د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاملا هیرېس وایي په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو اوږد بندېز اغېزمنه کړې


کاملا هیرېس ویلي، امريکا به د ښځو او نجونو د حقونو له دفاع لاس وانخلي ـ پخوانی عکس
کاملا هیرېس ویلي، امريکا به د ښځو او نجونو د حقونو له دفاع لاس وانخلي ـ پخوانی عکس

د امریکا مرستیالې ولسمشرې کاملا هیرېس ویلي، په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو پر بندیز کال واوښت او دې چارې ډېره اغېزمنه کړې ده.

هیرېس د مارچ پر ۲۴مه په ټویټر کې ولیکل، دا تاثر یې نور هم له دې امله ژور دی چې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته پوهنتونونو ته د تللو اجازه نشته.

نوموړې ویلي، امريکا به هېڅ وخت په نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو له دفاع لاس وانخلي.

د امريکا د مرستیالې ولسمشرې تر دې خبرو یوه ورځ مخکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا مخکیني استازي زلمي خلیلزاد په ټویټر کې لیکلي وو چې طالبان باید د افغان ښځو او نجونو په برخه کې خپل چلند ته بیا کتنه وکړي.

د خلیلزاد په وینا، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ مخالفت ظالمانه عمل دی او د دې سره د ښځو اسلامي حقوق هم تر پښو لاندې کېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي چې یو یې هم د هغو پر زده کړه بندیز دی.

هغوی د خپلې واکمنۍ په پېل کې د جینکو تر شپږم ټولګي پورته پر زده کړو بندېز ولګاوه او بیا یې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې یې د نجونو لوړې زده کړې تر "دویم اعلان" پورې وځنډولې. له دې وروسته یې په ناحکومتي ادارو کې ښځې له کاره منع کړې.

د طالبانو دا اقدامات له پراخ نړیوال غبرګون سره مخامخ شول خو طالبانو تر اوسه د نړیوالو پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی. د طالبانو دغه اقدام ښځې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړې دي.

د طالبانو دا او نور اقدامات د دې باعث شول چې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو طالبان وايي چې د نجونو د زدکړو او ښځو د کار لپاره به زمینه برابروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG