د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل مظاهرچیان: د طالبانو له حکومته د تعليم او کار حق غواړو


په کابل کې ښځو د مظاهرې پر مهال. انځور- ارشیف
په کابل کې ښځو د مظاهرې پر مهال. انځور- ارشیف

د جنورۍ پر ۱۱مه په کابل کې ښځو يو ځل بيا د خپلو حقونو لپاره مظاهره کړې ده.

پر ټولنيزو رسنيوو د دې مظاهره چيانو په خپرو شوو ويډيو ګانو کې ښکاري چې دوی د طالبانو له حکومته د تعليم او کار حق غواړي.

طالبانو د اګست په نيمايي کې د افغانستان حکومت تر نيولو وروسته له شپږم ټولګي اخوا د نجونو تعليم بند کړی او په ګڼو وزارتونو کې یې د ښځو د کار مخنیوی کړی دی.

دوی دريځ لري چې په مناسب وخت کې د شريعت چوکاټ په برابرولو سره به د دې اجازه ورکړي. خو د دې چوکاټ تشريح یې نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG