د لاسرسي ځای

تازه خبر

امینه محمد: طالبان د ښځو د حقونو پر ارزښت پوهېږي خو بندیزونه یې لیرې نه کړل


امینې محمد د جنورۍ له ۱۶مې څخه د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په افغانستان کې له چارواکو او شخصیتونو سره ولیدل - پخوانی انځور.
امینې محمد د جنورۍ له ۱۶مې څخه د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په افغانستان کې له چارواکو او شخصیتونو سره ولیدل - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د مشر مرستیالې امینې محمد ویلي دي چې د کابل د سفر پر مهال یې له طالبانو سره په خبرو کې پر افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو د کمېدو په برخه کې "لږ پرمختګ" شوی.

نوموړې د جنورۍ پر ۲۱مه له الجزیرې ټېلېوېژن سره په مرکه کې ویلي دي چې هغه "چلند" چې طالبان یې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په برخه کې کوي، "له اسلام سره په ټکر" کې دی.

دې وویل چې سره له دې چې طالبان "د نجونو د زده‌کړو" او د ښځو "د حقونو پر اهمیت پوهېږي،" مګر بیا یې هم "بندیزونه لیرې نه کړل."

امینه محمد د جنورۍ پر ۱۶مه د ملګرو ملتونو د یوه لوپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته ولاړه او په کابل او کندهار کې یې څلور ورځې د طالبانو د حکومت له چارواکو او مخکښه شخصیتونو سره ملاقاتونه وکړل.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې ویلي ول چې کار او زده‌کړو ته د افغان مېرمنو او نجونو د لاسرسي په برخه کې د ملګرو ملتونو له یاد پلاوي غوښتل شوي چې طالبانو ته د وضعیت د جدیت پیغام ولېږدوي.

امینې محمد له الجزیره ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې په سفر کې یې "پرمختګونه لرل" او د طالبانو حکومت په یوشمېر ناحکومتي ادارو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړې ده. "د روغتیا او تغذیې په برخه کې نرمښت په پام کې نیول شوی دی. زه فکر کوم دا هم له دې امله دی چې نړیواله ټولنه او مرستندویه شریکان یې په دې توانېدلي چې ښځو ته د ښځو په وسیله د خدماتو او په ځانګړي ډول د زېږون پر مهال یې اغېرې او پایلې وښيي، خو دا بسنه نه‌کوي، دا زموږ د کار پیل دی، یوازې مو یو دریڅه پرانیسته او هیله‌ من یو چې د سرچپه حساب له پیله بالاخره وتوانېږو یو داسې پړاو ته ورسېږو چې دا فرمانونه لغوه شي او نجونې ښوونځیو او ښځې کار ته ستنې شي."

امینه محمد زیاتوي چې طالبانو ورته ویلي چې د نجونو د تعلیم ستونزه د "حلېدو په درشل کې ده" او حکومت به یې ژر له یوې نوې کړنلارې سره نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

د طالبانو ویاندویانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې د څرګندونو په اړه د مشال راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو تر دې مخکې یې هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د نجونو د زده کړو په اړه کړنلاره جوړوي.

مېرمن محمد او ورسره مل پلاوي د جنورۍ پر ۱۸مه په کابل کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې هم د نجونو د ښځو او کار او تعلیم په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د طالبانو حکومت پر هغه ورځ تر ملاقات وروسته د حنفي په حواله لیکلي ول چې دوی د "اسلامي شریعت" او د افغانانو د "دودونو" په چوکاټ کې د روغتیا، زده کړو او امنیت په برخو کې د ښځو حقوقو ته درناوی کوي.

بیان زیاتوي چې حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو له تور نوملړه د یوشمېر طالب چارواکو د نومونو ایستلو، په رسمیت د هغوی د حکومت پېژندنې او ورته د ملګرو ملتونو د دایمي استازولۍ د څوکۍ نه سپارلو له کبله په نه پاملرنې تورن کړ.

د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دا موضوع یې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو له خوندیتوب او د ټولګډونه حکومت له جوړولو سره تړلې ده.

د امینې محمد په مشرۍ پلاوي د جنورۍ پر ۱۸مه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم ولیدل.

د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې په لیدنه کې پر یوشمېر موضوعاتو بحث وشو. بیان زیاتوي چې متقي مېرمن محمد ته وویل چې افغان ښځې د روغتیا او تعلیم په برخو کې کار کوي او نورې ښځې چې پخوا "په حکومتي دفترونو کې وې، اوس په کورونو کې تنخا اخلي."

امینې محمد له حامد کرزي سره د جنورۍ پر ۱۸مه ولیدل.
امینې محمد له حامد کرزي سره د جنورۍ پر ۱۸مه ولیدل.

امینې محمد پر هم هغه ورځ سهار د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم ملاقات وکړ.

کرزي تر ملاقات وروسته پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي د ملګرو ملتونو له پلاوي سره یې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو، د زده‌کړو پر ارزښت، د نجونو او ښځو لپاره د تحصیلي مراکزو په خلاصېدو او دندو ته د مېرمنو پر ستنېدو خبرې وکړې.

په همدې حال کې یوشمېر افغان نجونه د ملګرو ملتونو له پلاوي غواړي چې د طالبانو پر حکومت دا ومني چې د افغان نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو او د کار بندې دروازې پرانیزي.

دوی وايي په اوس وخت کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په برخه کې د طالبانو د پرېکړو په اړه د نړیوالو اعلامیې او غندنې بسنه نه‌کوي او باید عملي اقدامات وشي.

د طالبانو حکومت په وروستیو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو او تحصیل درېدل موقتي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۴مه په ترکیه کې د دیني عالمانو په یوه غونډه کې ژمنه کړې وه چې "ډېر ژر" به د افغان نجونو په تعلیم د بندیز ستونزه حل شي، خو له هغې نېټې تر ننه او د دوی د بیا بیا ژمنو سره سره، لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع شوي. بلکې د طالبانو حکومت په ډېسېمبر کې د نجونو پر لوړو زده کړو او داراز، په ناحکومتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سختدریځه کړنلاره له تنقید سره مخامخ شوې ده او د طالبانو حکومت پر نړیواله کچه د ښځو او نجونو پر وړاندې پر "جنسیتي تبعیض او نا برابرۍ" تورن شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې په بیا بیا ویلي دي چې د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د نجونو د زده کړو لپاره تګلاره او "شرعي چاپېریال" جوړوي، خو په دې اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG