د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند وايي وسلوالو سردار حسین بابک ته ګواښونه کړي دي


سردار حسین بابک یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
سردار حسین بابک یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) د خیبر پښتونخوا مشر ایمل ولي خان ویلي دي چې "ترهګرو" په صوبايي اسمبلۍ کې د ګوند پارلېماني مشر سردارحسین بابک ته "مستقیماً" دړکې ورکړي او پر هغه د برید لپاره یوه غونډه هم شوې ده.

نوموړي د نومبر پر ۲۹مه پر ټوېټر په بیان کې د چا له نوم اخیستو پرته زیاته کړی چې که په بابک څه وشو نو ذمه وار به یې هغه خلک وي چې د "ترهګرو خواخوږي دي، سرپرستي یې کوي او جرګې یې ورسره روانې" کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ.

هغې ناقانونه ډلې بابک ته د دړکو ورکولو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې نورو مخکښه سیاستوالانو ته د ګواښونو کولو ورڅخه یې د باج غوښتو تورونه رد کړي دي.

سردار حسین بابک د نومبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، په صوبه کې ناامني روانه ده او صوبايي حکومت یې "ننداره" کوي. ده تور پورې کړ چې د اطلاعاتي چارو لپاره د وزیراعلا سلاکار او د صوبايي حکومت ویاند محمد علي سیف د طالبانو د ملګرتیا دعوې کوي نو ده ته به څنګه تحفظ ورکړي.

ده وویل، "صوبايي حکومت" د وسلوالو "ملګری دی، سهولت کار یې دی. تاسې وګورئ چې د پښتونخوا په هره برخه کې هدفي بریدونه څومر ډېر شوي دي او د پیسو اخیستو لپاره خلکو ته د دړکو ټېلېفونونه څومره ډېر شوي دي. نو له حکومته به د تحفظ تمه څوک څنګه وکړي؟ د صوبايي حکومت ویاند په ډاګه وايي چې په جهاد کې یې برخه اخیستې ده او که د وسلوالو ډلو ترمینځ څه اختلاف وي نو هغه پکې کردار لوبولو ته اماده دی. نو داسې رقم خبرې کوي چې د پښتنو پر زخمونو مالګې دوړوي."

د ټي ټي پي بیا فعالېدو د خلکو ژوند څومره اغېزمن کړی دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:17 0:00

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف د بابک څرګندونې رد کړې او هغه ته یې د ګواښونو خبر ناسم بللی دی.

ده د نومبر پر ۳۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې عوامي نیشنل ګوند دا ډول څرګندونې په رسنیو کې د پاتې کېدو لپاره کوي.

سیف وویل، پر دې موضوع نور څه ویل نه غواړي خو که بابک د دړکو ثبوت لري، حکومت ته دې یې وړاندې کړي. "چا ورته دړکې ورکړي؟ چا ورته ټېلېفون کړی؟ څه ثبوت دی؟ وړاندې دې یې کړي. څوک ورته راغلي دي؟ یا کوم برید ورباندې شوی دی او تحریک طالبان [پاکستان ډله] دومره وزګاره (اوزګاره) ده چې دوی ته به دړکې ورکوي؟ له هغوی (طالبانو) سره د دوی ټول رېکارډ موجود دی او ورته معلومه ده چې دوی (عوامي نیشنل ګوند) څومره تکړه دي او د دوی سیاسي حیثیت څه دی. پر دې زه تاسو ته نور څه ویل نه غواړم."

خو عوامي نیشنل ګوند وايي، په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ناامنۍ په بېلابېلو پېښو کې یې تر ۱،۰۰۰ زیات مخکښه مشران او غړي وژل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان په هغو کلونو کې د عوامي نیشنل ګوند پر سیاستوالانو د ګڼو حملو ذمه واري منلې وه.

خبریال او د چارو شنونکی مشتاق یوسفزی وايي، هغه ګوند په سیمه کې د "ترهګرۍ" پر ضد "یو قوي" اواز دی او نور ګوندونه په دومره شدت د امن لپاره اواز نه شي اوچتولای، ځکه د اې اېن پي سیاستوالان د وسلوالو ډلو هدف ګرځي.

یوسفزي د نومبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې عوامي نیشنل ګوند "ځان د دې سیمې ضامن ګڼي. خپله خاوره یې ګڼي او وايي، سیاست یې د پښتنو لپاره دی. نور ګوندونه راشي، انتخابات وکړي، څوکۍ وګټي خو د پښتنو د حقونو لپاره لږ خلک اواز اوچتوي. اې اېن پي دا ګڼي چې [ګواکې] د پښتنو غټ سیاسي ګوند دی او پر دې خاوره دوی سیاست کوي نو د پښتنو لپاره اواز اوچتول [یې] ذمه واري ده. تر دې وړاندې هم [زیاتره] اغېزمن شوي خلک پښتانه دي او عوامي نیشنل ګوند ته ډېر تاوان رسېدلی دی."

په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اې اېن پي سیاستوال سردار حسین بابک ته پر دړکو د اندېښنې څرګندونه کړې ده او له حکومته یې هغه ته د تحفظ ورکولو غوښتنه کړې ده.

کمېشن د نومبر پر ۳۰مه په بیان کې ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان له لوري د اوربند تر ختمولو وروسته د ناامنۍ امکان په اړه فکرمند دی او حکومت باید د سختدریځۍ او ناامنۍ مخنیوي لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ او چټکې کړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د سږ کال له اوړي راهیسې یې د زیاتېدونکۍ ناامنۍ پرضد اقدامات کړي دي او په بېلابېلو ضلعو کې عملیات هم روان دي.

صوبايي حکومت په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې امنیتي حالات خرابېدو ته نه پرېږدي او دا چې وضعیت یې تر کنټرول لاندې دی.

XS
SM
MD
LG