د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني: طالبانو په افغانستان کې د پاکستانيو مدرسو تعليمي نظام عملي کړی


پخوانی افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وينا په وخت - انځور له ارشيفه
پخوانی افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وينا په وخت - انځور له ارشيفه

یو شمېر نورو پخوانيو لوړ پوړو افغان چارواکو هم په افغانستان کې پر نجونو د زده کړو او کار بندیز د يوه ناورین په توګه ياد کړی او غوښتنه یې کړې ده چې افغان نجونو او مېرمنو ته د هغوی حقونه بايد ورکړل شي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبانو د افغانستان ښوونیز نظام د پاکستانيو مدرسو د سخت تعليمي نظام تابع او د هغې پر یوه څانګه بدل کړی دی.

نوموړي دا ادعا په هغه غږيز پيغام کې کړې چې د نوي لمريز کال د پيل په مناسبت يې د مارچ پر ۲۰مه پر خپله فېسبوکپاڼه خپور کړی دی. اشرف غني د طالبانو له لوري پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار بندیز خلکو ته د الله له لوري د ورکړل شوي حق تر پښو لاندې کول بللي دي.

هغه زیاتوي: "په تېرو ۱۹ مياشتو کې د هېواد تعلیمي نظام د پاکستاني مدرسو د خشک نظام تابع او د هغوی په یوه څانګه بدل شوی دی. حاکمې ډلې په خپلو دغه ډول سیاستونو یو وار بیا د نویېمې میلادي لسیزې په څېر افغانستان په یوه هېر شوي، وروسته پاتې، ګوښه شوي او نهیلي هېواد بدل کړی دی."

اشرف غني په خپل غږيز پيغام کې د طالبانو حکومت يو استبدادي نظام بللی چې په خبره يې، تر ډېره به دوام و نه کړي. هغه په عين وخت کې پر افغانانو غږ کړی چې د افغانستان د مسلو د حل لپاره ملي مکالمه وکړي.

افغان طالبانو تر اوسه د اشرف غني دې تازه څرګندونو ته ځواب نه دی ويلی. د يادونې ده چې اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د خپلو نيږدي چارواکو سره هغه مهال متحده عرب اماراتو ته ولاړ چې طالبانو په زور کابل ونيو. نوموړي له دغه ځايه، وخت په وخت د افغانستان د بېلابېلو مسايلو په اړه بیانونه خپاره کړي دي.

طالبانو د خپل حکومت په وخت پر ښځو د کار او پر نجونو د تعليم بندیز لګولی دی چې بشري حقونو نړيوالو ادارو او افغان سیاستوالو پرې نيوکې کړې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له حکومته د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو خلاصولو غوښتنه کړې ده. نوموړي د نوي لمريز کال په مناسبت پر خپله ټوېټر پاڼه خپور کړي يوه بيان کې زياته کړې چې طالبان دې ښځو ته د کار اجازه هم ورکړي.

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله هم په یوه پیغام کې د افغان نجونو پر زده کړو د بنديز اقدام غندلی او هیله یې ښوولې چې په نوي کال کې به هغوی ته د زده کړو اوښځو ته د کار حق ورکړل شي.

طالبان دريځ لري چې هر څه د شريعت په چوکاټ کې پر مخ وړي خو دا چوکاټ یې نه دی تشريح کړی. دوی د نړيوالو فشارونو سربیره هم پر ښځو لګولي بنديزونه نه دي نرم کړي. د طالبانو مشر، ملا هیت الله څه موده مخکې ويلي وو چې نه د نړيوالو فشارونه مني او نه هم ورسره يو قدم مخکې ځي.

XS
SM
MD
LG