د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نجونو تعلیم په اړه طالبانو ته د مفتي تقي عثماني لیک به اغېز وکړي؟


په اسلام اباد کې د نجونو یوه مدرسه: انځور له ارشیفه
په اسلام اباد کې د نجونو یوه مدرسه: انځور له ارشیفه

د پاکستان د مذهبي مدرسو د فیدراسون (وفاق المدارس العربیه) مشر مفتي تقي عثماني د نجونو د تعلیم په اړه د افغانستان د طالبانو امیرالمومنین ته یو لیک استولی دی.

مفتي تقي عثماني په دې لیک کې له هغه غوښتنه کړې چې د نجونو د تعلیم لپاره دې لارې چارې برابرې کړي.

دغه پاکستاني عالم د اپریل پر ۲۱مه، ملا هبت الله ته په استولي لیک کې چې کومې خبرې کړي، جزیات یې په پاکستانیو رسنیو کې خپاره شوې دي.

په لیک کې راغلي چې "دا مهال په افغانستان کې یوه لویه ستونزه د نجونو د تعلیم ده، زموږ رایه داده چې په شرعي چوکاټ کې دننه د نجونو د تعلیم لپاره مناسب انتظام کول اړین دي. په ټولنه کې د تعلیم، درملنې او د فلاحي کارونو د ترسره کولو لپاره تعلیم یافته مېرمنو ته سخته اړتیا ده نو پکار ده چې لاره ورته ولټول شي. "

د وفاق المدارس العربیه مشر مفتي تقي عثماني په خپل خط کې زیاته کړې چې هغوی اورېدلي چې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو لپاره جلا ښوونځي نشته.

د ده په وینا، که داسې وي نو د دې ستونزې د هوارۍ لپاره هم کار ممکن دی.

نوموړي دا هم ویلي چې که د نجونو د تعلیم غم وخوړل شو نو هغه تاثر به هم لرې شي چې ګینې طالبان د نجونو د تعلیم مخالف دي.

د یاد پاکستاني مفتي لخوا د نجونو د تعلیم په اړه دا لیک په داسې وخت کې ملا هبت الله ته لېږل شوی چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ شاوخوا اته میاشتې شوې دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي نو نجونو ته یې په خلاص مټ ښوونځیو او پوهنځیو ته د تلو اجازه نه ده ورکړې.

د دې په غبرګون کې افغان مېرمنو او فعالانو وخت په وخت خپل غږ هم پورته کړی دی.

په کراچۍ کې مېشت شنونکی او خبریال نعمت خان وايي، د یو پاکستاني مذهبي مشر لخوا د افغان طالبانو مشر ته دا ډول لیک استول مهم ګام دی ځکه چې د دیوبند مکتبه فکر علما او په ځانګړي ډول مفتي تقي عثماني پر افغان طالبانو خپل اغېز لري.

نوموړي د اپریل پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، "په دې لیک کې طالبانو ته مشوره ورکړل شوې چې د نجونو د تعلیم په لاره کې موجود خنډونه دې لرې کړل شي، د هغوی ښوونځي دې بیرته پرانیستل شي او ترڅنګ یې له دې لیکه دا خبره هم جوتیږي چې د طالبانو لخوا د نجونو د تعلیم مخنیوی یو غلط ګام دی او په لیک کې پر دې خبره هم زور راوړل شوی چې په ټولنه کې د نجونو د تعلیم څومره اهمیت دی؟ "

خو د سیاسي چارو یو بل پوه او خبریال طاهر حسین خان وايي، دا خبره واضحه ده چې په افغانستان کې په تعلیمي نظام کې غیر شرعي هېڅ هم نشته او هغه نه ګڼي چې د مفتي تقي عثماني دا لیک به پر طالبانو څه ډول اغیز وکړي.

په افغانستان کې طالبانو د ۲۰۲۲ کال د مارچ پر ۲۳مه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو اعلان کړی و خو په هماغه ورځ چې نجونې د نږدې اوو میاشتو ځنډ نه وروسته ښوونځیو ته ولاړې نو د طالبانو مشر فرمان جاري کړ چې تر هغې دا کار نه شي کېدای چې د شرعیت په رڼا کې یو پلان ورته نه وي سنجول شوی.

کله چې په افغانستان کې طالبانو ښوونځیو ته د نجونو د لیږلو پرېکړه بیرته واخیسته نو د مارچ په ۲۵مه امريکا په قطر کې له طالبانو سره پلان شوې خبرې لغوه کړې.

بیا امریکا، برتانیې او اروپايي هيوادونو د طالبانو دغه پرېکړه وغندله او په طالبانو یې غږ وکړ چې په سمدستي ډول دې په افغانستان کې د جينکو دپاره د تعليمي ادارو تړلو پرېکړه بیرته واخلي اوټول ښوونځي دي پرانيزي.

ملاله یوسفزۍ: که طالبان د ښځو حقونه نه مني نو باید په ډیپلومېټکي کچه ونه پیژندل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

د وفاق المدارس العربیه د مشر له لیک نه وړاندې، په پاکستان کې میشتو ۱۶ تنو افغان دیني عالمانو هم د نجونو د تعلیم او په افغانستان کې د تعليمي ادارو د پرانيستو لپاره د طالبانو مشرته یو لیک لیکلی او ویلي یې وو چې دا د اسلامي اصولو سره سمون نه لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ له یوه هیواد لخوا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی او شنونکي ګڼي چې ترڅو طالبان د نجونو د تعلیم او د مېرمنو د کار په اړه خپل دریځ نرم نه کړي نو ښايي په نږدې راتلونکي کې به طالبان ونه توانیږي چې خپل حکومت په چا پر رسمیت وپېژني.

XS
SM
MD
LG