د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی کابل ته تللی


د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هیوادونو بېرغونه
د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هیوادونو بېرغونه

د اسلامي همکاریو سازمان وايي یو لوړپوړی پلاوی یې په کابل کې له طالب چارواکو او افغان سیاستوالانو سره پر مهمو سیاسي، حقوقي او بشري مسایلو خبرې کوي.

دغه سازمان د نومبر پر ۱۲مه په یو ټوېټ کې لیکلي چې د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي باخیت په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او د عدلیې له سرپرست وزیر عبدالحکیم سره لیدلي.

په بیان کې زیاته شوې چې د افغانستان سیاسي، بشري، اقتصادي او حقوقي مسایل په دې لیدنو کې په مفصله توګه تر بحث لاندې راغلي دي.

د دوی په وینا، دا هغه مسایل دي چې د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له پرېکړه لیک سره سم لومړیتوب ورکړل شوی.

طارق علي باخیت د نومبر پر ۱۲مه په کابل کې له پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي سره هم لیدلي وو.

حامد کرزي پر خپل فیسبوک لیکلي چې تعلیم د بشري ټولنې د ودې او ترقۍ اساس دی او په دې برخه کې یې له افغانستان سره د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستو غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG