودروي.

XS
SM
MD
LG